آفاق خبري آژانس؛ کابل: په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو شل کلن حضور، د نړۍ په معاصر تاریخ کې د بیارغاونې د لګښت لرونکو ماموریتونو څپرکی وو، هغه حضور چې د بیا رغاونې، پراختیا او پایداره بنسټونو د جوړولو له ژمنې سره مل وو، خو په عمل کې د پراخ فساد، مدیریتي کمزورتیا او جدي څار د نشتون له امله دا ژمنې تر ډيره نمایشي او ناپداره پاتې شوې.
په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور نه یوازې د نظامي عملیاتو بلکې د بیارغاونې، پراختیا او بشري مرستو په برخو کې له میلیاردونه ډالرو پانګونې سره مل وو، امریکا د افغانستان د بیارغاونې له شعار سره، له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ کال پورې څه باندې ۱۴۵ میلیارده ډالر د زیربنایي پروژو، حکومتولۍ، اقتصادي ودې، پوهنې، روغتیا، دولتي بنسټونو او افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته ځانګړي کړل.
خو د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، چې له دې پراخو مرستو سره سره، یې ونشو کړای د مدیریتي کمزورتیا، پراخ فساد او اغیزناک څار د نشتون له امله د افغانانو په ژوند کې پایدار او د لمس وړ بدلونونه رامنځته کړي. د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پخوا زیات وخت پر سیاسي مسایلو ولګېد او افغانستان له نړۍ سره د تلپاتې یو ځای کېدو فرصت له لاسه ورکړ. له بده مرغه نړۍوالې ټولنې د ځینو بنډیزونو له امله، د افغانستان اقتصادي اړیکې متضرره شوې دي او دا چاره د دې لامل شوې، چې پر هېواد اقتصادي فشارونه او ستونزې زیات شي.»
امریکا له افغانستان سره د تیرو شلو کلونو د مرستو کچه شاوخوا دوه تریلیونه ډالره اټکل کړې چې د دې مرستو پیسې د اورپا د جوړولو له مارشال پلان سره برابرې دي. خو پخوانی حکومت ټولې نړیوالې مرستې چې حساب یې شته، شاوخوا ۸۰ میلیارده ډالره بللې دي. له دې ټولو سره سره، په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان وده، نابرابره، نامتوازنه او رڼه نه وه.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «له بده مرغه کومې بهرنۍ مرستې چې له افغانستان سره شوې، په هغه کچه ګټورې نه وي، چې د افغانستان اقتصاد ته د ننه شي او په دې بهیر کې ستره ستونزه د مرستو وېش و.»
د مرستو ستره برخه د حکومت د درې ګوونو قواوو پر جوړولو، د پوهنې او لوړو زدکړو نظام، د مخابراتي سکتور پر پراختیا، ازادو رسنیو پر جوړولو، بانکي او مالیاتي نظام پر جوړولو، د ځینو هوایي ډګرونو پر بیارغاونه او کرنیزو زیربناوو پر پیاوړتیا او نورو زیربنايي برخو متمرکزه وه، چې دې اقداماتو ظاهرا د افغانستان لپاره مهمې لاسته راوړنې له ځان سره درلودې، خو د اغیزناک مدیریت د نشتون، کمزورې حکومتولۍ او پراخ فساد له امله دغه هڅې ونه توانېدې افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او پایدار ټیکاو پر لور روان کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود د یادو مرستو د څرنګوالي په اړه آفاق خبري آژآنس سره خبرو کې وایي: «په دې موده کې ځینې تاسیسات رامنځته شول؛ لکه سړکونه، ځمکني، هوایي او ترانسپورتي امنیتي ځواکونه او همداراز ځینې نور تاسیسات چې ویل کېږي، په ټوله کې یو ټریلیون ډالر لګښت پرې شوی او له دې ډلې یوازې ۱۴۵ میلیارده ډالر د بیارغونې په برخه کې لګول شوي او شاوخوا ۸۵۰ میلیارده ډالر په پوځي برخو کې لګول شوي دي، خو درې ټریلیونه ډالرو برخلیک بیا ناروښانه دی.»
په ورته مهال، اقتصاد وزارت په هېواد کې د امریکا متحده ایالتونو شل کلن حضور د جګړې د دوام، اقتصادي زیربناوو د ویجاړېدو او اداري فساد د پراختیا لامل ګڼي. د یاد وزارت د مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په وینا، په تیرو دوو لسیزو کې، د میلیاردونه ډالره بهرنیو مرستو له راتګ سره، نه یوازې د هېواد اقتصادي زیربناوې پیاوړې نه شوې بلکې اقتصادي وده هم ظاهري وو.
ښاغلی نظري ټينګار کوي چې په دې موده کې، سازمان شوي جرمونه په ځانګړې توګه د نشه يي توکو قاچاق هم زیات شو او پر ځان بسیا د یو اقتصادي سیسټم جوړولو ته هیڅ پاملرنه ونه شوه.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د بهرنیو مرستو د موثریت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو شل کلن حضور د جګړې د دوام لامل شو. په پایله کې د افغانستان اقتصادي زېربناوو او تاسیاستو زیان ولید او پراخ فساد ته، په ځانګړي ډول د مخدره توکو قاچاق په برخه کې زمینه برابره شوه. په دې موده کې، د افغانستان اقتصادي ودې هم کاذبه بڼه درلوده.»
امریکا په افغانستان کې د شل کلن حضور په لړ کې هڅه وکړه، په هېواد کې د لویدیځ اقتصادي سیسټم واکمن او بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي چې په دې برخه کې د ناکامۍ ترڅنګ د هېواد پخوانی اقتصادي سیسټم هم د ازاد بازار د اقتصادي سیسټم له دودیدو سره له منځه ولاړ. که څه هم افغانستان په ټولو برخو کې د لویدیځ په ځانګړې توګه امریکایي ځواکونو له ناوړه ګټنې سره مخ شو خو دا مورد په اقتصادي برخه کې ډير ښکارنده وو.
په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان اقتصاد څه کم ۴ میلیارده ډالره ناخالص کورنی تولید درلود. دا شمېر په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالرو ته ورسېد، خو دا وده تر ډیره د کورني تولید پر ځای په بهرنیو مرستو پورې تړلې وه. په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته بهرنۍ مرستې تقریبا بندې شوې او د افغانستان اقتصاد په چټکتیا سره سقوط وکړ، هغه څه چې په مرستو پورې د اقتصاد مطلقه تکیه څرګندوي.
افغانستان ونشو کړای پر یو تولیدي او صادرونکي هېواد بدل شي، بلکې د مرستو پر مصرفونکي او وارداتي هېواد په توګه پاتې شو. دمګړۍ د دې څپرکي له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د دغو پانګونو او میلیاردونه ډالرو د مرستې د برخلیک د رښتونو لاسته راوړنو په تړاو جدي پوښتنې را ولاړې کړې دي. اوس پوښتنه دا ده، چې دا مرستې چیرته او څنګه ولګول شوې؟
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «افغانستان کې د امریکا حضور د بیارغونې لپاره نه و؛ خپله امریکایانو هم په ځلونو په دې اړه اعتراف کړی دی، دوی دلته تر ډېره د خپلو سټراټیژیکو او سیاسي موخو په لټه کې وو. د دې ترڅنګ د افغانستان په حکومتي بنسټونو کې ستونزې او نا همغږۍ رامنځته شوې وې، همدا د دې لامل شول، هغه مرستې چې په اقتصادي برخه کې کېدې، مطلوبه نتیجه ترې ترلاسه نه شوه او تر ډېره یې ګټه بېرته بهرنیو هېوادونو ته رسېده.»
په داسې حال کې چې ځینې افغان سوداګرو په پاکستان، متحده عربي اماراتو، د منځنۍ اسیا هېوادونو او ترکیه کې میلیاردونه ډالره پانګونه وکړه، خو د ملګروملتونو د راپور له مخې، د افغانستان نیم نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او له هرو څلورو کسانو یو یې نه پوهیږي د دویم وخت خواړه له کوم ځایه برابر کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال د بهرنیو بنسټونو د مرستو په اړه زیاتوي: «که د بهرنیو بنسټونو مرستې په سمه توګه ونه کارول شي او اساسي بنسټونو ته ونه رسول شي، د خلکو د ژوند ښهوالي پر ځای به افغانستان له نویو اقتصادي بحرانونو سره مخامخ کړي. د وزګارۍ زیاتوالي، اقتصادي رکود او د خلکو باور له منځه تلل به یې مهمې پایلې وي.»
امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د ۲۰ کلن حضور پر مهال د زیربناوو او اقتصاد په برخه کې پانګونې وکړې، خو دا هڅې د بیلابیلو دلایلو له امله ونه توانېدې پایدار بدلون رامنځته کړی، سره له دې چې د امریکا له لوري افغانستان ته زیاتې مرستې راغلې، خو د حکومت د ناسم جوړښت، مشرتابه د کمزورتیا او مسلکي مدیریت د نشتون له امله یې ونشو کړای افغانستان له نورو څخه پر تکیه کولو وژغوري او یا هم د پایداره اقتصادي ودې او ټیکاو لپاره ریښتنې زیربنا جوړه کړي. دمګړۍ د امریکا له وتلو وروسته، د زیربناوو ډيره برخه یا هم له منځه تللې او یا هم ګټه ترې نه ده پورته شوې او افغانستان یو ځل بیا د اقتصادي زیربنا د جوړولو لپاره خپلې هڅې له سره پیل کړي.