پر قطر د اسراییلي رژیم برید؛ نړۍوال غبرګونونه او د سیمې راتلونکی برخلیک

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سپټمبر په ۹مه د سه‌شنبې په مازدیګر، د اسراییل جنګي الوتکو د قطر په دوحه کې د حماس سیاسي دفتر ودانۍ په نښه کړه. اسراییل ویلي، د عملیاتو موخه د حماس هغه سیاسي مشران وو چې د امریکا د اوربند د طرحې په اړه د بحث لپاره په دوحه کې وو. په ورته مهال، د حماس د بیانیې له مخې، په دې بریدونو کې د حماس د لوړ پوړي مشر خلیل الحیه د زوی په ګډون د غورځنګ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی. د قطر د کورنیو چارو وزارت هم راپور ورکړ چې د قربانیانو په منځ کې د کورني امنیت یو افسر هم شامل دی.

د نړیوالو اړیکو شنونکی توفیق تماس په دې اړه وایي: «قطر په داسې وضعیت کې نه دی، چې وکولی شي ځواب ورکړي؛ ځکه خپلواک پوځي ظرفیت او توان نه لري او هر څه یې د امریکا په اډو پورې تړلي دي. خو کومه پوښتنه چې دلته مطرح کېږي، هغه دا ده، چې قطر کې د امریکایي پوځیانو پراخ حضور ته په کتو، داسې ښکاري، چې یو ډول تناقض شته، یعنې د قطر لپاره ګواښ متوجه دی، خو د امریکا له لوري مستقیم او ښکاره غبرګون نه دی لیدل شوی.»

د قطر پلازمېنه کې د حماس پر سیاسي دفتر برید، په سیمه ییز او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی. د قطر لومړي وزیر دا برید ښکاره تیری بللی او ټینګار یې کړی چې د دوحې د ځواب ورکړې حق خوندي دی. شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني د اسراییلي رژیم د دې تیري په اړه زیاته کړې: «دا خاینانه برید او د دولتي ترهګرۍ یوه بیلګه ګڼل کیږي. زموږ هېواد به د ځمکنۍ بشپړتیا هیڅ ډول سرغړونه ونه زغمي او د دې اقدام د ځواب ورکړې حق ځان ته خوندي ګڼو.»

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش هم دا برید د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او د جګړو د ژر تر ژره بندیدو او پر اوربند د تمرکز غوښتنه یې کړې. انتونیو ګوتریش دغه برید ته په غبرګون کې ویلي: «زه د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا دا ښکاره سرغړونه غندم، ټول لوري باید یو دایمي اوربند ته د لاسرسي لپاره هڅه وکړي نه یې د تخریب لپاره.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د برید په غبرګون کې ویلي چې پر دې کار سخت خوابدی شوی او زیاته یې کړه چې د اسراییل په پریکړه کې یې رول نه درلود او د عملیاتو له پیله وروسته خبر شو. ډونالډ ټرمپ چې په سیمه کې د اسراییلي رژیم تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی او د پوځي وسایطو چمتو کوونکی دی، په دې اړه زیاته کړې: «زه هیڅکله له هیڅ شی نه حیرانیږم، په ځانګړې توګه کله چې د منځني ختیځ خبره راځي. زه به سبا یو بشپړ بیان ورکړم، خو زه همدا اوس وایم چې د دې پېښې له هر اړخه ډیر ناخوښ یم.»

اخوا بیا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت  بیا په دې اړه ویلي: «په قطر کې یو اړخیزه بمباري – یو خپلواک هېواد او د متحده ایالاتو نږدې ملګری چې له موږ سره د سولې د منځګړیتوب لپاره په ډیره سختۍ او زړورتیا سره خطرونه اخلي – د اسراییل یا امریکا له موخو سره مرسته نه کوي.»

په یو لړ نړیوالو غندنو کې، افغانستان د اسراییل برید یو وحشیانه او غیر انساني عمل وباله؛ سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د حاکمیت سرغړونه او د تاوتریخوالي زیاتوالي په توګه وغانده. ترکیې، ایران او پاکستان دا برید د دولتي ترهګرۍ یوه بیلګه، له نړیوال قانونه سرغړونه، او یو بې دلیله او پاروونکی عمل وباله. بریټانیا او فرانسې د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه د نه منلو وبلله، او هسپانیا او هند د اسراییل لخوا د نړیوال قانون د سرغړونې په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

پر قطر د اسراییلي رژیم بریدونو ته د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو غبرګونونه:

  • افغانستان: وحشیانه او له ټولو انساني موازینو سره په ټکر کې عمل
  • سعودي عربستان: د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه
  • متحده عربي امارات: د ترینګلتیاو بې مسوولانه زیاتوالی
  • ترکیې: د اسراییل د دولتي ترهګرۍ بیلګه
  • ایران: له نړیوالو حقوقو فاحشه سرغړونه او له قطر سره د پیوستون اعلان
  • پاکستان: بې دلیله، پارونکی او د سیمه ییزې سولې د ګواښلو اقدام
  • بریټانیا: د قطر له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه او د سیمې د ټیکاو ګواښل
  • فرانسې: د نه منلو اقدام او د جګړې د پراختیا په اړه خبرداری
  • هسپانیا: له نړیوالو قوانینو سرغړونه
  • هند: د اندېښنې څرګندونه او د نرمښت غوښتنه

اسلامي امارت هم دغه برید ته توند غبرګون وښود او دا یې وحشیانه او د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف وباله. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه په یوه غږیز پیغام کې وایي: « په قطر هېواد تجاوز او بیا د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر په نښه کول په کلکو ټکو غندو او دا د ټولو انساني موازینو خلاف وحشیانه عمل بولوو. صهیونیست رژیم په مکرر ډول او خورا په بې باکۍ سره د انساني او سیاسي متعارفو نورمونو نقض کوي او پرلپسې جنایات ترسره کوي، خو په وړاندې یې مؤثر هېوادونه او نړیوال سازمانونه چوپ دي چې دا خورا د تأسف خبره ده. موږ غوښتنه کوو چې هرڅه ژر باید د اسرائیلو د تجاوزاتو او روانو وحشتونو مخه ونیول شي، د هېوادونو د حریمونو درناوی وشي او په فلسطین کې په مظلومو مسلمانانو روان ناورین، وحشت او ظلم پای ته ورسیږي.»

له برید وروسته، د قطر حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک واستاوه، چې دا عمل یې د سیمې امنیت ته یو جدي ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ چې د قطر ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ته به د نورو هېوادونو هیڅ ډول سرغړونه ونه زغمي. د قطر حکومت په دې لیک کې دغه راز ویلي چې دوی د اسراییل برید غندي او د دې چلند د زغملو اراده نلري. له دې شکایت وروسته، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې مسلې په اړه د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وکړي.

دا چې اسراییلي رژیم د امریکا په ملاتړ سیمه، په ځانګړي دول غزه تړانګه کې بې‌شمېره جنایتونه کړي دي، نو داسې ښکاري، چې د قطر برید به هم د څو ورځو لپاره د رسنیو سرټکی وي او له هغه وروسته، ښایي اسراییلي رژیم د خپل وحشت په دوام، په یوه بل داسې عمل لاس پورې کړي، چې دا موضوع به د خلکو هېره او پام به یې بلې خواته واړوي. اسراییلي رژیم له تېرو دوو کلونو راهیسې په غزه کې زرګونه جنایتونه کړي او تر نن پورې دوام لري. دغه رژیم په خپلو وحشیانه بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د غزې تړانګې څه باندې ۶۴ زره بې‌ګناه او ملکي وګړي شهیدان کړي او د اسلامي هېوادونو په ګډون، ټوله نړۍ یې تماشه کوي.

اسلامي هېوادونو، په ځانګړي دول د منځني ختیځ هېوادونو ته په کار ده، چې د اسراییلي رژیم پر وړاندې یو موټی شي او په اړه یې هغه پرېکړې وکړي، چې له مخې یې نه یوازې دا رژیم، بلکې په سیمه کې د امریکا د روانې لوبې ټغر هم ورسره ټول او په یوه غږ له خپلو هېوادونو امریکایي خواکونه وباسي. په دې سره ښایي په منځني ختیځ کې روانو ظلمونو او تورتمونو ته د پای ټکی کېښودل شي او که اسلامي هېوادونه سره همداسې پاشلي او د امریکا په اشاره د یو بل پر وړاندې ودرېږي، نو لرې نه ده، چې د جګړې دا اور به د منځني ختیځ ټولو هېوادونو ته غځېږي او څرنګه چې نن په غزه کې ماشومان له لوږې او بمباریو ساه ورکوي، همداسې برخلیک سره به دوی هم مخامخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *