افغانستان کې پر جنګي جنایتونو اعتراف؛ د افغانانو غوښتنه او د نړۍوالو بنسټونو‎ دوه‌ګونی چلند

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د جنګي جنایتونو را برسېره کېدو په دوام، تازه د برېټانیا ځانګړو ځواکونو یوه پخواني لوړپوړي افسر په خپلواکو علني څېړنو کې منلې، چې افغانستان کې یې د پوځي ماموریت پر مهال «جنګي جنایتونه» کړي دي. هغه اسناد چې نن (دوشنبه، لېندۍ ۱۰مه) خپاره شوي، د ځانګړو ځواکونو دغه افسر چې مستعار نور یې «N1466» ښودل شوی، په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان کې د برېټانوي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو دفتر رییس مرستیال پاتې شوی او په څېړنو کې یې روښانه کړې، چې د عملیاتو په لړ کې د وژل شویو کسانو شمېر د ترلاسه شولو وسلو په پرتله څو برابره زیات و.

دغه افسر د څېړنو پر مهال زیاته کړې: «په ښکاره وایم، موږ د جنګي جنایتونو په اړه خبرې کوو، خلک مو نیول او بیا مو د جعلي داستانونو په جوړولو سره، په ډزو وژل.» د برېټانیا ځانګړو ځواکونو دغه افسر وړاندې دا هم په ډاګه کړې، چې د دې پېښو په اړه به یې د (رمز 1802) په نامه د ځواکونو مشر ته راپور هم ورکاوه، خو د عدلي تعقیب پر ځای یوازې د «عملیاتي تکتیکونو بیاکتنې» امر ورته کېده.

د دغه پلاوی مشر قاضي «چالز هډون کیو» بیا وایي، چې له دې څېړنو یې موخه دا ده، څو په ډاګه کړي، چې آیا د ناقانونه وژنو په اړه معتبر شواهد او اسناد شته، آیا مخکینۍ څېړنې په سمه او بې‌پرې توګه شوې او آیا دا وژنې په پټه شوې کنه؟

د برېټانیا دفاع وزارت هغه مهال افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړنو امر وکړ کله چې «بي‌بي‌سي» په یوه څېړنیز راپور کې، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پوځي اېتلاف پر مهال د ځانګړو برېټانوي ځواکونو له لوري د ۵۴ ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړ.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو جنګي جنایتونو ته ځغلنده کتنه

دا لومړی ځل نه دی، چې افغانستان کې د ناټو غړي هېوادونه د پوځي حضور پر مهال له خپلو جنګي جنایتونو پرده پورته کوي، بلکې تر دې وړاندې اسټرالیا، هالنډ او امریکا هم له خپلو جنایتونو پرده پورته کړې ده. د بشر حقونو څار بنسټ او یو شمېر نورو اړوندو بنسټونو په ځلونو له نړۍوالې جنایي محکمې (لاهه) غوښتي، څو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ۲۰ کلن حضور د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې وکړي.

د «بي‌بي‌سي» د راپور پر بنسټ، برېټانوي ځواکونو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال څه باندې ۶۰ ماشومان وژلي، چې عمرونه یې د یوه او ۱۵ کلونو ترمنځ ښودل شوي او ورپسې هرې کورنۍ ته (۱۶۵۶) پونډه غرامت ورکړل شوی دی. د راپورونو له مخې، برېټانوي ځواکونو افغانستان کې د اته کلن جګړه‌ییز حضور پر مهال شاوخوا ۱۳۵ ماشومان وژلي او د برېټانیا دفاع وزارت تر اوسه د ۲۸۹ قربانیانو کورنیو ته نږدې ۷۰۰ زره پونډه غرامت ورکړی دی.

د دې ترڅنګ، استرالیایي چارواکو هم له افغانستانه د امریکاپه مشرۍ د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ومنله، چې د دوی ځواکونه د افغانستان په ارزګان ولایت کې د جنګي جنایتونو مرتکب شوي او د ملکي وګړو وژنو اړوند په ۳۹ پېښو کې لاس لري. استرالیایي چارواکو د دغو جنایتونو له امله خپلو یو شمېر جنرالانو ته ورکړل شوي مډالونه هم بېرته لغوه کړي دي. پر دې سربېره، یوه هالنډي پخواني سرتېري هم شاهدي ورکړې، چې د ۲۰۰۷ زېږدیز کال پر مهال یې ارزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې پر یوه کلي ډزې کړې او عام خلک یې په نښه کړي وو.

افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پوځي حضور پر مهال، امریکایي ځواکونو بیا د ټولو بشري او نړۍوالو قوانینو په نقضولو سره، زرګونه جنګي جنایتونه کړي دي؛ د جوماتونو او واده مراسمو له بمبارولو نیولې د عامو خلکو تر کورونو او شپنیو عملیاتو پورې یې، داسې جنایتونه کړي چې که د څېړلو لپاره یې یوه بې‌پرې نړۍواله کمېټه وګومارل شي، نو د امریکا ټولې هغه ادعاوې به ناسمې ثابتې کړي، چې د بشر حقونو په اړه یې کوي. سره له دې چې امریکایان ځانونه متمدن او د بشري حقونو مدافعین بولي، خو افغانستان کې یې پر خپلو جنایتونو داسې سترګې پټې کړې، چې ګواکې هېڅ هم نه وي شوي. د رسمي شمېرو له مخې، افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي حضور پر مهال ټولټال شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان قرباني شوي، چې زیاتره یې عام وګړي دي.

د عدالت ټینګښت او د نړۍوالو بنسټونو دوه‌‌ګونی چلند

سره له دې چې یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول برېټانیا او آسټرالیا افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه یو لړ ګامونه اوچت کړي، خو افغانان دا هڅې کافي نه بولي. دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو اړوند بنسټونو او نړۍوالو محاکمو غواړي، چې د یوې بې‌پرې کمېټې په ګومارلو سره، افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ۲۰ کلن جنګي حضور ټول جنایتونه په بې‌پرې توګه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې برېټانوي او د نورو هېوادونو سرتېري افغانستان کې د جنګي جنایتونو مرتکبین شوي او د دا ډول جنایتونو پر بې‌پرې څېړنه او عدالت پر ټینګښت ټینګار کوي. نوموړی زیاتوي: «د عدالت بین‌المللی محکمه مسوولیت لري، چې دغه مجرمین محاکمه او د قربانیانو کورنیو ته جبران د خسارې ورکړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي ملګري ملتونه او د بشر حقونو اړوند ځینې نور بنسټونه د دا ډول جنایتونو په څېړلو کې پر دوه‌ګوني چلند تورنوي او په خبره یې، دا بنسټونه په مستقیم ډول د امریکا تر اغېز لاندې دي او هره سناریو چې د امریکا له لوري ورکول کېږي، دوی یې عملي کوي. د شنونکو په باور، امریکا او ملګرو هېوادونو یې نه یوازې افغانستان کې د شل کلن حضور پر مهال زرګونه جنایتونه کړي، بلکې د اسراییلي رژیم په مستقیم ملاتړ سره یې، غزه تړانګه کې داسې جنایتونه کړي، چې تر اوسه یې ساری نه دی لیدل شوی.

د نړۍوالو چارو شنونکي د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو اړوند بنسټونه سمبولیک او د امریکا د لاس آلې بولي او په خبره یې، دغه بنسټونه د امریکا او د هغو د ملګرو د ګټو لپاره رامنځته شوي او یوازې هغه مهال د بشري او انساني حقونو غږ پورته کوي، کله چې د امریکا او ملګرو ګټې یې له خطر سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *