هُرمز تنګی؛ د نړۍوالې سوداګرۍ د ملا تیر او د ایران له لوري د فشار غوره وسیله

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران او اسراییل ترمنځ وروستۍ جګړه کې د ایران لپاره د فشار راوړلو یوه تر ټولو مهمه او ګواښوونکې وسیله د هرمز تنګي تړل وو، او د ایران پارلمان غړي د دې تنګي پر تړلو سلا شوي هم وو؛ د دې تنګي جغرافیایي موقعیت ته په کتو، دا تنګی د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره څومره ارزښت لري، ایران تر کومې کچې پر دې تنګي ولکه لري او تر کومه بریده کولی شي له دې تنګي په استفادې پر نړۍواله ټولنه فشار راوړي، دا او دې ته ورته نورې پوښتنې په همدې لیکنه کې ځوابوو.

د هرمز تنګي جغرافیایي او سټراټیژیک موقعیت:

هرمز تنګی چې د ایران او عمان سلطنت ترمنځ موقعیت لري، فارس خلیج د عمان له سمندر سره نښلوي. دا تنګی شاوخوا ۲۱ مایله، چې ۳۹ کیلومټره کېږي، اوږدوالی لري، چې له شمال ایران او له سویل بیا متحده عربي امارت او عمان سلطنت سره نښلوي. دا تنګی چې د سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د تېلو د لېږد په برخه کې یو له مهمو سمندري لارو شمېرل کېږي، د رسمي شمېرو پر بنسټ، شاوخوا ۲۰ سلنه د نړۍ تېل، چې له ۱۸ تر ۱۹ بیرله کېږي، یوازې له همدې تنګي لېږدول کېږي او د نړۍ لپاره د انرژۍ په برخه کې حیاتي رول لري.

هرمز تنګی خپل جغرافیایي موقعیت ته په کتو، وخت ناوخته د ایران، عربي هېوادونو او لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول متحده ایالتونو ترمنځ د ترینګلتیاوو شاهد وي. ایران چې په دې تنګي کې پراخه ونډه لري، سمندري ځواکونه یې کله ناکله شکمنې بېړۍ را ګرځوي. که څه هم متحده ایالتونو د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره سمندري اېتلاف هم رامنځته کړی او امریکایي سمندري ځواکونه په منظم ډول له دې تنګي څارنه کوي، خو دا چې تنګی تر ډېره د ایران په ولکه کې دی، نو د هر ګواښ کابو کولو ته پوره لاسرسی نه لري.

د هرمز تنګي حقوقي ارزښت

د اوبو د برخې کارپوه سید نظیم سمون په خپله یوه مقاله کې د دې تنګي د حقوقي ارزښت په اړه وایي، چې د ساحلي او ازادو اوبو په اړه د ۱۹۸۲ کال کنوانسیون له مخې هر ساحلي دولت حق لري چې له ساحله د سمندر د منځ په لور خپل قلمرو له ۱۲ سیندیز مایل، چې معادل یې نږدې ۲۲ کیلومترو ته رسېږي، نشي پراخولی او همدغه ۲۲ کیلومتره ساحه له سمندرونو سره د هم‌سرحده دولتونو په قلمرو کې شاملېږي.

د دې کنوانسیون له مخې، د هرمز تنګی اوبه پر درېیو برخو وېشل شوې دي:

۱. د ایراني قلمرو اوبه چې د نړیوالو حقوقو له مخې ۱۲ سندیز مایله (۲۲ کیلو متره) کېږي؛

۲. د عمان قلمرو اوبه چې د نړیوالو حقوقو له مخې ۱۲ سندیز مایله (۲۲ کیلو متره) کېږي؛او

۳. ازادې اوبه (High sea) چې د ایران او عمان د ساحلي اوبو ترمنځ ۲ کیلو متره ساحه ده.

د نړیوالو حقوقو له مخې ایران او عمان حق نه لري چې له خپلو ۲۲ کیلو متره ساحلي اوبو هاخوا په ازادو اوبو کې مداخله، تصرف، نظارت او یا هم د بېړیو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. ایران یوازې په هغو مواردو کې د کښتیو د تګ راتګ مخه نیولی شي، چې د کنوانسیون په ۱۹ مه ماده کې یې وړاندوېنه شوې ده.

هغه بېړۍ چې د هورمز له تنګي څخه تېرېږي، بې له دې چې نړیوالې سولې، نظم او امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د بې ضرره عبور «innocent passage» له حق څخه برخمنې دي او د هرموز تنګي حقوقي رژیم په همدې اصل ولاړ دی.

د ایران لپاره د هرمز تنګي سوداګریز ارزښت

لکه څنګه چې وړاندې مو هم ورته اشاره وکړه، د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل، چې له ۱۸ تر ۱۹ میلیونه بېرله کېږي، د همدې تنګي له لارې لېږدول کېږي، چې پر ایران سربېره، د تېلو نور لوی صادرونکي، لکه سعودي عربستان، عراق، کوېټ او متحده عربي امارات له همدې تنګي خپل تېل بهرنیو بازارونو ته لېږدوي. د شمېرو له مخې، ایران هره ورځ له دې تنګي نږدې درې میلیونه او ۳۰۰ زره بېرله تېل نړۍوالو بازارونو ته لېږدوي. بناءََ که ایران دا تنګي تړي، نو نه یوازې چې د تېلو بهرنی بازار به ورسره زیانمن کېږي، بلکې خپله ایران به هم تر ډېره بریده تاوان کوي او نشي کولی چې یاده اندازه تېل بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.

که څه هم ایران اسراییل سره د جګړې پر مهال د دې تنګي د تړلو پر پرېکړه غور کاوه، خو دا چاره که له یوې خوا د ایران لپاره د فشار یو ښه آفشن دی، نو له بلې خوا ښایي پر ایران نیوکې هم له ځانه سره ولري. کله چې د دې تنګي د تړلو په اړه راپورونه خپاره شول، نو چین چې د ایران تر ټولو نږدې اقتصادي او سیاسي شریک دی، پر تهران یې نیوکه وکړه، چې د دې تنګي له تړلو ډډه وکړي. د دې ترڅنګ متحده ایالتونو هم له چین غوښتي وو، چې پر ایران فشار راوړي، څو د دې تنګي له تړلو ډډه وکړي.

د هرمز تنګي په تړلو سره نه یوازې ایران، بلکې آسیا او لوېدیځ ټول زیان ویني. چین چې دا مهال یې توکو د نړۍ ټول بازارونه په سر اخیستي، د یوه راپورته کېدونکي اقتصادي ځواک په توګه هېڅکله دا ورته د منلو نه ده، چې هرمز تنګی دې د دوی د سوداګرۍ پرمخ وتړل شي او یا دې هم ورته خنډونه جوړل شي.

که موضوع په لنډو کې راټوله کړو، د هرمز تنګي تړل که له یوې خوا د ایران لپاره پر نورو هېوادونو د فشار راوړلو ښه وسیله ده، خو له بلې خوا، د دې تنګي په تړلو سره ښایي پر ایران نیوکې او فشارونه هم زیات شي؛ ځکه خو ایران هم د ایران اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه کې، د دې تنګي له تړلو ډډه وکړه، چې ښایي دا یې پرېکړه یې هم د اوږدمهاله ګټو او د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول چین سره د اړیکو نه ترینګلي کېدو په پار کړې وي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد