پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه؛ د واشنګټن او اسلام‌آباد ګډه سناریو

د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ وروستیو هوایي بریدونو او په پرله‌پسې توګه د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د افغانستان د هوایي حریم نقض، یو ځل بیا د سیمه‌ییزو امنیتي معادلو په اړه دعامه افکارو پام ځانته را اړولی دی. که څه هم پاکستاني لوري ادعا کړې، چې په ننګرهار او پکتیکا کې یې ترهګر په نښه کړي، خو افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) راپور ورکړی، چې د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام ملکي وګړي په نښه شوي دي. سره له دې چې د پاکستاني پوځ دې یرغل په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه هم را پارولي دي، خو د نړۍوالو چارو شنونکي بیا پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت بولي او ټینګار کوي، چې عاملین یې باید د قانون منګلو ته وسپارل شي. د دوی په باور، دا ډول پېښې یوازې د لنډمهاله غبرګونونو په چوکاټ کې نه، بلکې د افغانستان په جغرافیه کې د بحران د مديريت د يوې پراخې سټراټیژۍ په چوکاټ کې تحليل کېدای شي؛ داسې سټراټیژي چې منفي پايلې يې د کابل–اسلام‌اباد له دوه‌اړخيزو اړيکو هاخوا، د سیمې نورو هېوادونو ته هم غځېدلی شي.

پاکستان؛ په سیمه کې د ترهګرۍ صادروونکی او د امریکا د سیاستونو پلي کوونکی

واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، پاکستان وخت ناوخته تور پورې کوي، چې دغه هېواد کې د شته ناامنۍ او بې‌ثباتۍ ترشا د هغو کړیو لاس دی، چې افغانستان کې پناه ورکړل شوې ده، په داسې حال کې چې پاکستان کې ناامني او هلته د «ټي‌ټي‌پي» او نورو ډلو شتون د اسلامي امارت تر واکمنۍ محدود نه دی، بلکې دا ډلې له کلونو راهیسې هلته فعالت کوي او د پاکستاني پوځ پر وړاندې یې د مبارزې او راپورته کېدو یو لامل هم، په قبایلي سیمو کې ظلمونه دي. بله مسئله دا چې پاکستان د وروستیو پېښو پړه هم پر افغانستان واچوله، په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۹مې وروسته په بشپړ ډول تړل شوې او خپله د پاکستان سیاسیون او چارواکي اعتراف کوي، چې کله له افغانستانه یو انار پاکستان ته نشي راتلی، نو دا څنګه ممکنه ده، چې ترهګر دې له پولې هاخوا واوړي او بیا دې بېرته افغانستان ته راشي؟

مطالب بیشتر:  د اسکویید له ګېم د اپستین تر اسنادو؛ هغه کیسې چې نور خیال نه دي

له دې ښکاري، چې د پاکستاني حکومت دا ادعا نه یوازې چې حقیقت نه لري، بلکې برعکس او ترشا یې یوه لویه سناریو پرته ده. ټولې نړۍ ته جوته ده، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ، مخدره توګه او نا امنۍ اصلي سرچینه ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې یې پوځي رژیم نړۍوالې ټولنې ته په دې پلمه چې دوی د ترهګرۍ قرباني دي او د دې پدیدې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، میلیاردونه ډالر په بډو وهلي دي. په داسې حال کې، چې دغه هېواد خپله د ترهګرو ډلو تر ټولو ستر تمویلوونکی، روزونکی او هغوی ته د پټنځایونو برابروونکی دی او د دې ثبوت تر ټولو غوره بېلګه څه موده وړاندې له «سکای نیوز» سره د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد آصف مرکه بللی شو، چې ویلي یې وو: «پاکستان درې لسیزې د امریکا او لویدیځ په غوښتنه له یو شمیر ترورستي ډلو ملاتر کړی دی.»

د دې ترڅنګ پاکستان په سیمه کې د مخدره توکو د کښت، قاچاق او تولید تر ټولو لویه سرچینه ده، چې غوره ثبوت یې د برېټانوۍ «ټلګراف» ورځپاڼې وروستی راپور ګڼلی شو. د ټلګراف ورځپانې په راپور کې لیکل راغلي وو، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې بې‌مخینې کمښت راغلی او اوس‌مهال دا پدیده په بلوچستان ایالت کې د پراختیا په حال کې ده او سپوږمکۍ انځورونو پر بنسټ یې زیاته کړې وه، چې دا مهال بلوچستان کې لسګونه زره جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

پاکستان له لسیزو راهیسې په سیمه کې د امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره کار کوي او هر هغه سناریو چې د واشنګټن له لوري ورته سپارل کېږي، دوی یې عملي کوي. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې اسلام‌آباد په سیمه کې د واشنګټن د امنیتي سیاستونو او بې‌ثباتۍ پروژو اصلي لوبغاړی دی. د دوی په باور، پاکستان کې د روانو ناامنیو تر شا خپله د پوځ لاس دی او هڅه کوي، د پلمو په تراشلو سره، د خپلو دغو طرحه شویو بریدونو پړه پر افغانستان واچوي او په دې توګه افغانستان کې د شته امنیت په ننګولو سره، د امریکا هغه پروژه، چې موخه یې د سیمې بې‌ثباتي او ناامني ده، عملي او د لګېدلي اور لمبې د سیمې تر نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هغو هېوادونو تر لمنو ورسوي، کوم چې په سیمه کې د امریکا سیالان ګڼل کېږي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ ملي امنیت سټراټیژي؛ منځني ختیځ او افغانستان کې پر جنایتونو سترګې پټول

ناامني او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخنیوی

دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا مهال سوداګريزه راکړه ورکړه په ټپه ولاړه ده؛ افغانستان هڅه کوي د سیمې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا سره، پر پاکستان سنتي تکیې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي. د دې ترڅنګ افغانستان د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پرمخ د پانګونې دروازې پرانیستې دي او دا مهال ګڼ‌شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو د کانونو استخراج او نورو برخو کې پانګونې کړې او د ځینو پروژو چارې عملاً روانې دي.

سربېره پر دې، د افغانستان اقتصاد د هرې ورځې په تېرېدو سره د غوړېدو په حال کې دی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی او په کور دننه د اوبو مدیریت او نورو برخو کې د سترو پروژو چارې عملاً روانې دي. د دې ترڅنګ د افغانستان کورني تولید ته پاملرنه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي او ټوله هڅه دا ده، چې د وارداتو او صادراتو توازن برابر شي. دې ټولو اقتصادي پرمختګونو ته په کتو، پاکستان هڅه کوي، د منفي تبلیغاتو له لارې د افغانستان شته امنیت وننګوي او نړۍوالو ته وښیي، چې ګواکې افغانستان ناامنه دی او په دې توګه د پانګونې او اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

د پاکستان اصلي درد دا دی، چې د افغانستان په څېر یې په سیمه کې د خپلو بې‌کیفیته توکو د پلور یو ستر بازار له لاسه ورکړی او بله وېره یې دا ده، چې د اوسني امنیت په صورت کې، ښایي افغانستان د مرکزي اسيا، جنوبي اسيا او چين ترمنځ په يوه اقتصادي څلورلارې بدل شي، چې دا چاره به نه یوازې پر پاکستان د تل لپاره د افغانستان تکیې ته د پای ټکی کېږدي، بلکې د دغه هېواد په اقتصادي وده کې به هم خورا مهم او ارزښتناک رول ولوبوي او کابل به په سیمه‌ییزو پروژو کې فعاله ونډه ولري.

مطالب بیشتر:  د اسلام‌آباد ناکامه رواني جګړه؛ د دُراني څرګندونې او شته واقعیتونه

پاکستان باور لري، چې د ناامنۍ دوام عملاً دغه ظرفيت مهاروي؛ ځکه د بې‌ثباتۍ په شرایطو کې د دولتونو لومړيتوب امنيت وي او پراختيايي پروګرامونه شاته غورځوي. له همدې امله اسلام‌آباد باور لري، چې هر ډول هدفمنده ناامني کولای شي د دغو هڅو مخه ونیسي او پرېنږدي، چې افغانستان په سیمه کې د یوه مهم اقتصادي لوبغاړي په توګه را څرګند شي.

پایله

په ټوله کې، پر ننګرهار او پکتيکا وروستي بريدونه د همدې سیاسي او اقتصادي سناریو برخه دي؛ هغه سناریو چې پکې د افغانستان امنيت يوازې کورنۍ مسئله نه، بلکې د سيمه‌ييزو جيوپوليټيکي سیالیو برخه ده. که دا بهير دوام ومومي، نه يوازې د کابل او اسلام‌اباد اړيکې به لا ډېرې ترينګلې شي، بلکې ټوله سيمه به د بې‌باورۍ او بې‌ثباتۍ په يوه کړۍ کې راګير شي. له همدې امله، د ديپلوماټيکو ميکانيزمونو له لارې د بحران مديريت، د امنيتي ادعاوو روڼتيا او د ملي حاکميت درناوی، د تاوتريخوالي د پراخېدو د مخنيوي يوازينۍ لاره کېدای شي؛ که نه، «مديريت شوې ناامني» به په داسې بحران بدله شي چې کنټرول يې له لاسه ووځي او پايلې به يې ټول سيمه‌ييز لوبغاړي اغېزمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *