واشنګټن کې د تهران پر سر درزونه؛ ونس د جګړې مهارولو، خو روبیو د تقابل په لټه کې

واشنګټن کې د تهران پر سر درزونه؛ ونس د جګړې مهارولو، خو روبیو د تقابل په لټه کې

د امریکا مرستیال ولسمشر په یوه نامحسوسه توګه هڅه کړې چې د ایران پر ضد له جګړې ځان لرې وساتي. جي ډي ونس د نئو-محافظه‌کارانو د دود خلاف، د داسې جریان مشري کوي چې «له ایران سره جګړه» یوه ګرانه او محاسباتي تېروتنه بولي. ونس د یوه عملي رئالیست په توګه، د «امریکا لومړی» دکتورین بقا په دې کې ویني چې په منځني ختیځ کې د امریکا نظامي ځواک ونه پاشل شي. هغه د برید مخه د «سولې غوښتنې» له امله نه، بلکې د «امریکا د ملي ځواک د ساتنې» او د «ماگا» کمپ د ساتلو لپاره نیولې ده. د امریکا د ولسمشر احتمالي ځایناستی د اقتصادي لګښتونو او د ډونالډ ټرمپ د ملاتړو د ناخوښۍ له زیاتېدو سخت اندېښمن دی.

په ورته وخت کې جي ډي ونس، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په یوه «کورني سیاسي جګړه» کې ښکېل دی؛ هغه جګړه چې یوازې شخصي نه، بلکې د «دکتورینونو جګړه» ده. په داسې حال کې چې د ونس سیالان د «سخت فشار» ماډل ته د بېرته ستنېدو پلوي دي، هغه له تهران سره د «ساړه توازن» په لټه کې دی. ونس ایران سره ورو ورو د جګړې پراخېدو په اړه اندېښنه لري، خو په عین حال کې هڅه کوي له ټرمپ سره همغږي وساتي.

د جمهوري غوښتونکو په ډله کې یو ډول ځانګړې صف‌بندي رامنځته شوې ده. د دې صف‌بندۍ په یوه خوا کې ونس د خالص MAGA جریان استازیتوب کوي او د «دفاعي/انزوا غوښتونکي رئالیسم» پلوی دی. هغه باور لري چې امریکا باید د نورو هېوادونو (له اوکراین تر منځني ختیځ پورې) د امنیت لګښت ورنه کړي. د هغه لومړیتوب «له لرې توازن» (Offshore Balancing)  او پر کورنیو چارو تمرکز دی.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت

په مقابل لوري کې، روبیو یو کلاسیک «نیو محافظه‌کار» دی چې د امریکا پر مطلقه هژموني او فعالې مداخلې باور لري. هغه اندېښنه لري چې که امریکا شاته شي، نو د قدرت خلا به ایران، چین او روسیه ډکه کړي.

د چلند له اړخه، ویلی شو چې ونس د یوه دوامداره «د وېري توازن» په لټه کې دی چې په ترڅ کې یې امریکا مستقیمې جګړې ته اړ نه شي. د هغه د خبرو اترو تمایل هم له همدې منطقه راولاړیږي؛ ځکه له ایران سره جګړه، هغه سرچینې له منځه وړي، چې د چین پر وړاندې ورته اړتیا ده.

خو روبیو د «د بې‌ثباته کولو له لارې د چلند بدلون» پر دکتورین باور لري. هغه «اعظمي فشار» یوازې د خبرو وسیله نه، بلکې د سیال د سټراټیژیک ځواک د کمزوري کولو وسیله ګڼي.

په داسې حال کې چې روبیو او د امریکا د دفاع وزیر پیت هېګسټ د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو فکر کوي، ونس او د جمهوري غوښتونکو یوه لویه برخه هڅه کوي چې ټرمپ د «نمایشي بریا» په اعلان سره له جګړې ځانونه راوباسي.

ویټکاف او د مقام ټیټېدو اندېښنه
دا اوازې چې ګواکې ونس غواړي له تهران سره مستقیمې پټې اړیکې پرانیزي، د سټیو ویټکاف موقعیت او مسوولیت یې له «سټراټیژیک ځنډ» سره مخ کړي دي. که ونس د پټې ډیپلوماسۍ مشري په لاس کې واخلي، نو ویټکاف یا باید د مرستیال تر قوماندې لاندې یو اجرایي استازی شي، یا به د ونس او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د اختلافاتو قرباني شي. د ونس نفوذ کولای شي ویټکاف مقام له «ځانګړي استازي» تشریفاتي پیغام رسوونکي ته راټیټ کړي.

مطالب بیشتر:  د رضا پهلوي دوه‌ګونی دریځ؛ ګډوډۍ ته د لاریونوالو هڅونه او له مسوولیته تېښته

په داسې حال کې چې مرستیال ولسمشر غواړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پامه وغورځوي، روبیو هڅه کوي ویټکاف د خپل سخت دریځ تر چتر لاندې ځان سره وساتي. تر ټولو قوي احتمال دا دی چې ښایي د ټرمپ په بهرني سیاست کې یو ډول «منظم انارشيزم» رامنځته شي. ونس غواړي ځان د «تاریخي تړون معمار» په توګه تثبیت کړي او باور لري چې د وېري د توازن په عصر کې، له تهران سره معامله تر یوې نامعلومې جګړې غوره ده. د ساختاري رئالیسم له آنده، د مقابل لوري داخلي درزونه د ایران لپاره تر ټولو لوی فرصت برابروي.

په ټوله کې، د ټرمپ بهرنی سیاست د «دوه سري دکتورین» بڼه خپله کړې؛ هغه دا چې په یوه سر کې یې ونس، چې د بقا لپاره د معاملې پلوی دی او په بل سر کې یې روبیو، چې د واک او ځواک ساتلو لپاره د لګښتونو غوښتونکی دی. دا تضاد په لنډ مهال کې د امریکا د هر ډول ګواښ یا تړون باور له جدي پوښتنو سره مخ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *