پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ټي‌ټي‌پي که د پاتې امریکایي تجهیزاتو له منځه وړلو سناریو؟

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو یو ځل بیا د سیمې سیاسي، امنیتي او جیوپولیټیکي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې او د اسلام‌آباد پر نیت تازه شکونه راپورته کړي دي. په وروستیو اونیو کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونه، په ځانګړي ډول پر پوځي تاسیساتو بریدونو پراخ غبرګونونه او شکونه راپارولي دي. که څه هم د پاکستان دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی؛ خو دا ډول کړنې یو لړ پوښتنې راولاړوي، هغه دا چې د دغو بریدونو تر شا د اسلام‌آباد اصلي اهداف څه دي؟ ایا په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې پرمختللي پوځي تجهیزات خو د دغو بریدونو له پټو موخو نه دي؟

پاکستان تل ادعا کوي چې د «پاکستاني طالبانو تحریک» د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې کار اخلي، نو ځکه دوی د دې ډلې د ځپلو لپاره پر افغان خاوره هوایي بریدونه کوي، هغه ادعا چې نه یوازې د اسلامي امارت له لوري په کلکه رد شوې، بلکې د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې تر ډېره عام افغانان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، په نښه شوي دي. د دې ترڅنګ وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، پاکستان عملاً په افغانستان کې د اسلامي امارت پوځي تاسیسات، په ځانګړي ډول هغه پوځي تاسیسات چې له بهرنیو ځواکونو افغانستان کې پاتې دي، په نښه کړي دي. هغه اقدام چې د چارو شنونکو په باور، ښایي تر شاه یې پټ اهداف د اعلان شویو دلیلونو په پرتله پراخ وي.

مطالب بیشتر:  کډوالو سره د غیر انساني چلند په اړه د متقي نیوکه؛ پاکستان د اسلامي او انساني ارزښتونو ناقض

یو له هغو احتمالي فرضیو، چې ډېر بحث ورباندې کېږي، هغه دا چې ښایي پاکستان او امریکا د یوې ګډې سناریو پر بنسټ، هڅه وکړي هغه پوځي تجهیزات چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شوي، له منځه یوسي. کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د پام وړ پوځي وسایل او تجهیزات یې پرېښودل. په دغو تجهیزاتو کې زغره وال وسایط، پرمختللي مخابراتي سیستمونه، عصري وسلې او نور لوجستیکي امکانات شامل وو او د دغو تجهیزاتو یوه برخه په مهمو پوځي اډو لکه بګرام کې ساتل کېده. بګرام اډه د سټراټیژیک موقعیت او پراخو بنسټیزو تاسیساتو په لرلو سره، د افغانستان له مهمو پوځي مرکزونو ګڼل کېږي. له همدې امله ځینې شنونکي باور لري، چې د پاکستان وروستي بریدونه ښايي د واشنګټن په لارښوونه او ملاتړ د افغانستان د پوځي توان د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي وي، څو په دې توګه له یوې خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځواک توازن برابر او له بلې خوا د امریکا له لوري ورسپارل شوې پروژه عملي کړي.

د نړۍوالو چارو یو شمېر نور شنونکي بیا ټینګار کوي چې دا موضوع یوازې د افغانستان د پوځي ځواک کمزوري کول نه، بلکې په سیمه کې د جیوپولیټکي او اقتصادي سیالیو یوه برخه ده. د دوی په اند پاکستان هڅه کوي د افغانستان په امنیتي وضعیت کې د لاسوهنې له لارې خپل سټراټیژیک رول وساتي او اجازه ورنه کړي چې نوي اقتصادي او ترانزیټي دهلېزونه، په ځانګړي ډول د واخان دهلېز د سیمې د اقتصادي ځواک توازن بدل کړي.

د همدې هڅو په لړ کې، ډیپلوماټ مجلې څه موده وړاندې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو، چې د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان او سیمې په امنیتي تحولاتو کې مهم رول لوبوي. په دې راپور کې د افغان استخباراتي شنونکي اجمل سهیل په حواله ویل شوي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د وسلو د لېږد یو شمېر پېښې ثبت شوې دي. د هغه په وینا، د فبرورۍ په ۲۱مه افغان امنیتي ځواکونو د تورخم په سرحدي سیمه کې یوه محموله ونیوله چې شاوخوا ۵۲۵ میله وسلې او نږدې ۲۷ زره مرمۍ پکې شاملې وې.

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اوربند هوکړه؛ پر پاکستان څومره باور کیدای شي؟

د راپور له مخې دغه وسلې د بار وړونکو موټرو په منځ کې پټې افغانستان ته انتقالېدې او ټاکل شوې وه چې د واخان دهلېز پر لور ولېږدول شي. واخان دهلېز د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده چې له چین، تاجکستان او پاکستان سره پوله لري. ویل کېږي دغه وسلې د پاکستان استخباراتي ادارې په مرسته نویو جوړو شویو وسله‌والو جریانونو او د داعش خراسان څانګې غړو ته ورکول کېدې، څو په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو، په ځانګړي ډول د چین اړوند اقتصادي پروژو پر ضد ترې کار واخیستل شي.

د راپور بله برخه دا هم څرګندوي چې د دغو وسلو یوه برخه د «تاجکستان طالبانو» په نوم یوې ډلې ته ځانګړې شوې وه؛ داسې ډله چې ادعا کېږي د پاکستان د استخباراتي ملاتړ په مرسته د چترال په غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او هدف یې د تاجکستان پر سرحدي ځواکونو بریدونه او په بدخشان کې د ناامنۍ رامنځته کول دي.

ډیپلوماټ مجې وړاندې د دغه افغان شنونکي په حواله لیکلي، چې د پاکستان اصلي هدف د افغانستان په چارو کې د چین د مستقیم نفوذ محدودول دي. د هغه په وینا، اسلام‌آباد اندېښنه لري چې که چین وکولای شي پرته له پاکستانه په افغانستان کې پانګونه وکړي او نوې ټرانزیټي لارې جوړې کړي، نو پاکستان به د سیمې د اتصال په برخه کې خپل سټراټیژیک اهمیت له لاسه ورکړي. له همدې امله افغانستان کې د چین له لوري د ځینو سترو پروژو پر وړاندې امنیتي خنډونه رامنځته کول، ښايي د دې لپاره وي، څو چینایي لوري ته دا پیغام ورکړل شي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاریو اصلي لاره باید د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سپیک) پاتې شي.

مطالب بیشتر:  د مسکو فارمټ غونډه کې د ا.ا رسمي ګډون؛ د کابل او نړۍ ترمنځ د تعامل غوره فرصت

په ټوله کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه یوازې پوځي اقدام نه ګڼل کېږي، بلکې تر شا یې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او جیوپولیټیکي موخې پرتې دي. د مهمو پوځي تاسیساتو هدف ګرځول ښايي د دې لپاره وي چې د افغانستان پر حکومت فشار زیات شي او همدارنګه سیمې ته وښودل شي چې پاکستان لا هم د افغانستان په امنیتي معادلو کې یو مهم لوبغاړی دی.

په پایله کې، که څه هم پاکستان خپل اقدامات د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په نوم توجیه کوي، خو د بریدونو ډول، هدفونه او د هغوی احتمالي پایلې په ډاګه کوي، چې دا بریدونه تر اعلان شویو دلایلو ډېر پراخ سټراټیژیک اهداف ولري. خو یو روښانه حقیقت دا دی، چې که دا ډول اقدامات دوام وکړي، نو نه یوازې د افغانستان ثبات به اغېزمن کړي، بلکې د جنوبي او مرکزي آسیا په کچه به د امنیتي او جیوپولیټیکي سیالیو پیچلتیا نوره هم زیاته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *