په لوېدیځ کې سیاسي زلزله؛ د اپستین قضیې څنګه عدلي نظام بې‌باوره کړ؟

د امریکايي شتمن او جنسي مجرم جفري اپستین دوسیې اړوند د میلیونونه مخه اسنادو او برېښنالیکونو خپرېدو، د لوېدیځې نړۍ د سیاسي او ټولنیزو څېرو ترمنځ پراخې اندېښنې او غبرګونونه را پارولي دي. وروستیو کې د دریځونو ارزونه د دې ښکارندویي کوي، چې دا دوسیه نور یوازې د یوه کس تر اخلاقي جرمونو پورې محدوده نه ده، بلکې د امریکایي عدلي، سیاسي او ډیپلوماټیکو جوړښتونو پر وړاندې په یوه ادعالیک بدله شوې ده.

د مطرح شویو نیوکو تر ټولو مهم ټکی، د شتمنو او با نفوذه کسانو پر وړاندې د عدلي سیستم ناتواني ده. مخکښ امریکایي سناتور برني سنډرز، باور لري چې اصلي مسئله له ټکان ورکوونکو اخلاقي جزئیاتو هم لوړه ده. د سنډرز په وینا، دا دوسیې د «قدرت د ناانډول جوړښت» شتون بربنډوي. هغه ټینګار کوي چې په لوړه کچه د شتمنو کسانو یوه شبکه عملاً په داسې نړۍ کې ژوند کوي چې قوانین یې د عامو خلکو له قوانینو سره توپیر لري؛ داسې نړۍ چې قانون یا بیخي نه پلی کېږي، او یا په بشپړ ډول په انتخابي او خوښې سره عملي کېږي.

دا لیدلوری د برېټانوي سیاستوال او د دغه هېواد د کارګر ګوند پخواني مشر جرمي کوربین هم تایید کړی دی. هغه دا دوسیې د یوه فاسد سیاسي نظام ترخه یادونه بولي چې اصلي دنده یې د ځواب ویلو پر ځای، د شتمنو کسانو ساتنه ده. د دغو منتقدینو له آنده، د اپستین دوسیه په لوېدیځه ټولنه کې د قدرت او شتمنۍ د یوه «کلب» ښکاندویي کوي، چې غړي یې له قضايي خوندیتوبه برخمن دي.

د دغو اسنادو یوه بله برخه، چې لا جدي اندېښنې یې را ولاړې کړې دي، په نړۍواله کچه سترو سیاستونو کې د نامسووله کسانو لاس‌وهنه ده. د اپستین او امریکايي میلیاردر ټام پریتزکر ترمنځ افشا شوي برېښنالیکونه ښيي، چې دغو کسانو په ۲۰۱۶ کال کې د منځني ختیځ د تر ټولو حساسو بدلونونو په اړه پټې خبرې کړې دي.

مطالب بیشتر:  د ستانبول غونډې دویم پړاو ته د کې‌یف هیلې او د مسکو شرطونه

په دې مکتوبونو کې، ځواکمنو کړیو ته نږدې کسان د سوریې د جګړې وضعیت، د داعش خوځښتونه، او په اردن او لبنان کې د کډوالو حالت ارزوي. په دې راپورونو کې د پام وړ ټکی دا دی، چې د امریکا د بهرني سیاست د ګډوډۍ او نه همغږۍ په اړه ښکاره نیوکه شوې، او داسې ادعاوې هم مطرح شوې چې ګواکې د سیمې ځینو افراطي ډلو د ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ته لومړیتوب ورکاوه.

د دې اسنادو او دوسیو خپرېدل د نړیوالو حسابونو پاکولو لپاره هم په یوه وسیله بدل شوي دي. روسیې د دغو اسنادو پر بنسټ پر لوېدیځ سخت لفظي بریدونه کړي دي. د روسیې ځانګړي استازي، کیریل دمیتریف، د اپستین له یوې لیکنې په استناد ادعا کړې چې یوې «شیطان‌پرسته» ډلې د ۲۰۱۴ کال د اوکراین له کودتا ګټه اخیستې ده. د نوموړي اشاره هغه پیغام ته ده، چې ظاهراً د اپستین له لوري د یوه فرانسوي بانک مالک ته لېږل شوی و، او پکې یې اوکراین کې بدلونونه د سترو ګټو فرصت بللی و.

د رسوایۍ لمنې په پراخېدو سره، د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ هغه مشهوره څېرې چې نومونه یې په دغو اسنادو کې راغلي، هڅې کوي ځانونه له دې رسوایۍ خلاص کړي. امریکایی میلیاردر ایلان ماسک، چې په دې اسنادو کې یې نوم شامل دی، د دوسیو د خپرېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له اپستین سره یې تر ټولو لږه اړیکه لرله او څو ځله یې د هغه بلنې رد کړې دي. هغه د ټولو هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کړې چې د اپستین په جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو په استثمار (له ماشومانو ناوړه استفاده) کې، لاس لري.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ ملي امنیت سټراټیژي؛ د جګړو له ناکامه تجربو زده‌‌کړه او د اقتصادي ګټو لومړیتوب

د دې ترڅنګ، بل امریکایي میلیاردر بیل ګېټس، هم په دې اسنادو کې له سختو تورونو سره مخ شوی دی. په دې اسنادو کې د ګېټس د شخصي او روغتیایي مسایلو په اړه ادعاوې شوې، خو د هغه ویاند دا ټولې ادعاوې «مسخره او ناسمې» بللې دي. د دغو اړیکو پراخوالی تر دې حده و، چې پکې د بېل ګېټس د پخوانۍ مېرمنې ملینډا کېټس سره د نوموړي د اړیکې او طلاق مسئله هم بربنډه شوې ده.

په ورته وخت کې، امریکا کې څېړونکی او سیاسي فعال ډاکټر سام یوسف، ادعا کوي چې په وروستیو ورځو کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اړوند سلګونه فایلونه د اپستین د دوسیو له ارشیف پاک شوی دي. هغه د سېرچ شمېرو په پرتله کولو سره زیاته کړې، چې د ټرمپ اړوند دوسیو شمېر د جنورۍ په ۳۰مه ۵۳۶۱ و، خو د فبرورۍ په ۲مه دا شمېر ۴۸۹۶ ته راکم شوی دی.

د بشري حقونو له اړخه هم دې موضوع پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هدر بار، دې موضوع ته له بلې زاویې کتلي او د عدلي سیستم پر بنسټیزې او ساختاري بې‌کفایتۍ سختې نیوکې کړې دي. نوموړې باور لري، چې قضایي سیستم ان تر دې چې نه توانېدلی خپله ساده دنده ترسره کړي، او د اسنادو له خپرېدو وړاندې د قربانیانو نومونه پاک کړي، هغه څه چې ښایي د هغوی ژوند وګواښي.

جفري اپستین په ۲۰۱۹ کال کې، د ماشومانو د جنسي قاچاق په تور تر نیول کېدو وروسته، د منهټن په زندان کې په خپله کوټه کې مړ شو. امریکايي چارواکو د هغه د مړینې لامل ځان‌وژنه اعلان کړه، خو د وروستۍ محکمې له دایرېدو مخکې، د دې پېښې رامنځته کېدو، د دوسیې د ډېرو اړخونو پوښتنې بې‌ځوابه پرېښودې. د امریکا د عدلیې وزارت مرستیال، ټاډ بلانش، ویلي چې د دې دوسیې ټول اړوند اسناد خپاره شوي دي؛ هغه اسناد چې له درې میلیونه مخونو زیات دي او پکې د پخوانیو ولسمشرانو، میلیاردرانو او با نفوذه څېرو نومونه لیدل کېږي.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ مهمې پېښې

دې رسوایۍ ته پراخ غبرګونونه د دې ښکارندویي کوي، چې د اپستین دوسیه یوازې د یوې اخلاقي رسوایۍ په توګه نه ده کتل شوې، بلکې په لوېدیځه ټولنه کې د عدلي نظامونو د اغېزمنتیا او د قدرت او شتمنۍ د حساب‌ورکونې لپاره په یوه جدي ازموینه بدله شوې ده. د دې ترڅنګ، دا چې ایا دا دوسیه به وکولای شي په امریکا او لوېدیځو ټولنو کې د نفوذ او شتمنۍ د ناوړه استفادې جوړښتونه مهار کړي، او یا پکې ښکېل او با نفوذه کسان عدالت ته وسپاري، هغه پوښتنه ده چې لا هم له شک او ابهام سره مخ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *