د اسلام‌آباد او واشنګټن ګډه سناریو؛ آیا امریکا بیا د سیمې په معادلاتو کې ځان ښکېلوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلا‌‎م‌آباد ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو او د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني پوځ له لوري د نویو سناریوګانو جوړولو او پروپاګند په لړ کې، د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي. نوموړي د پاکستاني سوداګرو په هغه غونډه کې چې له افغانستان سره د لارو خلاصون او همداراز د سوداګرۍ بېرته پیل لپاره جوړه شوې وه، په ډاګه کړې، چې د افغانستان په اړه د پاکستاني حکومت اوسنی دریځ ویجاړوونکی دی او په خبره یې، دې تګلارې د تېرو ۴۵ کلونو پر مهال هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر همداراز پاکستان د افغانانو پر سر د ډالرو په اخیستو تورن کړی او زیاته کړې یې ده، چې پاکستاني حکومت د ضیا‌ءالحق او پروېز مشرف د واکمنیو پر مهال د افغانانو پر سر ډالر اخیستي دي. د مولانا فضل‌الرحمان په خبره، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنۍ پالیسي نه یوازې دا چې عملي نه ده، بلکې د پاکستان په زیان هم ده او ټینګار یې کړی، چې پاکستان باید د ستونزو هواري په پار پر خپله تګلاره غور وکړي.

د مولانا فضل‌الرحمان له څرګندونو سره هم‌مهاله، د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار بیا اسلام‌آباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه، افغانستان سره د کرښې په اوږدو کې د لارو پر خلاصون غور کوي. اسحاق‌ډار دا هم ویلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په اوج کې، تمه وه پاکستان افغانستان کې چاڼیز عملیات پیل کړی، خو په خبره یې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب له دې عملیاتو لاس په سر شول. دغه پاکستاني چارواکي د خپلو خبرو په یوه برخه کې هڅه کړې، واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو او همداراز تاجیکستان کې پر چینایي وګړو بریدونه هم په یو ډول افغانستان پورې وتړي.

د پاکستان اقتصادي سناریو

دا چې اسلامي امارت د روان لمریز کال د (لړم ۲۱مه) کابل کې په یوه غونډه کې پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون اعلان او د بدیلو لارو موندلو په پار یې هلې ځلې ګړندۍ کړې، اوس اسلام‌آباد هڅه کوي د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو په پلمه کولو سره، کابل سره د لارو خلاصون زمینه برابره کړي. پاکستان د تل په څېر دا ځل هم هڅه وکړه، چې د لارو بندښت د فشار وسیلې په توګه وکاروي، خو خبر نه چې په دې پرېکړې سره یې د افغانستان په څېر مهم بازار له لاسه وتونکی دی. افغانستان چې اوس‌مهال د پاکستان پر ځای بدیل مسیرونه او بازارونه موندلي او په دې برخه کې لا هم هلې ځلې روانې دي. پاکستان چې دا مهال له یوې خوا کورنیو فشارونو، په ځانګړي ډول د سوداګرو له فشارونو سره مخامخ دی او له بلې خوا په پورونو کې غرق دی، نو ځګه یې چارواکو هڅې پیل کړې، څو د ملګرو ملتونو او یا هم نورو پلمو په تراشلو سره افغانستان سره بېرته لارې خلاصې او سوداګري پیل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان که اوس لارې خلاصې هم کړي، ګټه به ونه کړي. د دوی په خبره، افغانستان هند سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراختیا په برخه کې هوکړې ته رسېدلی او ټینګار کوي، چې افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره د سیمټو، درملو او نورو برخو کې هوکړې کړې دي. د دې ترڅنګ د ځمکمنیو لارو او هوایي دهلېزونو له لارې هم د افغاني محصولاتو، په ځانګړي ډول د تازه او وچې مېوو لپاره بازارونه پیدا شوي او نور به ستونزمنه وي، چې افغان سوداګر د پاکستان پر مسیرونو باور او یا هم له قوي ضمانتونو پرته، اسلامي امارت پاکستان سره د لارو خلاصون ته زړه ښه کړي.

د پاکستان او غربیانو ګډه سیاسي سناریو

پاکستان د غربیانو په همکارۍ په سیمه کې د بې‌ثباتۍ یوې ګډې پروژې پلي کولو ته د زمینې برابرولو په موخه، وروستیو کې له بېلابېلو لارو په استفادې د افغانستان پر وړاندې سیاسي او اقتصادي منفي تبلیغات پیل کړي او هڅه کوي له دې لارو په استفادې پر اسلامي امارت فشار راوړي او نړۍوالې ټولنې ته داسې وښیي، چې ګواکې دوی په سیمه کې د ترهګرۍ قرباني او د دې پدیدې پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې قرار لري. اوس چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې په اقتصادي جګړه کې سخته ماتې خوړلې، نو له امریکا سره یې په ګډه د افغانستان پر وړاندې سیاسي جګړې او توطیې جوړولو ته مخه کړې او دواړه هېوادونه هڅې کوي د نړۍ په هر کونج کې رامنځته شوې پېښې په یو ډول اسلامي امارت پورې وتړي.

پاکستان په سیمه کې د امریکا د ګډې پروژې تطبیق په موخه، امریکا کې د ملي ګارډ پر سرتېرو او همداراز د افغانستان پولې ته نږدې، تاجیکستان کې پر چینایي وګړو بریدونه په یو ډول افغانستان پورې تړي او هڅه کوي له دې فرصته په استفادې، افغانستان نړۍ ته یو بې‌ثباته او نا امنه هېواد معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې امریکا کې بریدګر هغه څوک دی، چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور پر مهال د «سي‌آی‌ای» مهم غړی پاتې شوی دی.

د چارو شنونکي بیا باور لري، چې د مولانا فضل‌الرحمان وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو روزونکی، ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو برابروونکی دی. د دوی په باور، پاکستان له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په پلمه له غربیانو میلیونونه ډالر اخیستي دي. دوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تېرې ورځې څرګندونې د افغانستان پر وړاندې د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي او په خبره یې، پاکستان هڅه کوي د دا ډول تبلیغاتو له لارې افغانستان بې‌ثباته وښیي.

د پاکستاني چارواکو وروستیو ادعاوو ته د اسلامي امارت چارواکو هم غبرګون ښودلی دی. قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین له یوې هندۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې ځینې استخباراتي بنسټونه هڅې کوي، چې د واشنګټن وروستۍ پېښه د افغانستان اسلامي امارت پورې وتړي او په دې توګه اسلامي امارت بدنام او نړۍوالې ټولنې ته د افغانان د یوه امنیتي ګواښ په توګه وښیي. ښاغلي شاهین یو ځل بیا د اسلامي امارت دریځ تکرار کړی او ټینګار یې کړی، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، د افغانستان خاوره په بهر کې د بریدونو لپاره وکاروي.

پایله

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تبلیغاتي جګړې او ترینګلتیاوو سره هم‌مهاله، واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید او همداراز تاجیکستان کې د چینایي وګړو په نښه کول، په سیمه کې د پاکستان او امریکا د ګډې لوبې تازه اړخ راڅرګندوي؛ هغه دا چې دواړه هېوادونه هڅې کوي په یو ډول نه یو ډول په دې پېښو کې اسلامي امارت ښکېل کړي. د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، چې په هم‌مهاله توګه د دغو پېښو رامنځته کېدل، ښایي سیمه کې د امریکا د بیا حضور لپاره د پلمو لټول وي او په خبره یې، پاکستان له خپلو تبلیغاتي چینلونو په استفادې په دې برخه کې د اسانچاري رول لوبوي. شنونکي ټینګار کوي، که د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول چین او روسیه د امریکا او پاکستان د دې ګډې پروژې د مخنیوي په پار سره یو موټی نشي، نو ښایي سیمه یوه بل ناورین ته د ننه شي او افغانستان به د دې ناورین په لومړۍ کرښه کې قرار ولري.

امریکا د سپټمبر یوولسمې له سناریو وروسته، افغانستان کې د ۲۰ کلن ناکام حضور تجربه لري او د افغانستان له جغرافیې یې کافي عبرت هم اخیستی دی؛ بله مسئله دا چې د سیمې په وضعیت کې د ۲۰۰۱ کال په پرتله د پام وړ بدلون راغلی؛ سیمه کې د روسیې او چین په څېر د لوېدیځ سرسخت سیالان پراته او له هرې ممکنه سناریو خبر دي. که امریکا دا ځل افغانستان کې د پښې ټینګولو هڅه وکړي، د سیمې وضعیت ته په کتو، دا هڅه به نه یوازې دا چې د واشنګټن لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري، بلکې له د تېرې ماتې په څېر به له یوې بلې ترخې ماتې سره مخامخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *