پاکستان کې افغان کډوال؛ د نا امنۍ له تورونو تر سیاسي باج‌ګیرۍ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په پاکستان کې د «پې‌اوآر» کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره د پاکستان له لوري د وتلو د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د سپټمبر په لومړۍ پای ته ورسېده او له همدې مودې راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې چې له امله یې زرګونه افغان کډوال افغانستان ته را ستانه شوي دي.

که څه هم پاکستان له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانانو را ایستل پیل کړي دي، خو دغې لړۍ د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې زور اخیستی او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې اسلام اباد غواړي د سپټمبر له لومړۍ نېټې چې د ټاکل شوي ضرب الاجل د پای نېټه ده د شاوخوا ۱.۳ میلیونه پي او ار کارت لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

په پاکستان کې میشت افغان کډوال د یاد وضعیت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډيری یې په داسې حال کې را ایستل کیږي چې په یاد هېواد کې یې د کلونو کاروبار او پانګونې پاتې او په جبري توګه د ټولو نړۍوالو اصولو، کنوانسیونونو او تر ټولو مهمه دا چې د ګاونډیتوب اصولو خلاف، تش لاس هېواد ته را ایستل کېږي.

پاکستان کې افغان کډوال وایي، څو ځله یې د نړیوالو ادارو له لارې له پاکستاني حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تدریجي او په خوندي ډول پرمخ یوسي.یو شمېر نور افغان کډوال هم د پاکستان له لوري د خپلو ویزو د نه تمدید له امله د دغه هېواد پر حکومت نیوکه کوي. د دوی په خبره، د ویزو نه تمدید له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کډوالو د حقونو فعالان هم له پاکستانه غواړي چې د کډوالو ستونزو ته حل لار ومومي او د افغانستان د وضعیت تر ښه کېدو دې د ایستلو  لړۍ وځنډوي. په ورته مهال، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې اسلامي امارت په ټولو هېوادونو کې د افغان کدوالو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لاملونه:

په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو، بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله، میلیونونه افغانان ګاونډیو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته کډوال شول. پاکستان د ۱۹۷۹ کال د شوروي له یرغل راهیسې د افغان کډوالو یو له سترو کوربه هېوادونو څخه پاتې شوی دی. خو په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې افغانستان کې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو کړنلاره او پالیسي سخته کړې ده. په دې راپور کې هڅه کوو چې د دغې تګلارې او پالیسې تر شا لاملونه، او اغېزې تحلیل کړو.

لومړی لامل:

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، پاکستان وخت ناوخته پر نړۍوالو سټېجونو د افغانستان په استازیتوب خبرې کولې او هڅه یې دا وه، څو نړۍوالو ته وښیي، چې د کابل د بهرني سیاست تګلاره، د اسلام‌آباد له مسیرونو تېرېږي. د پاکستان دې دې لوبې زیات دوام ونه کړ، بلکې ډېر ژر د اسلامي امارت له توند غبرګون سره مخامخ او کابل له اسلام‌آباد وغوښتل، چې نور په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان په استازیتوب له خبرو کولو په کلکه ډډه وکړي.

اسلامي امارت سره له دې، چې د اسلام‌آباد د دا ډول غیر مسوولانه کړنو مخه یې ونیوله، بلکې د نړۍوالې ټولنې پر وړاندې یې خپله غېږه پرانیسته او پر ټولو هېوادونو یې غږ وکړ، چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې شرق او غرب سره د تعامل او ښو اړیکو غوښتونکي دي او د همدې تګلارې پر بنسټ، نن سبا د نړۍ په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ فعالې او ان تر دې چې روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده او ځینو نورو هېوادونو سره سیاسي اړیکې د سفیر کچې ته لوړې شوې دي.

دویم لامل:

پاکستان د دې لپاره چې پر اسلامي امارت فشار راوړي او د نړۍوالې ټولنې پام ځان‌ته جلب کړي، نو وخت ناوخته د خپل هېواد د نا امنیو او د خپلو امنیتي او استخباراتي بنسټونو د ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته پټنځایونه ورکړي، هغه موضوع چې اسلامي امارت په ځلونو رد کړې او له اسلام‌آباد یې په دې اړه د شواهدو غوښتنه کړې ده، خو اسلام‌آباد نه دی توانېدلی چې په دې اړه کره شواهد وړاندې کړي.

درېیم لامل:

پاکستانی حکومت د خپل هېواد د نا امنیو پړه هلته پر مېشتو افغانانو ور اچوي، په داسې حال کې چې دا تر ډېره غیر منطقي ده. هغه دا چې افغان کډوال یوازې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، پاکستان ته نه دي تللي، بلکې له تېرو ۴ لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي او ځینو ان تر دې چې، په کروړونو پانګونه کړې ده. که پاکستان کې مېشتو افغانانو د دغه هېواد په امنیتي پېښو کې لاس لرلی، نو دا تېر ۴۰ کاله ولې پاکستان دا ډول ادعاوې نه کوې؟ له دې ښکاري، چې پاکستان هڅه کوي، په یو ډول نه یو ډول، پر اسلامي امارت فشار راوړي او همداراز ځان‌ته د نړۍوالې ټولنې د پام په جلبولو سره، د تل په څېر له نړۍوالې ټولنې سیاسي رشوت واخلي؛ ځکه خو یې وروستیو کلونو کې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

څلورم لامل:

پاکستان په تېرو ۴ لسیزو کې د افغان کډوالو پر سر او په دې پلمه چې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کوي، میلیاردونه ډالر له نړۍوالې ټولنې ترلاسه کړې دي. دا چې اوس لویدیځو هېوادونو پر پاکستان سیاسي رشوت بند کړی، نو ځکه یې پخوانۍ لوبه یو ځل بیا تازه کړې، په داسې حال کې چې خپله پاکستان د مخدره توکو او ترهګرو ډلو تر ټولو لوی حامي او تولید کوونکی دی.

پنځم لامل:

دا چې پاکستان اوس د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او ان تر دې چې هلته د مېشتو افغان کډوالو شتمنۍ یرغمل کړې دي، مهم لامل یې پر افغان حکومت د فشار راوړل دي. پاکستان پوره هڅه وکړه، چې د افغانستان بهرنی سیاست د اسلام‌آباد له لارې ترسیم شي، بیا یې هڅه وکړه، چې د خپل هېواد امنیتي ناکامۍ پر افغان حکومت واچوي، بیا یې هڅه وکړه، چې له نړۍوالو په یوه او بل نوم سیاسي رشوت ته زمینه برابره کړي، خو د اسلامي امارت درایت او ځیرک بهرني سیاست د پاکستان دا ټولې توطیې شنډې کړې.

پاکستان اوس د فشار وروستۍ وسیله په واک کې لري؛ هغه هم افغان کډوال دي. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې پاکستان میلیونونه افغان کډوال د ټولو اصولو خلاف را ایستلي، خو له نیکه مرغه، افغان لوري دا چاره په ښه توګه مدیریت کړې ده. سره له دې چې اسلامي امارت د لویدیځ له لوري تر بنډیزونو لاندې دی، خو پر دې سربېره هم توانېدلی له خپلو کورنیو سرچینو په استفادې نه یوازې دا چې د کډوالو څپه یې په ښه توګه مدیریت کړې، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د لسګونه سترو پراختیایي پروژو چارې پیل کړې، چې عملاً دوام لري.

پایله

پورتنیو مواردو ته په کتو، که پاکستان هڅه وکړي، چې په یوه او بل نوم پر اسلامي امارت فشار راوړي، خو دا چاره عملي نه ده؛ ځکه تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ګڼې هڅې وکړې او کومه نتیجه یې نه درلوده. غوره به دا وي، چې پاکستان د یوه مسلمان ګاونډي په توګه، خپلې اندېښنې او ستونزې د تعامل او خبرو اترو له لارې حل کړي او له اسلامي امارت، نړۍوالې ټولنې او تر ټولو مهمه دا چې د کډوالو ملاتړو بنسټونو سره په همغږۍ، په تدریجي توګه افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنولو زمینه برابره کړي او اجازه ورکړي، چې افغان کډوال هلته خپلې ټولې شتمنۍ را ټولې او په خپله خوښه او ورین تندي یاد هېواد پرېږدي. که پاکستان بیا هم هڅه وکړي، چې د تعامل او خبرو اترو پر ځای، دا ځل افغان کډوال د فشار وسیلې په توګه وکاروي او په دې توګه له اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې سیاسي باج‌ګیري وکړي، نو دا چاره ممکنه نه ده؛ ځکه نړۍوالې ټولنې دا درک کړې، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو روزلو، هغوی ته د پټنځایونه ورکولو او همداراز د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق تر ټولو ستر مرکز دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *