آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ټرمپ او زلنسکي ترمنځ د لفظي شخړو په دوام، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روانې اونۍ (سهشنبه) له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې، یو ځل بیا له روسیې سره د کریمیا ټاپو د یوځای کېدو په اړه مخالفت څرګند کړی او دا یې د خپل هېواد خاوره او نه بېلېدونکې برخه بللې ده. د زلنسکي د دې څرګندونو له رسنیز کېدو وروسته، تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوشال ټروپ شبکه کې پر زلنسکي توندې نیوکې کړې او هغه یې تورن کړی، چې له روسیې سره د خبرو اترو روانې هڅې ناکاموي. ټرمپ له روسیې سره مذاکراتو کې د زلنسکي دا ډول څرګندونې خورا خطرناکې بللې دي او زیاته کړې یې ده، چې د کریمیا ټاپو موضوع د اوس لپاره د سولې په اجنډا کې نه ده شامله. د امریکا ولسمشر په دې اړه زیاته کړې: «هېڅوک له زلنسکي نه غواړي، چې کریمیا ټاپو د روسیې خاورې په توګه وپېژني، خو که زلنسکي کریمیا غواړي، ولې یې یوولس کاله وړاندې پرته له یوه ډز دا ټاپو د روسې په واک کې ورکړه»
بلومبرګ خبري آژانس هم څو ورځې وړاندې یو راپور خپور کړ، چې د ټرمپ اداره د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هوکړې ته چمتووالی لري او په دې هوکړه کې تمه کېږي، کریمیا د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
اوس پوښتنه دا ده، چې ټرمپ ولې د دې جګړې پر ژر پایته رسېدو ټینګار کوي؟
د اوکراین جګړه چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د روسیې له لوري د ځانګړو عملیاتو تر نامه لاندې پیل شوه، لا هم دوام لري، د جګړې په لومړیو کې لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د جوبایډن تر مشرۍ لاندې امریکا د روسیې پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته را ودانګل، چې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا یوازې په تېرو درېیو کلونو کې امریکا له اوکراین سره ۳۵۰ میلیارډه ډالر پوځي مرسته کړې ده.
واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، د اوکراین معضلې نوې بڼه غوره کړه او د امریکا نوې اداره هڅه کوي هغه ژمنه چې د ټاکنیزو غونډو پر مهال یې له امریکایي ولس سره کړې وه، پوره او اوکراین کې روانه جګړه پایته ورسوي، چې ښه بېلګه یې هم په ریاض کې د امریکایي او روسیي پلاوو مذاکرات بللی شو. د روسیې او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې د اوکراین نه حضور، د دې ښکارندویي کوي، چې له روسیې سره د جګړه طرف اوکراین نه، بلکې امریکا او متحدین یې دي.
روسیې چې د تېرو څه باندې درېیو کلونو پر مهال یې له اوکراین سره د سولې او سیاسي حللارې په تړاو خبرو اترو ته زړه نه ښه کاوه، په دې پوهېده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي واک نه لري او اړتیا ده چې د دې جګړې د پایته رسولو په پار له امریکا سره، چې د جګړې تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی هېواد دی، نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي. د روسیې دا تفکر چې ګواکې اوکراین د مذاکرې او پرېکړې واک نه لري، هغه مهال لا روښانه شوه، کله چې سپینه ماڼۍ کې ټرمپ او مرستیال یې د رسنیو په مخکې ولادیمیر زلنسکي باندې توندې لفظي نیوکې وکړې او هغه یې د جګړې د دوام لامل وباله.
دا چې امریکا تر دې دمه د اوکراین په جګړه کې ۳۵۰ میلیارد ډالر مصرف کړي، دا د ټرمپ ادارې ته د منلو وړ نه ده او لکه څرنګه چې ټرمپ د پوځي جګړې پر ځای، له نړۍ سره اقتصادي جګړې ته مخه کړې او تر ډېره یې د امریکا بهرنی او کورنی سیاست اقتصاد محوره کړی، نو له دې ښکاري، چې ټرمپ نور نه غواړي په پردیو جګړو کې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې مصرف کړي. ټرمپ ځکه د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پر ژر پایته رسېدو ټینګار کوي، چې له یوې خوا نور د دې جګړې د تمویل توان نه لري او له بلې خوا غواړي د اوکراین کمیابه کانونو په استخراج سره د تېرو درېنیمو کلونو پر مهال د خپل هېواد شوي لګښتونه ترلاسه کړي.
بله پوښتنه دا ده که اوکراین له روسیې سره هوکړې ته ونه رسېږي، د دې جګړې راتلونکی به څنګه کېږي؟
دا چې اوس امریکا له اوکراین د مالي ملاتړ پر سر غور کوي او اوکراین د دې جګړې د دوام لپاره کافي امکانات هم په واک کې نه لري، نو دوه انتخابه په مخ کې لري: اول دا چې که روسیه پر اوکراین بریالۍ کېږي، نو طبیعي ده، چې زیاتره اورپایي هېوادونه به د روسیې له راتلونکو ګواښونو سره مخامخ کېږي؛ نو ښایي اوکراین تر ډېره هڅه وکړي، چې د امریکا پر ځای خپلو اروپایي متحدینو ته مخه او د جګړې په ډګر کې د مقاومت په موخه د هغوی پوځي مرستې را جلب کړي. خو دا چې اروپایي هېوادونه د دې جګړې د تمویل توان لري کنه او آیا غواړي له امریکایي لوري پرته د دې جګړې ملاتړ وکړي، هغه پوښتنه ده، چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.
د اوکراین لپاره دویم انتخاب د دغه هېواد ټوټه- ټوټه کېدل او بالاخره تسلیمېدل او یا د هغو هېوادونو او چارواکو په برخلیک اخته کېدل دي، چې پخوا یې د امریکا په اشاره جګړه پیل کړې او یا هم د واګ پر ګدۍ ناست دي. د روسي اړخ امکاناتو او طبیعي منابعو، په ځانګړي ډول تېلو، ګازو او نورو طبیعي سرچینو ته په کتو، ښایي روسیې دا جګړه د کلونو لپاره پلان کړې وي او تر هغو چې خپلو موخو ته ونه رسېږي، دا جګړه به دوام مومي، خو د پایته رسېدو یوازینۍ حللار یې دا ده، چې اوکراین په خپله نېغ په نېغه له روسیې سره خبرو اترو ته کېني او ستونزه د تفاهم له لارې حل او لوېدیځوالو ته نور د دوو ګاونډیو هېوادونو په چارو کې دلاس وهنې فرصت ورنه کړي؛ ځکه اوکراین د روسیې له هوکړې پرته هېڅکله خپلو هغو موخو ته نشي رسېدلی، چې تر دې وړاندې یې لوېدیځوالو د لمسولو هڅه کوله او روسیه هم هېڅکله داسې ګاونډی په خپل څنګ کې نه غواړي، چې له دښمن سره یې لاس یو او د هغوی د ستر پیمان (ناټو) غړی شي.