ډیلي او اسلام‌آباد کې هم‌مهاله چاودنې؛ سیمه کې د بې‌ثباتۍ بله څپه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند پلازمېنه نوی ډیلی پرون ماښام (دوشنبه، لړم ۱۹مه) د یوې زورورې چاودنې شاهد و. دا چاودنه د نوي ډیلي په (لال قلعه) سیمه کې چې تر ټولو ګڼ‌مېشته او تاریخي سیمه بلل کېږي، رامنځته شوه. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې اته کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي، چې بوتان ته په سفر تللی، یوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال ژمنه کړې، چې د دې توطیې عاملان به پیدا او د قانون منګلو ته وسپاري. ښاغلي مودي زیاته کړې، چې په دې برید کې ټول ښکېل کسان او اړخونه به عدالت ‌ته وسپاري. هندي پولیسو هم ویلي، چې دا چاودنه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې قانون په چوکاټ کې په پوره غور او دقت سره وڅېړي.

نوي ډیلي کې د پرون ماښام چاودنه د یو شمېر هېوادونو له لوري غندل شوې هم ده. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې چاودنې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږې څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې له چاودنې وروسته وضعیت په پوره غور څاري.

هند کې د پرون ماښام له چاودنې څو ساعته وروسته، تازه د پاکستان پلازمېنه اسلام‌آباد ښار کې قضایي مجتمع ته څېرمه زوروره چاودنه شوې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. پاکستاني پولیسو ویلي، چې دا چاودنه د محکمې د موټرو په تم‌ځای کې رامځته شوې د لامل روښانه کولو په موخه یې د څېړنو له پیل خبر ورکړی دی. پاکستاني امنیتي او استخباراتي چارواکو د هندي چارواکو په څېر ویلي، چې دا برید د یوې ترهګریزې پېښې په توګه تر څېړنې لاندې دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د اسلام‌آباد چاودنې په غبرګون کې ویلي، هغوی چې دا فکر کوي، چې د پاکستان پوځ افغانستان سره په پوله او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې جنګېږي، باید اسلام‌آباد کې نننۍ چاودنه د ویښتیا لپاره خبرداری وګڼي. هغه زیاته کړې، چې په دا ډول شرایطو کې کابل سره د مذاکراتو بریالي کېدل ناممکن دي.

د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال یو ځل بیا د خپل کورني امنیت د ناکامۍ پړه پر اسلامي امارت اچوي، چې پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د استانبول په غونډه کې د پاکستاني لوري دریځ او غوښتنې نا معقول وبلل او پاکستان کې یې امنیتي پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسئله یاده کړه.

د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د تېرې شپې چاودنه، د پهلګام تر پېښې وروسته، مرګونې پېښه بلل شوې ده. د هند تر ولکه لاندې کشمیر «پهلګام» سیمه کې د روان زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه د ۲۶ هندي سیلانیانو ډله‌ییزه وژنه هغه پېښه وه، چې له امله یې د نوي ډیلي او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې او د همدې کال د مۍ میاشتې په ۶مه نېټه هند پر پاکستان توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ څو ورځې جګړې دوام وکړ او بالاخره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب اوربند وشو او جګړه پای‌ته ورسېده.

که څه هم تر اوسه په نوي ډیلي کې د وروستۍ چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او همداراز د دې چاودنې څرنګوالی هم د هند د امنیتي چارواکو له لوري تر څېړنې لاندې دی، خو هند وخت ناوخته د دا ډول بریدونو پړه پر پاکستان ور اچولې ده. هند تل پاکستان تورن کړی، چې د «لشکر طیبه» او «جیش محمد» په نومونو وسله‌والې ډلې د پاکستان له خاورې په استفادې او د دغه هېواد د استخباراتي دستګاه په لارښونه هند کې بریدونه پلانوي. هند د پاکستان پر وړاندې د «سندور» عملیاتو پر مهال هم ویلي وو، چې د پهلګام پېښې په غبرګون کې یې پاکستان کې د ننه د دغو دوو ډلو پټنځایونه په نښه او پراخه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

هند او د پاکستان چارچاپېره ګاونډیانو وخت ناوخته پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی، او ان تر دې چې ځینو هېوادونو پاکستاني لوري ته دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو او همداراز له هغه ځایه د سیمې په نورو هېوادونو کې د بریدونو پلانولو کره شواهد هم په واک کې ورکړي دي. د سیمې هېوادونه تل دا وېره مطرح کوي، چې پاکستان د ترهګرۍ د قرباني په پلمه، تل په سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا د پروژو پلي کوونکی دی او د پیسو په مقابل کې یې له لسیزو راهیسې د سیمې د بې‌ثباتۍ او نا امنۍ ټېکه اخیستې او له دې لارې یې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *