خوست کې د پاکستان جنایت؛ اسلام‌آباد ولې له پېښې تېښته کوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروسته له هغه چې پاکستانی پوځ د نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو په نښه کولو سره، د جنګي جنایت مرتکب شو، له څو ساعته چوپتیا وروسته یې د دغه بشري جنایت له مسوولیت اخیستو ډډه وکړه او اعلان یې وکړ، چې ګواکې دوی په دغو هوایي بریدونو کې لاس نه لري. د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون مازدیګر مهال اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې اسلام‌آباد هېڅکله نا اعلان شوی پوځي اقدام نه کوي او په خبره یې پاکستاني پوځیان عام وګړي نه په نښه کوي.

د نړۍوالو چارو شنونکي د پاکستاني پوځ دا دریځ بیا په یو ډول له مسوولیته د تېښتې هڅه بولي. د دوی په باور دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستانی پوځ په ورته پېښو کې له مسوولیت تېښته کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم افغانستان او وزیرستان له کې له هوایي بریدونو او جنایتونو وروسته ورته هڅې کړې دي. د دوی په خبره، پاکستان د اکتوبر په ۹مه پر کابل هم هوایي برید وکړ او پاکستاني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې په دې برید کې د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود په نښه شوی، خو نور ولي محسود څو ساعته وروسته په وزیرستان کې را څرګند شو او پوځ په یو ډول له مسوولیت اخیستو تېښته وکړه.

پاکستان دا لومړی ځل نه دی، چې د بشري جنایت مرتکب کېږي، بلکې تر دې وړاندې یې د کندهار په سپین بولدک، د پکتیکا په برمل، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم ورته بشري جنایتونه کړي او په خپلو بریدونو کې یې عام ولسي خلک په نښه کړي دي. له دې ورها خوا پاکستان د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د عامو افغانانو پر کورونو راکېټونه توغولي او لسګونه ورته جنایتونه یې کړي دي.

د شنونکو په باور، د پاکستاني پوځ لاسونه له لسیزو راهیسې د بې‌ګناه خلکو په وینو سره دي او په خبره یې، پاکستان د خپل ځان د تغذیې لپاره له غربي هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې میلیونونه ډالر اخیستې او بیا یې په وزیرستان او لویه پښتونخوا کې عامو پښتنو سره د اسراییلي رژیم په څېر چلند کړی او لسګونه زره بې‌ګناه پښتانه یې قتل عام او د هغوی کورونه او شتمنۍ په اور سوځولي دي. دوی پاکستان کې د «ټي‌ټي‌پي» ډلې راپورته کېدو یو مهم لامل هم د همدغو ظلمونو نتیجه بولي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې ګواکې دوی پرمختللی پوځ، امکانات او استخبارات لري، خو پر افغانستان د دوی په وروستیو بریدونو کې ټول عام وګړي په نښه شوي، چې دا نه یوازې د دوی استخباراتي او نظامي ضعف په ګوته کوي، بلکې د دوی هغه ادعاوې هم ناسمې ثابتوي، چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی پرضد کارول کېږي.

اوس چې پاکستان د مسوولیت له اخیستو اوږه خالي کړه، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له ډیپلوماټیکو او رسنیزو چینلونو په استفادې د خوست د سه‌شنبې شپې جنایت په اړه شته شواهد او اسناد تر نړۍوالو سټېجونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان او بشر حقونو اړوند بنسټونو پورې ورسوي. د دې ترڅنګ دې کابل کې د پاکستان سفیر احضار او د دغه جنایت کره شواهد او اسناد دې پاکستاني اړخ ته هم وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *