په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان مهمو ټولنیزو پېښو ته کتنه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سیاسي، امنیتي او اقتصادي پیښو سربیره، ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره د فرصتونو او ټولنیزو ستونزو کال وو، چې د ښوونیزو محدودیتونو او د کډوالو له پراخې راستنیدنې نیولې د ګرځندويۍ تر مسایلو، طبیعي پیښو او د بیارغونې هڅې پکې شاملې وې.

دغه کال، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړې محدودیت د څلورم پرله پسې کال لپاره دوام وکړ، خو برعکس، په ټول هیواد کې د دیني زده کړو په اړه د حکومت تمرکز زیات شو او زرګونه نجونو او هلکانو دیني مضامین زدکړې ته مخه کړه.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، د کال له پیل راهیسې، د کابل په ګډون په ۱۹ ولایتونو کې ۲۳۸ ښوونځي او مدرسې د حکومت د عادي بودجې، د مرستندویه ادارو مرستې او د خلکو په همکارۍ د ۲.۵ میلیارده افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

دغه راز، د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد حمزه په وینا، د کابل په ګډون په ۳۱ ولایتونو کې ۹۷۰ ښوونځي د حکومت د عادي بودجې، د مرستندویه ادارو مرستې او د خلکو په همکارۍ د شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ۷۴۶ زره افغانیو په لګښت سره ترمیم او بیارغول شوي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان د کډوالو د پراخې راستنېدنې شاهد وو؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د وروستي راپور له مخې، دغه کال نږدې ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه هیواد ته راستانه شوي دي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند آفاق خبري اژانس ته وايي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، له پاکستان، ایران او ترکیې څخه یو میلیونه ۸۲۱ زره ۱۰۷ کسان، چې ۳۹۲ زره ۷۲۰ کورنۍ دي هیواد ته راستانه شوي دي.

مطالب بیشتر:  د مخابراتي شبکو بندېدل؛ له ګنګوسو تر اندېښنو

د کډوالو چارو وزارت په وینا، له پاکستانه ۱۷۹ زره ۲۱۷ کورنۍ، له ایرانه ۲۱۳ زره ۲۲۱ کورنۍ او له ترکیې څخه ۲۸۲ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، له راستنېدونکو څخه یو میلیونه ۲۴۵ زره ۸۴۲ تنه مجردان وو.

د کډوالۍ له ستونزو سره سره، سږ کال په هېواد کې د ګرځندوی صنعت وده کړې او زرګونه سیلانیانو، په ځانګړي ډول بهرني سیلانیانو د افغانستان تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، سږ کال شاوخوا لس زره بهرنيو سیلانیانو د نورستان، بامیان، کونړ، ننګرهار، پروان، کاپیسا، بدخشان، تخار، هرات، غزني، کندهار او کابل ولایتونو له طبیعي او تاریخي منظرو څخه لیدنه کړې ده.

یاد وزارت د سیلانیانو د ګټې لپاره په سیاحتي سیمو کې شپږ هوټلونه هم جوړ کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په وینا، واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو شمیر پنځه برابره زیات شوی دی.

په ورته مهال، یو شمیر افغانانو هم بهر ته سفرونه کړي دي.

د ازبیکستان د شمېرو د ملي ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې، افغانانو تر ټولو ډیر سوداګریز سفرونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې، نږدې ۳۳۹ زره او ۵۸۵ افغانانو د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره ازبیکستان ته راغلي.هغه شمېره چې افغانستان د سوداګریزو سفرونو د لیست په سر کې ځای لري.

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د سیلابونو او زلزلو په ګډون له پرله پسې وچکالۍ او طبیعي پیښو سره مخ شو، چې په میلیونونو خلک یې اغیزمن کړل.

مطالب بیشتر:  د ستانبول غونډې پای او پر روسیه د اوکراین بریدونه؛ سوله که خونړی غچ؟

دې اقلیمي پیښو د کرنې تولید وګواښه، سلګونه کورنۍ یې بې کوره کړې او زرګونه تنو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې آفاق خبري آژانس ته وویل چې سږ کال د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله دوه زره  او ۹۶۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ زره او ۱۸۳ نور ټپيان شول.

د یادې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد وايي، په مړو کې ۱۴۹۷ نارینه، ۱۵۶۶ ښځې او ۹۳۸ ماشومان شامل دي.

هغه زیاته کړه چې په دې پیښو کې زرګونه جوماتونه، ښوونځي، کلینیکونه، پلچکونه، کانالونه، څاه ګانې او کاریزونه ویجاړ شوي دي او له ۵۸۰ کیلومترو ډیر سړکونه او ۱۸۰ زره او ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم زیانمن شوي دي.

په ورته مهال، د کرنې، کانونو او زیربناوو لکه سړکونو او بریښنا پروژو باندې تمرکز له امله د هیواد اقتصاد د دویم پرله پسې کال لپاره وده وکړه.

راستنېدونکو تقاضا زیاته کړه، خو د بهرنیو مرستو کمېدلو هم ننګونې رامنځته کړې.

د حکومتي چارواکو په وینا، د سړکونو او انرژۍ نویو پروژو پرمختګ وکړ.

۲۰۲۵ کال پای ته ورسېد په داسې حال کې چې افغانستان، له خپلو لاسته راوړنو سره سره، لاهم د راستنېدونکو کډوالو، بې وزلۍ او د اقلیم اغیزو په برخو کې له ننګونو سره مخ دی.

د نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د اقتصادي ودې او زیربناوو او ګرځندوی په برخه کې پرمختګ سره سره، په میلیونونو خلک لاهم نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *