کانګرس ته د ټرمپ تر ټولو اوږده کلنۍ وینا؛ له اعتراضونو تر اقتصادي ادعاوو او بهرنۍ تګلارې

کانګرس ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې لومړنۍ کلنۍ وینا، چې نږدې دوه ساعته یې دوام وکړ، تر ډېره د هغه د اعلان شوي «طلایي پېر» پر شعار متمرکزه وه، خو دغه وینا یوازې د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو بیان نه و؛ بلکې د کانګرس په تالار کې د اعتراضونو، لفظي شخړو او په ځانګړي ډول د ډیموکراټ ګوند د غړو له توندو نیوکو او غبرګونونو سره هم مل وه.

له تاوتریخوالي ډک پیل؛ له اعتراضونو تر «ته دروغجن یې» چیغو پورې

ټرمپ د کانګرس تالار ته له ننوتو سره سم، د ځینو ډیموکراټ استازو له اعتراض سره مخ شو. ډیموکراټ استازي ال گرین، د هغه د راتګ پر مهال «تورپوستان بیزوګان نه دي» لیکل شوې اعتراضي پاڼه په لاس کې نیولې وه؛ هغه اقدام چې له هماغه پیله یې فضا ترینګلې کړه.

ددې ترڅنګ، کله چې ټرمپ د فساد په اړه خبرې کولې او د مینېسوټا ایالت د سومالیایي‌تبارې ټولنې یادونه یې وکړه او ادعا یې وکړه چې د دې ټولنې غړو «شاوخوا ۱۹ میلیارده ډالر له امریکایي مالیه ورکوونکو لوټ کړي»، له حاضرینو یوه کس په چیغه وویل: «ته دروغجن یې» او د هغه خبرې یې پرې کړې.

همدارنګه د ټرمپ او مسلمانې استازې ایلهان عمر، ترمنځ لفظي شخړه د دې غونډې له جنجالي شېبو وه. ټرمپ هغې ته وویل: «ته باید شرم وکړې»، خو هغې د ټرمپ د دې خبرې په ځواب کې وویل: «تا امریکایان وژلي! ته باید شرم وکړې!»

د اوږدې وینا ریکارډ او پر لاسته‌راوړنو تمرکز

ټرمپ نږدې دوه ساعته وینا وکړه او د کانګرس په معاصر تاریخ کې یې د تر ټولو اوږدې «کلني وضعیت وینا» ریکارډ جوړ کړ. هغه د خپلو خبرو ډېره برخه د خپلې دویمې دورې د لومړي کال لاسته‌راوړنو ته ځانګړې کړې وه او د وینا په پیل کې یې له خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ، مننه وکړه.

مطالب بیشتر:  د اکتوبر ۷مه؛ پر افغانستان د امریکایي یرغل ۲۴مه کلیزه – حقیقت که پلمه؟

د ټرمپ د وینا په څنډو کې بله مهمه مسئله دا چې، د سترې محکمې د ۹ قاضیانو له ډلې یوازې ۴ قاضیانو په دې غونډه کې ګډون کړی و او دې موضوع تر ډېره د رسنیو پام ځان‌ته اړولی و او پوښتنه دا وه، چې ولې د ۹ قاضیانو له ډلې ۴ تنو ګډون کړی دی؟

اقتصادي ادعاوې؛ له رکود، د پټرولو تر بیې

ټرمپ په خپله دې کلنۍ وینا کې ادعا وکړه، چې له پخوانۍ ادارې ورته لوېدلې اقتصاد په میراث پاتې او د انفلانسیون کچه خورا لوړه وه. هغه ټینګار وکړ، چې واک ته یې په راګرځېدو سره، امریکا د بل هر وخت په پرتله «لویه، ښه، شتمنه او ځواکمنه» ده او په خبره یې، د امریکا «طلایي پېر» عملاً پیل شوی دی.

د ټرمپ عمده اقتصادي ادعاوې:

  • د نفتو تولید له ۶۰۰ زره بېرلو زیات شوی
  • له وېنزویلا څه باندې ۸۰ میلیونو بېرل نفت ترلاسه شوي
  • د پټرولو منځنۍ بیه ۲.۳۰ ډالرو ته راټیټه شوې

په داسې حال کې چې د شته شمېرو له مخې، دا مهال په امریکا کې د پټرولو منځنۍ بیه له ۲.۹۵ ډالرو لوړه ده؛ هغه موضوع، چې د ټرمپ منتقدینو د رسمي معلوماتو له پامه غورځول یا مبالغه وبلله.

د ټرمپ د اقتصادي اعاوو په غبرګون کې، د ډیموکراټ ګوند غړې الیزابټ وارن، وویل چې ډېری امریکایان د دوو خونو لرونکي عادي کور کرایه نشي ورکولی او په خبره یې، لګېدلو تعرفو د نوي کور جوړولو لګښت شاوخوا ۱۱ زره ډالر لوړ کړی دی.

همدارنګه د ډیموکرات ګوند بل غړي گریس منگ، د خوراکي توکو، برېښنا، اوبو بېلونو او روغتیایي بیمې د لوړېدو یادونه وکړه او ټرمپ ته یې په خطاب کې وویل: «کوم طلایي پېر؟»

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت څلور کلن امنیتي مزل؛ سراسري امنیت او د وسله‌والو ډلو ځپل

د کډوالۍ تګلاره او د ناقانونه کډوالو د صفر ادعا

ټرمپ کانګرس ته د خپلې کلنۍ وینا په یوه بله برخه کې ادعا وکړه، چې په تېرو ۹ میاشتو کې «حتی یو ناقانونه کډوال» هم متحده ایالاتو ته نه دی دننه شوی او په خبره یې، له سرحدونو د فنتانیل درملو بهیر ۵۶ سلنه راکم شوی دی. هغه دا ادعا هم وکړه، چې په تېر یوه کال کې د امریکا په تاریخ کې د وژنو شمېر تر ټولو ټیټي کچې ته رسېدلی دی.

بهرنۍ تګلاره؛ ایران، وېنزویلا او اوکراین ته لنډه اشاره

ټرمپ د بهرنۍ تګلارې په برخه کې وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت «شوم اهداف» تعقیبوي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي. هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې د اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماټیکه لاره غوره ګڼي.

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه، چې د دغه هېواد پوځ د «نیمې‌شپې چکش» ترنامه لاندې عملیاتو کې د ایران د اټومي وسلو پروګرام په بشپړه توګه له منځه وړی دی؛ هغه ادعا چې تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

سره له دې چې د کانګرس دا غونډه د اوکراین د جګړې له څلورمې کلیزې سره برابره وه، خو تر ۲۰ ثانیو کم وخت د روسیې او اوکراین ترمنځ روان کړکېچ ته ځانګړی کړ؛ هغه څه چې د چارو ځینو شنونکو د هغه د بهرنۍ تګلارې په لومړیتوبونو کې ښکاره بدلون وباله.

له ډیموکراټانو ګیله او د کانګرس د ویاړ مډال په اړه ټوکه

مطالب بیشتر:  امریکا کې د افغانانو نیولو لړۍ دوام؛ طبیعي که پلان شوې سناریو؟

ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې، د مالیاتو کمولو لایحې په اړه د ډیموکراټانو پر نه ملاتړ نیوکه وکړه او ویې ویل، چې ډیموکراټانو د «امریکا په تاریخ کې له تر ټولو ستر مالیاتي کمښت» سره مخالفت کړی دی.

د هغه دې څرګندونو چې ګواکې تل یې د «کانګرس د ویاړ مډال» ترلاسه کولو هیله لرلې، خو ورته ویل شوي، چې نشي کوی دا مډال د ځان لپاره ترلاسه کړي، د دې غونډې د ګډونوالو بېلابېل غبرګونونه را وپارول. د ټرمپ دا جمله ځینو استازو ټوکه او ځینو نورو بیا ځان‌ستاینه وبلله.

د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو په دوام، یو ځل بیا ډیموکراتان د «انتخاباتي درغلۍ» په هڅو تورن کړل او ویې ویل، چې د هغوی د بریا یوازینۍ لاره درغلي ده؛ هغه ادعا چې مخکې یې هم څو ځله مطرح کړې وه.

په ټوله کې، د ټرمپ د دویمې دورې لومړنۍ کلنۍ وینا، تر دې چې د «پرمختګ او ثبات» یو واحد تصویر وړاندې کړي، په حقیقت کې یې واشنګټن کې له ژورو سیاسي درزونو پرده پورته کړه؛‎ هغه درزونه چې د کانګرس تالار ته د هغه له دننه کېدو د ناستې تر پایه په څرګند ډول تر سترګو کېدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *