پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ یرغل؛ د اسلامي هېوادونو بې‌اتفاقي او د تهران مقاومت

د عمان په منځګړیتوب د سویس په جینوا ښار کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو له پای‌ته رسېدو دوه ورځې وروسته، امریکا او اسراییلي رژیم په ګډه، د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف پر ایران برید وکړ؛ هغه برید چې د سیمې او نړۍ سیاسي معادلې ورسره بدلې او لمن یې د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي او نوې سیاسي او پوځي پایلې زېږوي. د دې کړکېچ تر ټولو مهم اړخ یوازې پوځي نه، بلکې سیاسي او جیوپولیټیکي هم دی: ایران تر ډېره یوازې پاتې شوی او د ګاونډیو او اسلامي هېوادونو له پوره ملاتړ پرته د نړۍ له سترو قدرتونو سره په زغرده مبارزه کوي.

په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي نشتون تر ټولو جدي ستونزه ده او اسلامي هېوادونه، په ځانګړي ډول عربي دولتونه، تر اوسه نه دي توانېدلي، چې د ګډو ګټو او امنیت لپاره یو واحد دریځ ولري. د اسلامي هېوادونو تربګنۍ او بې‌ځایه سیالیو، نن امریکا او اسراییلي رژیم پر ایران برید ته وهڅول او عربي هېوادونه د دې پر ځای چې د ایران تر شاه ودرېږي، برعکس یې خپله خاوره او هوایي حریم د امریکا په واک کې ورکړی او ایران یې په یوازې ځان دفاع کوي. که اسلامي هېوادونه رښتینی سیاسي او دفاعي همغږي لرلی، ښايي نن امریکا او اسراییلي رژیم په دومره آسانۍ پر ایران برید ته زړه نه وای ښه کړی.

ایران، سره له دې چې د لوېدیځ له سختو بنډیزونو او سیاسي فشارونو سره مخ دی، خو د امریکا او اسراییلي رژیم وروستیو بریدونو ته یې په نره ځواب ویلی او پر اسراییل سربېره یې، په سیمه کې د امریکا پر سترو پوځي اډو اور بل کړی دی. ایران د امریکا د یرغل په مقابل کې، په منځني ختیځ کې د متحده ایالتونو ځینې پوځي اډې په نښه کړې؛ هغه اقدام چې یوازې یو پوځي غبرګون نه، بلکې سیاسي پیغام هم لري: هغه دا چې تهران هېڅکله د فشار او ګواښ پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي او نه هم تسلیمېږي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت مخ پر ودې ډیپلوماسي؛ آلمان کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو پیلېدل

اوس پوښتنه دا ده، پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو پر وړاندې اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول د ایران په چم‌ګاونډ کې پراته عربي هېوادونه ولې چوپ دي؟ ټولو ته جوته ده، چې اکثریت عربي هېوادونه، له کلونو راهیسې واشنګټن سره سټراټېژیکې اړیکې لري، نه یوازې بې‌طرفه نه دي، بلکې د امریکا پوځي حضور ته یې په خپله خاوره کې زمینه برابره کړې ده او دا چاره د سیمې امنیت پر وړاندې تر ټولو جدي ننګونه ده. که سیمه‌ییز هېوادونه د خپلواک سیاست پر بنسټ ګډ دریځ ونه نیسي، ښایي د دې لګېدلي اور لمبې یوه ورځ د دوی تر لمنو هم ور ورسېږي.

له بلې خوا، په سیمه کې د ایران سترو او مهمو شریکانو، په ځانګړي ډول روسیې او چین، تر دې دمه محتاط دریځ غوره کړی دی. دواړه هېوادونه له ایران سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او په نړیوالو مسایلو کې ډېر وخت د لوېدیځ پر وړاندې ګډ دریځ نیسي، خو په دې ځانګړي کړکېچ کې یې عملي او ښکاره پوځي ملاتړ نه دی څرګند کړی. دا حالت د نړیوالو اړیکو د واقعیتونو څرګندونه کوي؛ هغه دا چې ستر قدرتونه تر ډېره د عاطفي او ایډیلوژیکي اړیکو پر ځای، خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

که چین او روسیه یوازې په لفظي ملاتړ بسنه وکړي او عملي ګام وانخلي، ایران به اړ شي چې په خپله ستراتېژیکه محاسبه کې بدلون راولي. په نړیوال سیاست کې باور هغه وخت پیاوړی کېږي چې د بحران پر مهال ملاتړ موجود وي؛ که ملاتړ ونه شي، طبیعي ده چې راتلونکې همکارۍ به له احتیاطه ډکې وي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ ملي امنیت سټراټیژي؛ د جګړو له ناکامه تجربو زده‌‌کړه او د اقتصادي ګټو لومړیتوب

له دې ټولو سره سره، د امریکا او اسراییل د ګډ یرغل پر وړاندې، په یوازې ځان د ایران درېدل، په حقیقت کې د دغه هېواد د سیاسي ارادې او د خلکو د مقاومت نښه بلل کېږي. که څه هم تهران دا مهال د لوېدیځ له سختو بنډیزونو، اقتصادي فشارونو او امنیتي ګواښونو تر سیوري لاندې دي، خو پر دې ټولو سربېره، بیا هم په خورا هسکه غاړه د زور منطق ته نه تسلیمېږي او د زور ځواب په زور ورکوي. د اسراییل او په سیمه کې د امریکا پوځي اډو پر وړاندې توغندیز او د ډرون الوتکو بریدونه، د دې ښکارندویي کوي، چې جګړه یو اړخیزه نه ده.

د دې ترڅنګ، بل مهم ټکی دا دی چې د جګړې دوام د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي. که شخړه نوره هم پراخه شي، نه یوازې ایران، بلکې خلیجي او عربي هېوادونه به هم له سختو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ شي. د انرژۍ بازارونه، نړیوال تجارت او سیمه‌ییز ثبات ټول د خطر له ګواښ سره مخ کېږي.

په پای کې، پر ایران د امریکا او اسراییلي رژیم ګډ بریدونه څو اساسي درسونه لري: لومړی دا چې، اسلامي هېوادونه د خپلو ناسمو سیالیو او بې‌اتفاقۍ له امله تل ځپل شوي او له ناروښانه راتلونکي سره مخامخ دي. دویم، نړیوال اېتلافونه تل دایمي او بې‌قید شرطه نه وي؛ ښایي یوه ورځ دا اېتلافونه وپاشل شي. درېیم، د ایران په څېر هېوادونه، چې غواړي خپلواک سیاست ولري، باید د سختو سناریوګانو لپاره چمتو وي.

ایران اوس‌مهال په یوه حساس پړاو کې قرار لري. که څه هم د امریکا او اسراییلي رژیم پر وړاندې په یوازې ځان درېدنه د ایراني ملت د ملي ارادې نښه ګڼل کېدای شي، خو د اوږدمهاله ثبات لپاره سیمه‌ییز تفاهم او نړیوال ډیپلوماټیک حل اړین دی. جګړه ښايي لنډمهاله سیاسي امتیازونه رامنځته کړي، خو تلپاتې امنیت یوازې د خبرو او متقابل درناوي له لارې تضمینېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *