اقتصادي جګړه کې تر ماتې وروسته؛ پاکستان د ماشومانو په بمبارولو سره څه غواړي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې افغانستان سره د سوداګریزو لارو د خلاصون په اړه هڅې پیل کړې وې، خو د دغه هېواد پوځ پرون شپه یو ځل بیا د ټولو نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او د بشري جنایت مرتکب شو. د پاکستان پوځ په دې کار سره نه یوازې دا چې په قطر کې یې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه وکړه، بلکې د پاکستاني لوري، په ځانګړي ډول د یاد هېواد د سوداګرو او عامو خلکو هغه هیلې یې هم په اوبو لاهو کړې، چې د لارو خلاصون په اړه یې درلودې.

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۱مه نېټه کابل کې سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ناسته کې وروسته له هغه پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون اعلان وکړ، چې پاکستاني لوري پر کابل له هوایي برید او ورپسې د اسلامي امارت له غچ‌اخیستونکو بریدونو وروسته، افغانستان سره د سوداګرۍ پرمخ دروازې وتړلې او هڅه یې وکړه، چې دا چاره د فشار وسیلې په توګه وکاروي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هغه مهال په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې پاکستان وخت ناوخته سوداګري او بشري مسایل، په ځانګړي ډول هلته مېشت افغان کډوال د فشار وسیلې په توګه کاروي او له همدې امله یې افغان سوداګرو ته له پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون او له بدیلو لارو د راکړې روکړې سپارښتنه وکړه.

پاکستان سره د لارو بندېدو او د سوداګرۍ پرېکون له پرېکړې وروسته، اسلامي امارت د بدیلو لارو هلې ځلې ګړندۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ایران او ورپسې هند ته سفرونه وکړل، چې د دغو سفرونو په لړ کې پر ګڼو سوداګریزو مسایلو، په ځانګړي ډول د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا هوکړې وشوې.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې پاکستان دا مهال له یوې خوا په سیمه کې مهم سوداګریز مارکېټ له لاسه ورکړی او له بلې خوا په سیاسي لحاظ د انزوا پر لور روان دی. د دوی په باور په اوسنیو حساسو شرایطو کې پاکستان ته په کار وه، چې پر افغانستان د برید پر ځای یې، اسلامي امارت سره د اړیکو ښه‌والي هڅې کړې وای او په دې توګه یې د لارو خلاصون زمینه برابره کړې وای؛ خو په خبره یې، د پاکستاني پوځ د تېرې شپې جنایت ته په کتو، چې له امله یې ماشومان او ښځې قرباني شول، اسلامي امارت حق لري چې له داسې یوه جنایت‌کار هېواد سره، چې وخت ناوخته د ټولو اصولو او قوانینو خلاف د یوه بل هېواد هوایي حریم نقضوي او د اسراییلي رژیم په څېر عام وګړي او ماشومان په نښه‌ کوي، د سوداګرۍ پرېکون اعلان او پرېکنده ځواب ورکړي.

پاکستاني چارواکو فکر کاوه چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو په بندېدو سره به، پر افغان لوري فشار راوړي او له دې لارې به پر کابل خپلې غیر منطقي غوښتنې تحمیل او د اسلام‌آباد د امنیت مسوولیت به د نورو پر غاړه ور واچوي، خو خبر نه وو، چې دا ډول تګلاره به د دوی لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري. اوس چې د سوداګرۍ پرېکون اغېزې څه ناڅه را برسېره شوې او بل‌خوا په استانبول کې اسلامي امارت سره د دوی مذاکرات هم په پایلې پاتې شول، هڅه کوي د دا ډول جنایتونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا د منځګړو هېوادونو په هڅو کابل سره د خبرو اترو له لارې، د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو خلاصون زمینه برابره کړي.

د پاکستان د تېرې شپې جنایت ته په کتو، اسلامي امارت باید دغه هېواد سره د لارو خلاصون مسئله تر هغو شاته وغورځوي، څو چې پاکستاني حکومت له خپلو دغو ټولو جنایتونو پېښماني نه وي څرګنده کړې او یوې داسې معقولې حل‌لارې ته نه وي رسېدلي، چې بیا په هېڅ‌راز شرایطو کې د لارو بندښت د سیاسي وسیلې په توګه ونه کاروي. د دې ترڅنګ اړتیا ده، چې د تېرې شپې د جنایت انځورونه او ویډیوګانې تر نړۍوالو سټېجونو ورسول شي، څو پاکستان د خپل دغه ناسنجیده او غیر انساني عمل له کبله په کلکه وغندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *