آفاق خبري آژانس؛ کابل: په ۲۰۲۵ کال کې، نړۍ د یو لړ مهمو او اغیزناکو پیښو شاهده وه. هغه پیښې چې د نړۍ په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو کې رامنځته شوې.
په دې کال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ او د نړۍ په بیلابیلو برخو کې یې د جګړو او شخړو د پای ته رسولو هڅې پیل کړې.
د نړۍ په ځینو برخو کې د جګړو د پای ته رسولو سربیره، ټرمپ د ایران په ګډون د څو هیوادونو پر وړاندې هم اقدامات پیل کړل، چې د اسراییل، ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د بشپړې جګړې لامل شول.
د اسراییل او ایران ترمنځ د شخړې کچې له لوړوالي سره، ټرمپ، د اسراییل ملاتړ وکړ او په ایران باندې د امریکا د مستقیم برید امر یې وکړ.
په ایران باندې د اسراییل په برید کې له زرو ډیرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او نږدې شپږ زره نور ټپیان شول.
د سیاسي چارو شنونکي په نړۍ کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ ادعاوې ناسمې ګڼي او وايي چې ټرمپ نه یوازې په نړۍ کې یوه جګړه پای ته نه ده رسولې، بلکې په نړۍ کې یې نورې جګړې هم پیل کړې دي.
دوی د غزې پر خلکو دوامداره برید، د ایران د برید امر او د وینزویلا په اوبو کې خوځښتونه د دې جګړو له ډلې څخه ګڼي.
د اسراییل او ایران د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، تل ابیب چې د امریکا له ملاتړه برخمن وو په قطر برید وکړ.
وروسته بیا ټرمپ له قطر سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې پر خپله خاوره برید د امریکا پر خاوره برید وګڼل شي.
د امریکا ولسمشر په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره شل ماده ییزه طرحه وړاندې کړه چې له امله یې د شرم الشیخ په ساحلي ښار کې د نړۍ د ۲۰ مشرانو په حضور کې د حماس او اسراییل ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.
که څه هم دا تړون ماتېدونکی دی، خو د دویم پړاو د پلي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.
حماس په ځلونو ویلي چې دا تړون د اسراییل له لوري په سلګونه ځله نقض شوی چې په کې سلګونه فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له زرو زیات نور ټپیان دي.
په دې کال کې، د امریکا ولسمشر واک ته له رسیدو وروسته آسیا ته خپل لومړی پنځه ورځنی سفر وکړ.
نوموړي د خپلې لیږدونکې الوتکې د سون توکو د اخیستلو په تمځای کې د قطر له امیر او لومړي وزیر سره چې د غزې د سولې تړون په ساتنه کې مهم متحدین دي ولیدل او په دې لیدنه یې کې یې وویل چې ډیر ژر به غزې ته نړیوال سوله ساتي ځواکونه واستول شي.
ټرمپ دغه راز خبرداری ورکړ چې که د یرغمل شویو کسانو مړي، چې دوه امریکایان هم پکې شامل دي، په ۴۸ ساعتونو کې بیرته ور ونه سپارل شي، نو د سولې په پروسه کې ښکیل هیوادونه به اقدام وکړي.
د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ هڅې هم د پام وړ پایلې نه د ورنه کړې.
د امریکا ولسمشر وویل چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه له ولادیمیر زلینسکي سره د نوموړي لیدنې پرمختګ کړی، خو ژورې ستونزې لا هم پاتې دي.
په دې کال کې، په سوډان کې جګړې دوام وموند او پراخ انساني بحران یې رامنځته کړ چې دې چارې د نړۍ پام ځان ته ور واړاوه.
دغه راز د وینزویلا سمندري کلابندي هم د ۲۰۲۵ کال د بدلونونو یوه برخه ده، چې د امریکا ولسمشر پر دغه هېواد د پوځي برید امکان هم نه دی رد کړی.
په ۲۰۲۵ کال کې، ټایلینډ او کمبوډیا د ځمکنیو شخړو پر سر له څو اونیو سرحدي نښتو وروسته د سمدستي اوربند تړون لاسلیک کړ.
هغه اوربند، چې د ډسمبر په ۲۷ غرمه مهال پلی شو، د ځواکونو د تګ راتګ بندول او د دواړو خواوو له لوري د بریدونو د پای ته رسولو ژمنه یې مهم ټکي دي.
