د اسلام‌آباد ناکامه رواني جګړه؛ د دُراني څرګندونې او شته واقعیتونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په لړ کې، پاکستاني چارواکو په ډیپلوماټیک، پوځي او سوداګریزو ډګرونو کې له ماتې خوړولو وروسته، اوس د افغانستان پر وړاندې ناکامې رواني جګړې ته مخه کړې او هڅه کوي، د مغرضانه او له واقعیتونو لرې څرګندونو پر اساس د تل په څېېر د خپلو امنیتي ناکامیو او دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونو پړه پر خپلو ګاونډیو، په ځانګړي ډول افغانستان او هند واچوي.

د دې رواني جګړې په دوام، تازه د افغانستان لپاره د دغه هېواد پخواني ځانګړي استازي آصف دراني پرون (شنبه، لېندۍ لومړۍ) په یوه ګردي مېز کې ویلي، چې اسلامي امارت به په خپلو کړنو سره افغانستان کې د حکومتولۍ بدلون زمینه برابره کړي، هغه څرګندونې چې د چارو شنونکو په بارو له واقعیت خورا لرې او د پاکستاني حکومت د پخوانیو ناکامو سیاستونو، په ځانګړي ډول دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونو د پټولو هڅو دوام دی.

د پاکستاني چارواکو فرصت‌طلبه- ناکامه هڅې

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، کابل ته د پاکستاني چارواکو تګ راتګ زیات شو او په دې توګه دوی هڅه کوله نړۍوالې ټولنې ته داسې وښیي چې ګواکې دوی افغانستان کې پر اسلامي امارت پوره اغېز لري او ان تر دې چې وخت ناوخته به یې په نړۍوالو سټېجونو د افغانستان په استازولۍ څرګندونې کولې. د پاکستاني لوري دې سیاست زیات دوام ونه کړ او بالاخره یې د اسلامي امارت د صبر کاسه نسکوره او جدي غبرګون یې وښود او له اسلام‌آباد یې وغوښتل چې نور په نړۍوالو سټېجونو د افغانستان په اړه له څرګندولو په کلکه ډډه وکړي.

د دې ترڅنګ پاکستان له فرصت په استفادې افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې ځینې تحرکات پیل کړل او د اسلامي امارت د تازه تاسیساتو مخه یې نیوله؛ هغه مسئله چې د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ او په ځلونو د کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ سختې نښتې وشوې. د اسلامي امارت غوڅ سیاست او دریځ پاکستاني لوري ته دا په ډاګه کړه، چې افغان ولس د سر په بیه د خپلې خاورې ساتنې او دفاع ته ژمن او هېڅکله چاته دا اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په استازیتوب په نړۍوالو ستېجونو څرګندونې وکړي.

پاکستان چې کله په دې پالیسۍ کې ناکام او ونه توانېده خپلو اهدافو ته ورسېږي، نو د وخت په تېرېدو سره یې د افغانستان پر وړاندې خپل لیدلوری توند او هڅه یې کوله، چې پر اسلامي امارت د تورونو په پورې کولو سره خپلو اهدافو ته ورسېږي او ان تر دې چې د خپلو ټولو ناکامیو پړه یې پر افغانستان واچوله او له کابل یې د اسلام‌آباد، راولپنډۍ او پنجاب د امنیت ټینګښت تضمینونه وغوښتل. پاکستاني چارواکي وخت ناوخته له ثبوت او شواهدو پرته ادعاوې کوي، چې افغانستان کې ترهګر دي او له هغه ځایه د پاکستان امنیت ګواښي، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د ستانبول په مذاکراتو کې دوی ته د دا/عش ډلې پټنځایونو، روزنیزو مرکزونو او کلیدي غړو په اړه کره شواهد وړاندې کړل.

د دې ترڅنګ پاکستاني چارواکو وخت ناوخته په نړۍوالو سټېجونو ادعا کړې، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت سیمه ګواښي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بنډیزو وروسته، د دې پدیدې کچه صفر ته نږدې شوې او برعکس د نړۍوالو معتبرو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، بلوچستان د کوکنارو کښت پر مرکز بدل شوی، چې ښه بېلګه یې هم وروستیو کې د «ټلګراف» ورځپاڼې څېړنیز راپور ګڼلی شو.

پاکستان په سیمه کې د غربي پروژو ټکه‌دار

لکه څنګه چې وړاندې مو هم یادونه وکړه، پاکستان د افغانستان پر وړاندې په سیاسي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او پوځي ډګرونو کې په کلکه ماتې خوړلې او اوس هڅه کوي، د روانې جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي. د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د متحده ایالتونو یو غدار چوکیدار دی او هڅه کوي، له هرې ممکنه لارې په استفادې سیمه کې د غربیانو پروژې پلي کړي. دوی د اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستاني چارواکو وروستۍ مغرضانه څرګندونې د همدې پروژې یوه برخه بولي او په خبره یې، پاکستان یو خپلواک هېواد نه دی، بلکې په سیمه کې د یرغلګرو هېوادونو د سیاسي اهدافو لپاره جوړه شوې پروژه ده. د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی د آصف دراني څرګندونو په غبرګون کې زیاتوي: «پاکستان اوس په نړۍ کې پېژندل شوی ترهګر جنایت‌کار هېواد دی، د آصف دراني څرګندونې ټولې دروغ دي او د دې لپاره یې کوي، چې د خلکو ذهنونه خراب کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې واشنګټن ته د عاصم منیر له سفر وروسته، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په سیاست کې بدلون راغی او په خبره یې، پاکستان له امریکا د سیمې بې‌ثباتۍ پروژه اخیستې او هڅه کوي، افغانستان سره د ستونزو په ژوروالي سره دا پروژه پلي کړي. د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «امریکا ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز له سفر وروسته، داسې ښکاري چې دوی په یو ځانګړي پروګرام بحث کړی او کله چې هغه بیرته راستون شو، نو له افغانستان سره یې د شخړې او سیالۍ بڼه پیل کړه.»

پایله او راټولونه

پر کابل د پاکستان هوایي برید او ورپسې د اسلامي امارت ځواکونو له غچ‌اخیستونکو بریدونو وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې دي. پاکستان چې تل یې بشري او سوداګريز مسایل د فشار وسیلې په توګه کارولي، یو ځل بیا یې افغانستان سره ټولې لارې وتړې او دې چارې د کابل غوسه را وپاروله او پاکستان سره یې د سوداګرۍ مطلق پرېکون اعلان کړ. اسلامي امارت پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون له اعلان وروسته، د بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړې او په همدې موخه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته په پنځه ورځني سفر تللی دی.

پاکستان چې په سیاسي او پوځي ډګر کې یې له وړاندې ماتې خوړلې وه، دا ځل اسلامي امارت په سوداګریز ډګر کې هم داسې ماتې ورکړه، چې پایلې به یې په اوږدمهال کې د اسلام‌آباد لپاره نه جبرانېدونکې وي. پاکستانی اړخ د کابل پر وړاندې په خپلو سناریوګانو کې تر ناکامېدو وروسته، اوس د رواني جګړې ناکامه لړۍ پیل کړې او هڅه کوي د رسنیو له لارې د اوسني وضعیت په پام کې نه نیولو سره، خپلې ناکامۍ پټې او د خلکو ذهنونه مخشوش کړي.

پاکستاني چارواکي باید درک کړي، چې نننی افغانستان د ۹۰یمو لسیزو هېواد نه دی، د اسلامي امارت او سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې دي او پاکستان دې نور د خپلو غربي سناریوګانو د پلي کېدو خوبونه نه ویني. اوس‌مهال د اسلامي امارت استخباراتي بنسټونه د بل هر وخت په پرتله فعال او ان تر دې چې ځینې دسیسې په نطفه کې خنثی کوی. د دې ترڅنګ واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د افغانستان کورنۍ فضاء داسې جوړه شوې، چې افغانان نور په هېڅ صورت د بلې جګړې غوښتونکي نه دي او یوازې د پرمختګ، ښېرازۍ او ځان‌بسیاینې خوبونه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *