د «د افغانستان جګړې اسناد: د یوې جګړې پټ تاریخ» کتاب، چې د واشنګټن پوسټ د مخکښ خبریال کریګ وېتلاک لهخوا لیکل شوی، د زرګونه مخه محرمو اسنادو په لرلو او د امریکا حکومت دننه مرکو پر بنسټ یوه مستنده کیسه وړاندې کوي، چې په حقیقت کې د افغانستان جګړې د بېل انځور ښکارندویي کوي؛ هغه انځور چې د نږدې دوو لسیزو پر مهال امریکایي وګړو ته د خوشبینانه او رسمي روایتونو له وړاندې کېدو سره، په ټکر کې دی. دا کتاب تر ډېره د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرپلټونکې ادارې (SIGAR) د پروژو له «زدهکړو» ترلاسه شوو اسنادو پورې متکي دی او د امریکايي پوځي قومندانانو، ډیپلوماټانو او لوړپوړو سیاسي چارواکو ښکاره اعترافونه پکې را سپړل شوي دي؛ داسې اعترافونه چې ښيي ډېری تصمیم نیوونکي د جګړې له لومړیو کلونو راهیسې د بریا په شونتیا شکمن وو.
په دغه کتاب کې د افغانستان جګړه د یوې بریالۍ سټراټیژیکې پروژې په توګه نه، بلکې د متناقضو پرېکړو، مبهمو موخو او تحریف شویو راپورونو د یوې ټولګې په توګه تشریح شوې ده. وېتلاک په دې ګتاب کې په ډاګه کوي، چې امریکايي چارواکو په داخلي غونډو کې د جګړې وضعیت «ناڅرګند»، «بې موخې» او «ناسنجول شوی» باله، خو په عین حال کې یې په عامه ویناوو کې د «پرمختګ» او «بریا ته د نږدې کېدو» خبرې کولې. یو لوړپوړی چارواکی چې نوم یې په اسنادو کې نه دی راغلی، په یوه مرکه کې وایي: «موږ نه پوهېدو چې دقیقاً څه کوو. هېچا د لارې روښانه انځور نه درلود.» دا جمله، چې په کتاب کې څو ځله د ورته عبارتونو سره تکرار شوې، په یو ډول افغانستان کې د امریکا د سیاستګذارۍ د وضعیت لنډیز بیانوي.
وېتلاک د رسمي اسنادو په استناد په ډاګه کوي، چې د افغانستان په جګړه کې د «پرمختګ» مفهوم ډېر ځله په مصنوعي ډول تعریف شوی و. شاخصونه به په پرلهپسې توګه بدلېدل؛ کله به جوړ شوي ښوونځي د بریا معیار ګڼل کېدل او کله هم د روزل شویو پوځیانو شمېر؛ خو هرکله به چې د دغو شاخصونو منفي انځور وړاندې کېده، نو بیا به څنډې ته کېدل. په دې اړه یوه پوځي سلاکار په خپل اعتراف کې ویلي: «هرکله به چې ناسم معلومات وړاندې شول، نو د بریا تعریف به مو بدل کړ.» دا اعتراف په ښکاره ډول د دې ښکارندویي کوي، چې رسمي راپور ورکول د واقعیت د درک لپاره نه، بلکې د عامه افکارو د مدیریت لپاره وو.
د دغه کتاب یو له مهمو محورونو، د افغانستان د پوځ او پولیسو موضوع ده. په رسمي روایتونو کې دا ځواکونه د امریکا د وتلو سټراټیژۍ اصلي ستنې بلل کېدې، خو داخلي اسناد بیا یو بېل انځور وړاندې کوي. وېتلاک د نورو په حواله وایي، چې په محرمو راپورونو کې په ځلونو د «خیالي ځواکونو» خبره شوې ده؛ هغه سرتېري چې یوازې د کاغذ پرمخ موجود وو او امتیازات یې د مفسدو قومندانانو جېبونو ته تلل. یو امریکايي افسر په یوه مرکه کې وایي: «موږ داسې پوځ روزه چې لویې برخې یې اصلاً شتون نه درلود.» دا خبره نه یوازې د افغان ځواکونو د روزنې د پروژې ناکامي ښيي، بلکې د ساختاري فساد ژورې رېښې هم را برسېره کوي.
د دغه کتاب په بېلابېلو برخو کې، د افغانستان کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو نه درک او په اړه یې د معلوماتو نشتون ته هم اشاره شوې ده. ډېرو امریکايي چارواکو منلې چې د دغه هېواد د قومي جوړښتونو، سیمهییزو اړیکو او سیاسي تاریخ په اړه یې کم معلومات او پوهه درلودل. یو لوړپوړی ډیپلوماټ د کتاب په یوه مهم نقل قول کې وایي: «موږ داسې هېواد ته لاړو، چې هېڅ مو نه پېژانده او هڅه مو وکړه هغه زموږ په شان جوړ کړو.» د وېتلاک په وینا، دا لیدلوری د «ملت جوړونې» پروژې د ناکامۍ له اصلي لاملونو و؛ هغه پروژه چې د افغانستان له ټولنیزو واقعیتونو سره په ټکر کې طرحه شوې وه.
د وېتلاک په کتاب کې همداراز راغلي، چې د جګړې لومړۍ موخې څنګه په تدریجي ډول بدلې شوې. لومړنۍ موخه د القاعده له منځه وړل او له ترهګرۍ سره مبارزه وه، خو وروسته دا موخه د یوه متمرکز، ډموکراټیک او له لوېدیځ سره د متحد دولت جوړولو ته واوښته. د ماموریت دا بدلون له سیاسي اجماع او د سرچینو له تعریف او زمانبندۍ پرته ترسره شو. د پنټاګون (اوسنی جګړې وزارت) یوه چارواکي په مرکه کې، چې وېتلاک په خپل دې کتاب کې را نقل کړې ویلي: «موږ د ترهګرو له ښکار، د یوه هېواد جوړولو ته ورسېدو، پرته له دې چې پوه شو څنګه باید دا کار وکړو.» دا څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې د مأموریت بدلون د یوې ناسنجول شوې سټراټیژۍ پایله نه، بلکې د سیاسي ګډوډۍ حاصل و.
د وېتلاک په کتاب کې پټوالی د یوې ساختاري رویې په توګه معرفي کېږي، نه د استثنا په توګه. ډېرو چارواکو منلې چې منفي خبرونه په قصدي ډول تر لوړو کچو نه رسېدل او یا به په راپورونو کې نرم ښودل کېدل. د کتاب یو مهم نقل قول دا دی: «حقیقت ډېر کم خوښېده او له همدې امله به تر ډېره له حقایق څنګ ته کېدل.» دا سازماني کلتور د دې لامل شو، چې حتا په لوړه کچه پرېکړه کوونکي هم، د حکومت د ننه وضعیت په اړه نیمګړی انځور ولري.
وېتلاک د کتاب په ځینو برخو کې د امریکا د بېلابېلو ولسمشرانو رول ته هم اشاره کوي. له جورج بوش او باراک اوباما نیولې تر ډونالډ ټرمپ او جو بایډن پورې، ټولو د جګړې د پای ژمنې کړې دي، خو په عمل کې یې پرېکړې د پوځي حضور د دوام لامل شوې دي. په یوه مهم نقل قول کې، جو بایډن پخوا کلونو ته په اشارې وایي: «موږ باید د بن لادن تر وژلو وروسته وتلي وای. دا موضوع باید لس کاله مخکې ټوله شوې وای.» دا جمله، که څه هم یو ښکاره اعتراف دی، خو د کتاب په متن کې د واقعیت ناوخته منلو د یوې بېلګې په توګه تحلیل شوې ده.
په ټوله کې ویلی شو، هغه څه چې د «د افغانستان جګړې اسناد» کتاب تر ټولو ډېر رابرسېره کوي، یوازې د یوه پوځي عملیاتو ماتې نه ده، بلکې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ ژوره ناکامي ده چې د یوې اوږدمهاله جګړې په طرحه، تطبیق او ارزونه کې رامنځته شوې ده. وړاندې شوي اسناد ښيي چې امریکايي سیاستوالو، د دې پر ځای چې له شته واقعیتونو سره په رښتینولۍ مخامخ شي، کلونه کلونه یې پر خوشبینانه او کنټرول شوو روایتونو ټینګار کړی؛ داسې چلند چې د بحران د حل پر ځای، د سیاسي باور ساتلو او د کورنیو لګښتونو د مخنیوي لپاره و. دغه سیاست په عمل کې جګړه په یوه دوامداره بهیر بدله کړه، هغه بهیر چې پکې پر ناکامۍ د اعتراف ترڅنګ یې، د واشنګټن لپاره پراخ لګښتونه درلودل.
له انتقادي اړخه، افغانستان کې د امریکا د سیاست له جدي تېروتنو، یوه دا وه چې له ټولنیزو او تاریخي ارزښتونو له سم درک پرته یې پر پوځي او اداري وسایلو ډېر تکیه وکړه. د لوېدیځې واکمنې الګو تحمیل، پرته له دې چې د قدرت بومي جوړښتونه په پام کې ونیول شي، نه یوازې د ثبات ټینګښت لامل نه شو، بلکې د فساد د پراخېدو، د عامه بېباورۍ او د نويو دولتي بنسټونو د ړنګېدو زمینه یې برابره کړه. د کتاب اسناد ښيي چې دا ناکامۍ تصمیم نیوونکو ته نااشنا نه وې، خو په شعوري ډول له پامه غورځول کېدې.
په لویه کچه، په افغانستان کې د امریکا سیاست د دې هېواد د تصمیم نیونې په نظام کې د ځواب ویلو د بحران بېلګه ده؛ هلته چې لنډمهاله سیاسي دورې د اوږدمهاله ستراتېژیک لید ځای نیولی دی. د موخو پرله پسې بدلون، د بریا په شاخصونو کې لاس وهنه او له رسمي راپورونو د منفي خبرونو لرې کول، ټول د داسې سیسټم نښه ده چې په کې حقیقت د سیاسي مصلحت قرباني کېږي. د دې چلند پایله بریا نه، بلکې د سرچینو زوال، پراخ انساني تلفات، او په نړیوال ډګر کې د امریکا د اخلاقي او ډموکراټیکو ادعاوو بېباوري وه.
په پای کې د وېتلاک کتاب د دې ښکارندویي کوي، چې په افغانستان کې د امریکا ماتې تر ډېره د تاکتیکي کمزورۍ پایله نه وه، بلکې د سیاست جوړونې د یوه ساختاري تېروتنې محصول وه؛ داسې تېروتنه چې په کې پوځي ځواک د پېژندنې، شفافیت او حساب ورکونې ځای نیولی و. دا اثر په ښکاره ډول خبرداری ورکوي چې د تصمیم نیونې د طریقو له جدي بیاکتنې او د واقعیتونو له صادقانه منلو پرته، د امریکا بهرنۍ پالیسي به لا هم د ورته ناکامیو د تکرار له ګواښ سره مخ وي؛ داسې ناکامۍ چې اصلي بیه یې نه تصمیم نیوونکي، بلکې د ښکېلو هېوادونو خلک او نړیوال عامه افکار پرې کوي. په ټوله کې، «د افغانستان جګړې اسناد» د یوې داسې جګړې مستند راپور دی چې کلونه کلونه د رسمي روایتونو له لارې اداره شوه، خو د پردې تر شا له شک، ګډوډۍ او د روښانه ستراتېژۍ له نشتوالي سره مل وه. د لوړپوړو چارواکو ګڼ نقل قولونه ښيي چې ډېری یې له پیله د جګړې پای ته بدبین وو، خو دا بدبیني هېڅکله په رښتینولۍ له عامه افکارو سره شریکه نه شوه. په دې کتاب کې راغلي، چ د حقایقو پټوالی او په بنسټیزه توګه د ځان غولونې نه یوازې د لارې د سمون مخه ونیوله، بلکې د جګړې انساني او مالي لګښتونه یې په شدت سره زیات کړل. په همدې چوکاټ کې، د وېتلاک کتاب نه یوازې یو تاریخي راپور، بلکې په لوړه کچه په سیاسي او پوځي پرېکړو کې د شفافیت او حساب ورکونې د نشتوالي د ګواښونو یو انتقادي سند بلل کېدای شي.
