پر اسلام‌آباد د فشار راوړلو غوره فرصت؛ پاکستان د لارو خلاصون لپاره واسطې کوي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستاني چارواکو د دغه هېواد د مېوو او سبزیو له موسم سره هم‌مهاله، افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو خلاصون ناکامه هڅې ګړندۍ کړې دي. د معلوماتو پر بنسټ، د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ وروستیو مذاکراتو کې هم، پاکستاني لوري د لارو خلاصون غوښتنه مطرح کړې وه، خو د اسلامي امارت پلاوي د لارو خلاصون په اړه خپل شرایط وړاندې کړي او له همدې امله مذاکرات بې‌پایلې پای‌ته ورسېدل.

د ریاض مذاکراتو له بې‌پایلې پای‌ته رسېدو وروسته، تازه د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو خلاصون په اړه د پاکستاني چارواکو دغو هڅو ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان حکومت له کلونو را هیسې له افغانستان سره د ټولو نړۍوالو سوداګریزو اصولو خلاف چلند کړی او تل یې په مطلوب وخت کې د افغان سوداګرو پر مخ دروازې تړلې او افغانستان ته یې پراخ اقتصادي زیانونه اړولي دي. ښاغلي منصور پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پاکستان هر کال د افغانستان د مېوو او سبزیو په موسم کې لارې تړي، خو اوس چې اسلامي امارت د لارو تړلو او سوداګرۍ پرېکون پرېکړه کړې او پاکستان کې د مېوو موسم هم را رسېدلی، پاکستاني چارواکي هڅه کوي د اسلامي هېوادونو او ملګرو ملتونو په وسیله کولو سره، د لارو خلاصون زمینه برابره او پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني.

د اسلامي امارت دغه چارواکي د پاکستاني حکومت د دغو ناکامه هڅو په غبرګون کې زیاته کړې: «د هېواد ګڼ شمېر ملي سوداګرو په وار وار له مونږ سره تماسونه نیولي او غواړي چې له پاکستان سره دې دروازې هم داسې تړلې پاتې شي، تر څو دوی هم د دروازو د تړلو له امله د زیان خوند وڅکي. مونږ د ملي سوداګرو د دغې غوښتنې په کلکه ملاتړ کوو او سپارښتنه کوو، چې له پاکستان سره دې ورته چلند وشي او دروازې دې همداسې تړلې وي.»

پاکستان د خپلو ناکامو سیاستونو بیه پرې کوي

د اسلامي امارت له لوري پاکستان سره د لارو بندښت او سوداګرۍ پرېکون پرېکړې شاوخوا یوه میاشت کېږي، خو په دې موده کې پاکستان دوه لوی او نه جبرانېدونکي تاوانونه کړي: لومړی دا چې پاکستان په سیمه کې د افغانستان په څېر مهم سوداګریز مارکېټ، چې کلنۍ راکړه ورکړه یې شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېده او منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ټزانزیټ لاره له لاسه ورکړل؛ دویم دا چې اسلامي امارت په دې موده کې توانېدلی د پاکستان بدیل بازارونه او مسیرونه پیدا او پر پاکستان سنتي تکیې او انحصار ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.

که څه هم پاکستاني چارواکو په لومړیو کې د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ پرېکون پرېکړه بابیزه ګڼله او دفاع وزیر یې دا پرېکړه «پټ نعمت» باله، خو د وخت په تېرېدو سره، اسلام‌آباد ته روښانه شوه چې نور د کابل پر وړاندې د فشار سیاست نتیجه نه ورکوي، بلکې د دوی لپاره معکوسې پایلې لرلای شي او له همدې امله، نن پاکستانی حکومت د خپلو غلطو سیاستونو او ناسنجول شویو تګلارو بیه پرې کوي.

پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو خلاصون لپاره نه یوازې دا چې اسلامي هېوادونه او ملګري ملتونه وسیله کوي، بلکې د دغه هېواد مطبوعاتي او تبلیغاتي دستګاوې هم شپه او ورځ افغانستان سره د لارو خلاصون په اړه تبلیغات کوي. دوه ورځې وړاندې «ډان» ورځپاڼې کابل سره د سوداګرۍ له پرېکون وروسته د زیانونو او منفي پایلو په اړه یوه مطلب کې لیکلي وو، چې پاکستان د پراخو زیانونو ترڅنګ، د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې بازارونه هم له لاسه ورکړي دي.

پایله:

پاکستان له لسیزو راهیسې هلته مېشت افغان کډوال او اقتصادي مسایل، په ځانګړي ډول د کرښې په اوږدو کې د لارو بندول، پر افغانستان د فشار وسیلو په توګه کارولي او له همدې لارو یې په تېرو حکومتونو خپلې غوښتنې تحمیل کړې، خو دا ځل داسې ښکاري، چې اسلام‌آباد په خپله دې تګلاره کې له ورایه ناکام او پړ دی.

اسلامي امارت چې اوس‌مهال د راستنېدونکو کډوالو څپه په غوره توګه مدیریت کړې او همداراز یې د افغان سوداګرو لپاره بدیلې لارې او بدیل بازارونه موندلي، په کار ده پاکستان سره په آسانۍ د لارو خلاصون ته زړه ښه نه کړي، بلکې د بدیلو مسیرونو او بازارونو پیاوړتیا او پراختیا په اړه هلې ځلې ګړندۍ کړي؛ ځکه افغانستان اوس د پاکستان پر وړاندې د فشار تر ټولو غوره وسیله په لاس کې لري او له همدې وسیلې په استفادې، که چېرې پاکستان سره لارې خلاصېږي، نو باید د ځانګړو شرایطو او معتبرو نړۍوالو تضمینونو په صورت کې پرانیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *