په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې، هغه کال چې له سیاسي، امنیتي او دیپلوماتیکو بدلونونو سره مل وو، هغه کال چې د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د تثبیت او پراختیا لپاره یې هم ستونزې او هم نوي فرصتونه له ځان سره لرل.

د همدې کال په اګسټ کې، د اسلامي امارت د رهبر د پیغام له مخې، د کابینې د سرپرستۍ دوره پای ته ورسېده او له هغې وروسته د کابینې غړو ته د سرپرست عنوان کارول څنډې ته شول.

په دې کال کې د ښې حکومتولۍ لپاره د دولتي ځمکو د اجارې، مالي محاسبې او اقتصادي چارو، د امارتي ادارو د تړونونو لاسلیکول او د خوراکي توکو او درملو له قاچاق څخه د مخنیوي په اړه ځینې قوانین او طرزالعملونه توشیح شول.

خو د اساسي قانون برخلیک د کال تر پایله لا هم ناڅرګند پاتې شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت پریکړه کړې چې نور وزیرانو ته د سرپرست عنوان ونه کارول شي او حکومت به په بشپړ او قانوني واک سره خپل کار ته دوام ورکړي. له یوې ازمایښتي دورې وروسته، دا وموندل شوه چې د هیواد امنیتي، اقتصادي او اداري سکتورونه په اغیزناکه توګه اداره شوي او چارواکو خپلې دندې په ښه بڼه ترسره کړي دي. د دې بریالۍ تجربې په پام کې نیولو سره، حکومت د هېواد چارې په بشپړ ځواک او ریښتیني واک سره پرمخ وړي او د باور وړ دی.»

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وایي:«د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي امارت د رهبر له توشیح وروسته ۷ قوانین او ۳ طرزالعملونه په رسمي ورځپاڼو کې خپاره کړي دي. په دې موده کې د امیرالمؤمنین ۱۰ فرمانونه هم له توشیح وروسته په رسمي ورځپاڼو کې خپاره شوي دي. په دې موده کې خپاره شوي تر ټولو مهم قوانین د مالي محاسبې قانون، د خوړو، درملو او روغتیایی محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون، د اماراتي وزارتونو او ادارو د قراردادونو قانون دی.»

په امنیتي برخه کې، د اسلامي امارت فعالیت ښه شوی. د نشه يي توکو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شو او د هیواد په بیلابیلو برخو کې د داعش د ځپلو عملیات ترسره شول.

د افغانستان د نا امنه ښودولو لپاره د ځینې هېوادونو له هڅو سره سره،  د سیمې مشرانو له هغې ډلې د روسیې د ولسمشر د داعش او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي:«اسلامي امارت په څرګنده توګه د افغانستان په وضعیت کنټرول لري او دا خورا څرګند دی. لومړی، دا مسله باید بیان او ومنل شي، ځکه چې دا یو حقیقت دی. دویم، یو مهم ټکی چې باید په پام کې ونیول شي دا دی چې له ترهګرۍ او بیلابیلو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د داعش په ګډون ورته ډلو پر وړاندې ډیر اقدامات شوي دي، په دې هم ښه پوهیږو.»

مطالب بیشتر:  د ترهګرۍ له نوملړه تر جیوپولیټیکي واقعیتونو؛ د ا.ا په اړه د مسکو تازه لیدلوری

د دې کال په سپټمبر کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوي ماموریت د مشرې، روزا اوتونبایوا ماموریت له دریو کلونو وروسته په پای ته ورسید، چې تر اوسه یې ځای ناستی نه دی ټاکل شوی.

دغه راز د اوتونبایوا ماموریت هم په دوامداره توګه د اسلامي امارت د چارواکو له نیوکو سره مل وو.

په سیمه ییزه کچه، د افغانستان او پاکستان اړیکې تر ټولو کړکېچنې دورې ته ننوتې. د اکتوبر په ۹ په خوست، جلال آباد او پکتیکا کې د پاکستان د هوايي بریدونو او د کابل د هوايي حریم له سرغړونې وروسته، اسلامي امارت د اکتوبر په ۱۱ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې غبرګون وښود.

د اکتوبر په ۱۵، دواړو خواوو پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه وکړه او د اکتوبر په ۱۹، په دوحه کې د سمدستي او جامع اوربند خبرې اترې پای ته ورسېدې؛ که څه هم په ترکیه کې د خبرو اترو دوه راتلونکي پړاوونه بې پایلې وو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:«اسلامي امارت پریکړه کړې چې که پاکستان غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لارې خلاصې شي، نو باید کلک تضمین ورکړي چې په هیڅ حالت کې به دا لارې بیا نه تړي او د مالیې وزارت ته لارښوونه شوې چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستان څخه وارد شوي درمل ګمرک نه کړي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:«د افغان ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې، د پاکستان له خوا د هیواد د هوايي حریم د سرغړونې په ځواب کې، د اسلامي امارت ځواکونو له ۲۰ زیاتې امنیتي پوستې ونیولې. په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۸ پاکستاني سرتیري ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول. دغه راز، د اسلامي امارت نهه ځواکونه ووژل شول او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپیان شول، او د پاکستاني ځواکونو وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلل.»

په دې کال کې یوه بله جنجالي پیښه د تلې په ۷ نېټه د دوو ورځو لپاره په ټول هیواد کې د فایبر نوري انټرنیټ او مخابراتي شبکو پرې کېدل وو، چې د بانکونو، ګمرکونو، سرای شهزاده د بندیدو او د الوتنو د لغوه کیدو لامل شو او دې چارې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول.

مطالب بیشتر:  د بدیلو لارو موندل پر پاکستان د فشار غوره وسیله؛ نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته ورسېد

په بهرني سیاست کې، دغه کال د اسلامي امارت لپاره یو مهم کال وو. روسیې د وري په ۱۴ د اسلامي امارت نوم له تور نوملړه لرې کړ او د چنګاښ په ۱۳نېټه لومړنی هیواد شو چې دا حکومت یې په رسمیت وپیژند او د افغانستان سفیر یې ومانه.

په ورته مهال، ترکیې د اسلامي امارت سفیر ومانه، پاکستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د سفارت کچې ته لوړې کړې او قزاقستان ژمنه وکړه چې د افغانستان سفیر به ومني.

په همدې کال کې، ناروې یو ډیپلومات او جرمني د کابل له لوري دوه ور پیژندل شوي قونسلي استازي ومنل. له هند سره اړیکې ښې شوې، یو نوی سفیر معرفي شو او د دواړو هیوادونو ترمنځ څو هوکړه لیکونه په ځانګړې توګه د درملو په سکتور کې لاسلیک شول.

دغه راز، د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې د چارواکو د لیدنو او د پلاويو په تبادلې سره د متقابلې همکارۍ نوي پړاو ته دننه شوې.

سږ کال یوه بله مهمه پېښه د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د استازي ادم بولر په مشرۍ د امریکایي پلاوي دوه سفرونه وو، چې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره د نوموړي د لیدنو په پایله کې په افغانستان کې درې امریکایي بندیان خوشې شول.

د یاد پلاوي له لومړۍ لیدنې وروسته امریکا په یو بې ساري اقدام کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت د دوو لوړ پوړو غړو د نیولو پر سر ټاکل شوې جایزه لغوه کړه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي:«موږ د امریکا متحده ایالاتو سره په تماس کې یو؛ موږ په مستقیم او دوه اړخیزه توګه غونډې لرو او د دوحې پروسې په څیر پروسو کې د ګډون له لارې، چې مختلف هیوادونه پکې ښکیل دي، خبرې اترې ترسره کیږي. په دې غونډو کې، موږ په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفارت په اړه هم بحث کړی دی؛ په ځانګړې توګه د قونسلګرۍ خدماتو چمتو کولو په اړه. موږ ټینګار کړی چې په لسګونو زره افغانان په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او دا د دوی مشروع او انساني حق دی چې قونسلي خدمات ورکړل شي.»

په دې کال کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د محدودو او محتاطانه دیپلوماتیکو تعاملاتو له پیل سره سره، د امریکا ولسمشر په مکرر ډول د بګرام اډې د بیرته نیولو خبره وکړه، هغه دریځ چې خورا جنجالي شو. خو د اسلامي امارت چارواکو په کلکه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون رد کړ.

مطالب بیشتر:  د زلزلې پر مهال څنګه ځانونه خوندي وساتو؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي:«موږ هغوی ته د بګرام هوايي اډه وړیا ورکړه. که څه هم، موږ هڅه کوو چې دا بیرته ونیسو. ښايي دا یو بیړنی او کوچنی خبر وي؛ موږ یې د بیرته نیولو په حال کې یوو، ځکه چې دوی له موږه یو څه غواړي. موږ غواړو چې دا اډه بیرته ونیسو، خو یو اصلي دلیل دا دی، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دا له هغه ځایه چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي یوازې یو ساعت واټن لري.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «د بګرام اډه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او موږ به یې هیچا ته ورنکړو. موږ به هیڅکله په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته اجازه ورنکړو او دا د افغانانو هیله ده. موږ د متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هیوادونو سره رغنده سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو. که متحده ایالات همکاري غواړي، نو باید په کابل کې خپل سفارت پرانیزي او د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې مثبتې خبرې اترې وکړي.»

د اسلامي امارت استازو په دې کال کې په ګڼ شمېر مهمو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو او ناستو کې ګډون وکړ، چې پکې د مسکو فارمټ غونډه، د تهران د خبرو اترو فورم څلورمه غونډه، په اذربایجان کې د اقتصادي همکارۍ سازمان ۱۷غونډه، د کازان اقتصادي غونډه، د دوحې پروسې څلورمه غونډه، په کابل او بیجینګ کې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیزې غونډې او په ترکیه کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه شامله ده.

دغه راز، کابل په دې کال کې د پاکستان، چین، ایران، ازبیکستان، روسیې، قزاقستان او قرغزستان په ګډون د بیلابیلو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو کوربه توب وکړ، چې د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو په وینا، دا د اسلامي امارت د سیمه ییزو تعاملاتو د پراختیا ښودنه کوي.

۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره له پرمختګونو او نویو تجربو ډک کال وو؛ د ادارې له تثبیت او امنیتي ستونزو سره له مبارزې نیولې تر سیمه ییزې او نړیوالې کچې د ډیپلوماتیکو اړیکو تر پراخولو پورې.

دمګړۍ د ۲۰۲۶ کال په درشل کې، پوښتنه دا ده چې ایا دا لاسته راوړنې کولی شي په نړیوال ډګر کې د افغانستان د پیاوړي حضور لپاره لاره هواره کړي؟ هغه پوښتنه چې راتلونکی به یې ځواب ووایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *