آفاق خبري آژانس؛ کابل: وروستیو کلونو کې د «ښځو د حقونو» مفهوم، د دې پر ځای چې یو نړۍوال اخلاقي اصل وي، تر ډېره په سیاسي او رسنیزې وسیلې بدل شوی دی؛ هغه مفهوم چې د صحنې، کوربه او واکمن د ګټو پر بنسټ، کله ښکاره او کله هم پټ ساتل کېږي. هغه غوړې ناستې او کنفرانسونه چې د ښځو پیاوړتیا، د ښځینهوو مشرۍ او د ښځو وضعیت په اړه نړۍوال نبض تر نامه لاندې جوړېږي، د دې پر ځای چې په ټولنه کې رښتینی بدلون رامنځته کړي، بلکې تر ډېره د تنظیموونکو او ویناوالو لپاره د شهرت او مشروعیت لامل کېږي. د دا ډول ناستو د جوړېدو ځای او د کوربه هېوادونو کارکړنې ټاکونکی ارزښت لري؛ ځکه د بشري حقونو اړوند هېڅراز خبرې له سیاسي او اخلاقي زمینې پرته نشي وارزول کېدای.
په همدې لړ کې، د اسراییل پلازمېنه تلابیب کې د «ښځو وضعیت نړۍوال نبض» ترنامه لاندې جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګ د پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري، ګډون د بېپردې او جدي نقد وړ دی. اصلي مسئله د هغې د خبرو محتوا نه، بلکې هغه بستر او صحنه ده چې دا خبرې پکې شوې دي. د اسراییلو پلازمېنه تلابیب، د داسې هېواد مرکز دی چې د دغو ناستو له جوړېدو سره هممهاله، په غزه کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې پر پراخو او سیستماتیکو سرغړونو تورن دی. دا ښکاره تضاد د جوړې شوې ناستې ټول پیغام تر پوښتنې لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د راپور له مخې، په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پر مهال، په منځنۍ توګه په هر ساعت کې یوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي دي. د دغه سازمان له لوري خپره شوي شمېرې ښيي چې، چې د اسراییلي رژیم په بریدونو کې څه باندې ۲۸ زره ښځو ژوند بایللی دی. دا شمېرې یوازې تر ارقامو محدودې نه دي، بلکې په سیستماتیک ډول د هغو ښځو د ژوند له منځه وړلو نښه ده چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې یې هېڅ رول نه درلود. په داسې شرایطو کې، د ښځو د حقونو تر نامه لاندې د یوې ناستې جوړول، هغه هم د یوه داسې هېواد په خاوره کې چې خپله د ښځو د حقونو اصلي ناقض او د لسګونه زره ښځو په وینو یې لاسونه سره دي، له پلان شوې او ریاکارانه نندارې پرته بل څه نه دي.
اصلي نیوکه دا ده، هغه هېواد چې د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د زرګونه ښځو په درد او مرګ کې مستقیم لاس لري، اوس څنګه کېدای شي په هغه هېواد کې د ښځو د کړاو په اړه خبرې وشي؟ دا یوازې یوه ساده مسئله نه، بلکې د بشري حقونو د مدعیانو په اخلاقي منطق کې یو ژور درز دی. که د ښځو حقونه رښتیا هم یو نړۍوال شموله ارزښت وي، نو د دې ارزښت په اړه نه باید د تلابیب له یوه سالون چیغه پورته شي او په غزه کې د هغو ښځو د چیغو په اړه چوپتیا غوره شي، چې د اسراییلي رژیم د بمباریو او چاودنو له امله وروستۍ سلګۍ وهي.
د تلابیب په غونډه کې د ظریفې غفاري رول د یوې پېژندل شوې افغان څېرې په توګه ځانګړی ارزښت پیدا کوي. په دا ډول ناستو کې د هغې ګډون، که هغه په شعوري ډول وي او یا غیر شعوري، په حقیقت کې دې غونډې ته په یو ډول مشروعیت ورکوي. د هغې دا ګډون د دې پر ځای چې د ښځو د حقونو اصولي دفاع هڅه وي، بلکې دا برداشت پیاوړی کوي، چې د ښځو حقونو مسئله د امریکا او اسراییلي رژیم بنسټونو لپاره د «معاملې وړ پروژې» بدله شوې؛ هغه پروژه چې د بحران ځپلو هېوادونو د سمبولیکو څېرو په ګډون ترې د مالي سرچینو، رسنیو پام را جلبولو او سیاسي ملاتړ په توګه استفاده کېږي.
اصلي مسئله کټ مټ همدا ده: کله چې د ښځو حقونو دفاع تر هغو ناستو محدودېږي، چې کوربه یې خپله د ښځو په سیستماتیکه وژنه تورن وي، نو دا دفاع له محتوا بېمانا کېږي. په داسې یوه وضعیت کې، د ښځو حقونه نور د یوه اخلاقي اصل په توګه نه پاتې کېږي، بلکې پر یوې تبلیغاتي وسیلې بدلېږي؛ دا چلند نه یوازې دا چې یو غیراخلاقي عمل دی، بلکې د ښځو پرضد د یوه ژور ګام اوچتولو مانا لري، ځکه دا ډول اقدامات د ښځو ژوند په تفکیک کېدونکو او سیاسي معاملو واحدونو بدلوي.
په تلابیب کې د «ښځو وضعیت نړۍوال نبض» ناستې جوړېدل د بشري حقونو په خبرو اترو کې د دوهګوني معیار روښانه بېلګه ده. په دې دوهګوني معیار کې، ځینې ښځې د خواخوږۍ، ملاتړ او تریبون وړ ګڼل کېږي او ځینې نورې یوازې د جګړې «جانبي زیان» بلل کېږي. د تلابیب سالونونه داسې مهال د ښځو د حقونو په اړه د کنفرانسونو او ویناوو شاهد وي، چې له هغه سره هممهاله په غزه کې ښځې بمبار او تر خاورو لاندې کېږي؛ نو په داسې حالت کې د دا ډول غونډو جوړېدل، د ښځو پر حقونو له ملنډو وهلو پرته، بل څه نشي کېدای.
له اخلاقي پلوه، په داسې ناستو کې ګډون نه یوازې د ښځو حقونو له ودې سره مرسته نه کوي، بلکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام او عادي کېدو ته هم لاره هواروي. له دې ډول غونډو په استفادې هڅه کېږي، نړۍ ته داسې پیغام ورسول شي، چې دوی د ښځو له وژلو سره هممهاله د ښځو د حقونو مدافعین هم وو، خو په دې شرط چې مناسبه رسنیزه کیسه ترې جوړه او په ناسته کې د «معاملې وړ» ښځې حضور ولري.
په پای کې، د دې پېښې نقد د یو ځانګړي شخص نقد نه دی، بلکې د یوې خطرناکې الګو نقد دی؛ هغه الګو چې پکې د ښځو کړاو په سیاسي او مسلکي پانګې بدلېږي او د بشري حقونو اړوند جوړېدونکو ناستو کې د دې پر ځای چې د قدرتونو د ظلمونو پر وړاندې دریځ ونیول شي، بلکې د هغوی ترڅنګ پاتې کېږي. د تلابیب په ناسته کې د ظریفې غفاري حضور نه د زړورتیا نښه ده او نه د مخکښتوب، بلکې له یوه داسې هېواد سره یو لاس کېدل دي، چې د ښځو حقونه یوازې تر هغې کچې په رسمیت پېژني، چې سیاسي ګټې یې له خطر سره مخ نه وي. د ښځو له حقونو رښتینې دفاع د همدې ډول صحنو له ردولو پیلېږي، نه د هغو تریبونونو پر سر له درېدو، چې بیه یې د نورو ښځو د وژنو او ظلمونو پر وړاندې چوپتیا وي.
