پاکستان کې د داعش ښکاره حضور؛ د سیمې بې‌ثباتۍ لپاره د اسلام‌آباد او واشنګټن ګډه پروژه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د لوړپوړو غړو د وژلو په دوام، تازه نامعلومو وسله‌والو د دې څانګې یو بل کلیدي غړی برهان، چې په زید مشهور دی د پنجاب ایالت اړوند اخترآباد ښار پاټک سیمه کې وژلی دی. پاکستان کې د داعش دا کلیدي غړی داسې مهال وژل کېږي، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دې ډلې د خراسان څانګې یو بل کلیدي غړی نصرت مشهور په پهلوان، چې په افغانستان کې د یو لړ بریدونو پر پلانولو هم تورن و، په پېښور کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري ترور شو.

پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د دغه کلیدي غړي د وژل کېدو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خوښي څرګنده کړې ده. خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «له پاکستانه ښه خبر: راپورونه وایي چې د داعش خراسان یو لوړپوړی قوماندان برهان چې په زید هم مشهور و، د پنجاب په اخترآباد ښار د پاټک په سیمه کې وژل شوی دی.»

پاکستان د داعش خراسان څانګې اصلي پټنځای؟!

پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د غړو شتون کومه نوې خبره نه ده، بلکې د دې ډلې پیدایښت او فعالیت له پاکستانه پیل شوی دی. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، داعش ډله په افغانستان کې سخته وځپل شوه او یو شمېر کلیدي غړي یې چې هغه مهال له پاکستانه افغانستان ته را اوښتي وو، بېرته یې پاکستان ته پناه یووړه او خپلو اصلي استوګن‌ځایونو ته ستانه شول. په دوحه او استانبول کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ وروستیو مذاکراتو کې یوه مهمه او د بحث وړ موضوع پاکستان کې د داعش خراسان څانګې د پټنځایونو له منځه وړل وو.

د اسلامي امارت مسوولینو په وار وار ویلي، چې افغانستان کې د داعش خراسان څانګه سخته ځپل شوې او دا مهال یې پاکستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه د افغانستان او د سیمې د بې‌ثباته کولو هڅې کوي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجیب چې استانبول کې یې پاکستاني لوري سره د افغان مذاکراتي ډلې غړیتوب درلود، تېره اونۍ کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ډاګه کړه، چې دوی په دې مذاکراتو کې پاکستاني لوري ته د داعش خراسان څانګې د پټنځایونو او همداراز د دوی د کلیدي غړو د شتون په اړه کره اسناد او شواهد وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړي.

داعش خراسان د پاکستان او امریکا ګډه پروژه

د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي، چې داعش په لویه کې د امریکا پروژه ده او موخه یې هم نړۍ کې د خپلو سیالانو ځپل او موخو ته رسېدل دي. د دوی په باور داعش ډله د لومړي ځل لپاره په عراق او سوریه کې سر راپورته کړ او موخه یې د منځني ختیځ د هېوادونو بې‌ثباته کول او په سیمه کې د امریکا د حضور پاتې کېدل وو. د نړۍوالو چارو شنونکو په خبره، کله چې د عراق پارلمان د امریکا د وتلو پرېکړه اعلان کړه، نو امریکا د دغه هېواد د بې‌ثباته کولو لپاره په ۲۰۱۳ کال کې داعش ډله رامنځته او تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د عراق موصل ښار په ګډون بېلابېلو سیمو ولکه ټینګه کړه. امریکا ځکه د داعش په وسیله د عراق او سیمې د بې‌ثباته کولو هڅې پیل کړې، څو د عراق حکومت او پارلمان بېرته خپله پرېکړه واخلي او دغه هېواد کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو زمینه برابره شي.

د نړۍوالو چارو شنونکي باور لري، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا د پاکستان په همکارۍ هڅه کوي د داعش خراسان څانګه پیاوړې او له دې لارې افغانستان او سیمه بې‌ثباته او خپلو موخو ته ورسېږي. دوی ټینګار کوي، چې داعش خراسان څانګه په سیمه کې د امریکا او پاکستان ګډه پروژه ده او هدف یې هم د سیمې بې‌ثباته کول، په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونو او روسیې ته سرخوږی جوړول دي.

روسي چارواکو د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته په ځلونو ویلي، چې اسلامي امارت د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې په ځپلو کې بریالۍ مبارزې کړې او په دې برخه کې یې د هر راز همکاریو ټټر هم وهلی دی. د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د مسکو فارمټ په سږنۍ غونډه کې ومنله چې اسلامي امارت د داعش ځپلو ترڅنګ، د کوکنارو پر وړاندې هم جدي مبارزې کړې ده.

پایله

پورتنیو مواردو او پاکستان کې په پرله‌پسې توګه د داعش د کلیدي غړو ترور کېدو ته په کتو، اوس د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ته جوته شوې، چې دا ډله په افغانستان کې نه یوازې دا چې سخته ځپل شوې، بلکې د پښې ځای هم نه لري او له همدې امله یې خپل اصلي استوګن‌ځي له کرښې هاخوا پاکستان کې پناه اخیستې ده. تازه کابل ته د لوړپوړي تاجیکستاني پلاوي سفر هم ښایي د امریکا او پاکستان د دې ګډې پروژې، چې موخه یې د سیمې ‌بې‌ثباتي ده، د مخنیوي یوه هڅه وي؛ ځکه د منځنۍ آسیا هېوادونه، روسیه او چین پوهېږي، چې پاکستان د امریکا په ملتیا د سیمې د بې‌ثباتۍ پروژه اخیستې او له همدې امله اسلامي امارت سره د امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا سره، غواړي د لوېدیځ دا پروژه په نطفه کې خنثی او د پلي کېدو مخه یې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *