پر ایران د ګډې جګړې بهیر؛ له ګډوډۍ تر رواني عملیاتو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: دا چې پوه شو نن سبا ایران کې څه روان دي، باید له بېلابېلو او جلا- جلا پېښو تېر او د واکمن نظام لوی انځور ته ځیر شو؛ هلته چې امپریالیزم او استعمار په خپلو نویو بڼو کې، نه د کلاسیک پوځي یرغل له لارې، بلکې د اقتصادي فشار، رسنیزې جګړې، رواني عملیاتو، سایبري نفوذ او د عامه افکارو د مدیریت له ګډ ترکیب ګټه اخلي.
په همدې چوکاټ کې هر نظام، دولت او واکمني چې وغواړي ایران سرلوړی، ازاد او خپلواک وساتي او د بشري تمدن د دې سترې حوزې له شان سره سم حرکت وکړي، د واک غوښتونکو ځواکونو له آنده به د «منلو وړ» نه وي. د ایران اسلامي جمهوریت هم د همدې خپلواکۍ غوښتنې او د تحمیلي نړیوال نظم پر وړاندې د درېدو له امله، د امریکا او اسراییل د ټکر په مرکز کې قرار لري؛ هغه ټکر چې موخه یې سمون راوستل او یا خبرې اترې نه، بلکې د دولت کمزوري کول، مهارول او په پای کې د ایران سیاسي نظام د ماهیت بدلول دي.

وروستیو کلونو کې دا ټکر لا پېچلي پړاو ته د ننه شوی او هغه څه چې واشنګتن او تل‌ابیب یې تعقیبوي، یوه بشپړه ترکیبي جګړه ده؛ هغه جګړه چې هم‌مهاله اقتصاد، امنیت، عامه افکار او ټولنیز هویت په نښه کوي. پراخ بنډیزونه، منظم رسنیز عملیات، د مخالفو شبکو ملاتړ او د کورنیو ناآرامیو د پارولو هڅې، له همدې تګلارې سره تړلي عناصر دي.

د دې ترکیبي جګړې اصلي موخه د ایران اوسني حکومت ناکامي او په نږدې راتلونکي کې د پرځېدو تصور دی؛ په داسې حال کې چې شته واقعیتونه د دې ښکارندویي کوي، چې ایران نه یوازې نسکور شوی نه دی، بلکې په ګڼو برخو کې تر هغو هم لا پیاوړی شوی، کوم چې دښمنان یې فکر کوي. د نااعلان شویو موخو په ترلاسه کولو کې د امریکا او اسراییل پرله‌پسې ناکامۍ، هغوی دې ته اړ کړي چې له غیرمستقیمو وسایلو او پټو عملیاتو کار واخلي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او پاکستان اقتصادي جګړه؛ اسلام‌آباد د خپلو ناسمو تګلارو بیه پرې کوي

د دې تګلارې یوه روښانه بېلګه، د وروستیو لاریونونو په ګډوډیو کې د امریکا او اسراییل مستقیم او غیر مستقیم رول دی. په سوله‌ییزه توګه ټولنیزې او اقتصادي غوښتنې په هره ټولنه کې شونې دي، خو د دې غوښتنو بدلول په ګډوډۍ او امنیتي بحران، بهرنيو لارښوونو، رسنیز ملاتړ او د ځانګړو روایتونو پیچکاري کولو ته اړتیا لري. تجربې ښودلې چې لوېدیځې رسنۍ او اړوندې شبکې په حساسو شېبو کې د مبالغې، هدف لرونکو روایتونو طرحه کولو او جهت‌لرونکو خبرونو په خپرولو سره، هڅه کوي محدود لاریونونه په پراخې بې‌ثباتۍ بدل کړي.

دلته د ایران لپاره د «سیاسي بدیل» پروژه هم ماناداره کېږي. امریکا او اسراییل ښه پوهېږي چې د سمبولیک بدیل له رامنځته کولو پرته د رژیم بدلولو عملیات نشي بریالي کېدای. له همدې امله، داسې څېرې را برسېره کېږي چې واقعي ټولنیز بنسټ او ملاتړ نه لري، خو په رسنیزه جګړه کې د کارونې وړ وي. رضا پهلوي د دې پروژې یو څرګند مثال دی؛ داسې څېره چې نه په ایران کې ولسي محبوبیت لري او نه حتا د لوېدیځو پرېکړه‌کوونکو له نظره یو جدي انتخاب بلل کېږي. د پراخو تبلیغاتو خلاف، حقیقت دا دی چې حتا د امریکا په کچه هم د هغه مشرتابه یا سیاسي رول په اړه هېڅ رښتینې اجماع نشته او د نوم کارونه یې تر ډېره رواني او تبلیغاتي بڼه لري، نه سیاسي.

په مجازي فضاء کې اسراییل ته منسوب د پټو نفوذي عملیاتو افشا کېدل، د دې پروژې نوي اړخونه روښانه کوي. د یوې ګډې رسنیزې څېړنې له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې خپره او بیا یې په پراخه کچه انعکاس وکړ؛ اسراییل په پېچلو استخباراتي ـ رواني عملیاتو کې، له جعلي ټولنیزو حسابونو او له مصنوعي ځیرکتیا په استفادې تولید شوې محتوا د رضا پهلوي د تبلیغاتو لپاره کارولي دي. دا څېړنه چې لومړی د «هاآرتص» ورځپاڼې له لوري خپره شوه او وروسته ځینو خپلواکو نړیوالو رسنیو خپره کړه، ښيي چې سلګونه جعلي اکونټونه، چې ظاهراً ایراني هویتونه لري، په همغږې توګه فعال او کارول شوي وو.

مطالب بیشتر:  د لارو خلاصون په اړه د پوروړي اسلام‌آباد سرګرداني او د کابل بې‌پروایي

دغو جعلي حسابونو ته عام فارسي نومونه ورکړل شوي وو او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي انځورونه او بیوګرافۍ یې د پروفایل لپاره کارول شوي او هدف لرونکې محتوا یې خپروله؛ هغه محتوا چې اصلي محورونه یې د پهلويانو واکمنۍ د دورې ستاینه، له اوسنۍ واکمنۍ سره یې پرتله، رضا پهلوي د «راتلونکي مشروع او ډموکراتیک مشر» په توګه معرفي کول او د اسلامي جمهوریت پر بنسټونو ملنډې وهل او سپکاوی و. په بله بڼه د اصلي ویډیوګانو او انځورونو جوړول، احساساتي کیسې او خندوونکي سیاسي مطالب د دغو رواني عملیاتو له وسایلو وو.

د دې څېړنې پر بنسټ، ګڼ تخنیکي شواهد لکه د آی‌پي آدرسونو څارنه، د محتوا خپرېدو د وخت بېلګې او د حسابونو ترمنځ تخنیکي ورته‌والی، ټول هغو زیربناوو ته اشاره کوي چې دا حسابونه له ایرانه بهر او د اسراییل له استخباراتي فعالیتونو سره تړاو لري. که څه هم تر اوسه هېڅ اسراییلي چارواکي دا راپور په څرګند ډول نه تایید او نه هم رد کړی، خو د دې رازونو برملا کېدو پر وړاندې رسمي چوپتیا خپله د دې ښکارندویي کوي، چې تر شا یې د اسراییل لاس دی.

په ورته وخت کې، د ایران حاکم جریان ته نږدې شنونکي او رسنۍ د دغو رازونو افشا کېدل، د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د صهیونیزم د پیل شوې پروژې یو بل ثبوت او د ترکیبي جګړې یوه برخه بولي.

مهم ټکی دا دی، چې په اوسني وخت کې په دا ډول عملیاتو کې پر مصنوعي ځیرکتیا تکیه، د معاصرې زمانې د سیاسي جګړو د ماهیت بدلون ښيي؛ داسې جګړه چې نور یوازې په فزیکي جګړه متکي نه ده، بلکې د خلکو ذهن او درک په نښه کوي. خو له بلې خوا، پر مصنوعي وسایلو او جعلي روایتونو زیاته تکیه کول، په خپله د پیل شوې پروژې کمزوري په نښه کوي؛ ځکه که رښتینی ولسي بنسټ موجود وای، د سلګونو جعلي حسابونو او په لاس جوړې شوې محتوا ته به اړتیا نه وه.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت څلور کلن اقتصادي مزل؛ له نړۍوالو بنډیزونو تر سیمه‌ییز اتصال

په ټوله کې، هغه څه چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد کوي، د ډموکراسۍ یا د خلکو حقونو ملاتړ نه دی، بلکې د داسې هېواد مهارول دي چې نه غواړي د هغوی په تحمیلي نظم کې ور ګډ شي. بنډیزونه، ګډوډۍ، رواني عملیات او بدیل‌جوړونه، ټول همدې موخې ته د رسېدو وسایل دي؛ هغه وسایل چې څو ځله ازمویل شوي، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

پایله:
د امریکا او اسراییل د سټراټیژیو هر اړخیزه ارزونه ښيي، چې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د فشار او نسکورولو پروژه، تر ډېره د دغه هېواد پر واقعي ټولنیزو او سیاسي حقایقو نه، بلکې پر بهرنیو خیالي فکرونو ولاړه ده. د ایران اسلامي جمهوریت به نه یوازې نسکور نه شي، بلکې د تاریخي تجربو، کورنیو ظرفیتونو او د ټولنې زیاتېدونکي پوهاوي پر مټ، له دې ترکیبي جګړې د تېرېدو توان لري. د رضا پهلوي په څېر څېرو ته د مصنوعي ځیرکتیا، سایبري نفوذ او د عامه افکارو د مدیریت له لارې وده ورکول، د دښمنانو د ځواک نښه نه، بلکې د هغوی د ستراتیژیک بن‌بست نښه ده. د ایران راتلونکی په جعلي کیسو او تحمیلي بهرنیو پروژو کې نه دی نغښتی، بلکې د ملت په اراده او د سیاسي خپلواکۍ په دوام کې نغښتی دی؛ هغه واقعیت چې امریکا او اسراییل یې، له پراخو لګښتونو سره سره، لا هم له منلو بې‌وسه دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *