د دویمې نړۍوالې جګړې له پایته رسېدو تر ننه، د امریکا متحده ایالات تل د نړۍوال سیاست له مهمو لوبغاړو ګڼل شوي دي. په دویمه نړۍواله جګړه کې له بریا وروسته، امریکا نه یوازې د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصادي ځواک شو، بلکې خپل پوځي او سیاسي نفوذ یې هم په نړۍواله کچه پراخ کړ. دغه نفوذ که څه هم د واشنګټن د چارواکو په وینا د امنیت ټینګښت او د ډیموکراسۍ د دفاع لپاره و، خو په ډېریو مواردو کې له مستقیمو او غیرمستقیمو پوځي مداخلو، د نورو هېوادونو د ملي حاکمیت له نقض او له سترو بوږنوونکو بشري ناورینونو سره مل و.
د ۱۹۴۵ کال په لسیزو کې، د امریکا د بهرني سیاست یو اساسي هدف د شوروي اتحاد مهارول او په نړۍ کې د لوېدیځ نفوذ پراخول وو. په همدې چوکاټ کې، امریکا په بېلابېلو هېوادونو کې پوځي مداخلې وکړې؛ لکه په کوریا کې (۱۹۵۰–۱۹۵۳)، ویتنام کې (۱۹۵۵–۱۹۷۵) او ګواتمالا کې (۱۹۵۴). د کوریا په جګړه کې له دوو میلیونو ډېرو کسانو ته مرګژوبله واوښته او میلیونونه نور کډوال شول، خو امریکا دغه اقدام د «دیموکراسۍ دفاع» وباله. په ویتنام کې، د امریکا یرغل په ښکاره ډول سیاسي او اقتصادي ګټې او د سړې جګړې دوام تعقیبوه او په یوه ستر بشري ناورین واوښت؛ د کیمیاوي بمونو کارول، پراخ هوايي بریدونه او د ځنګلونو بمبارۍ د سلګونو زرو ملکي وګړو د مړینې لامل شول.
له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته لسیزو هم وښوده، چې د امریکا د مداخلو سیاست لا هم دوام لري. په ۱۹۷۳ زېږدیز کال کې لاتینې امریکا کې، د چیلي پر ولسمشر سالوادور آلنده کودتا چې د امریکا په ملاتړ ترسره شوه، د خپلواکو هېوادونو په کورنیو چارو کې د ښکاره لاسوهنې بېلګه وه. په مرکزي امریکا کې، په السالوادور، نیکاراګوا او هندوراس کې د وسلهوالو ډلو او پوځونو ملاتړ د سلګونو زرو کسانو د وژل کېدو او د میلیونو نورو د بېځایه کېدو لامل شو. که څه هم واشنګټن په دې سیمو کې خپل هدف د کمونیزم د پراختیا مخنیوی یا د امریکایي شرکتونو د اقتصادي ګټو ساتنه بلله، خو پایله یې اوږدمهاله بشري او سیاسي بحرانونه وو.
د دې ترڅنګ، په منځني ختیځ کې د امریکا لاسوهنې لا پراخې او پېچلې وې. د اسراییل او عربي هېوادونو ترمنځ جګړو کې د اسراییلي رژیم له ملاتړ نیولې، تر دې چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو کې پر عراق او افغانستان پوځي یرغلونه وکړل؛ دا ټول تر ډېره د امنیتي ګواښونو پلمو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر عنوان لاندې توجیې کېدل. خو ډېری کارپوهان دا اقدامات ښکاره یرغلونه او د نړۍوالو قوانینو نقض بولي. د ۲۱مې پېړۍ له پیل سره هممهاله افغانستان د امریکا د مستقیمو مداخلو له څرګندو بېلګو ګڼلی شو. د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه پر افغانستان پراخ پوځي یرغل وکړ. دا جګړه چې تر شلو کلونو یې دوام وکړ، د سلګونو زرو کسانو د وژل کېدو، د بنسټیزو زیربناوو د ویجاړېدو او د میلیونو افغانانو د بېځایه کېدو لامل شوه. که څه هم واشنګټن د القاعده پر ضد مبارزه او د ثبات ټینګښت خپل هدف باله، خو شنونکي وایي چې د امریکا تګلارې او اوږدمهاله اهداف ناکام او ان متضاد وو.
پر افغانستان له یرغل وروسته، په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د ډلهییزو وژونکو وسلو د ناسمو معلوماتو له امله یرغل پیل شو، چې تر نیم میلیون زیات خلک ووژل شول او د میلیونونو نورو د بېځایه کېدو ترڅنګ یې، سیمه د لسیزو لپاره بېثباته کړه. همدارنګه، په ۲۰۱۱ کال کې پر لیبیا یرغل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې پرته ترسره شو او دا یرغل د شمالي افریقا په دې هېواد کې د سیاسي جوړښت د ړنګېدو لامل شو.
وروستیو لسیزو کې، د هېوادونو په چارو کې د امریکا لاسوهنې یوازې تر دودیزو پوځي عملیاتو پورې محدودې نه وې، بلکې نرمې کودتاوې، پراخ اقتصادي بنډیزونه او ډیپلوماټیک فشارونه هم پکې شامل وو. پر ایران، وینزویلا، کیوبا او شمالي کوریا د امریکا بنډیزونه د اقتصادي فشارونو هغه بېلګې دي چې د عادي خلکو پر ژوند یې ژور بشري اغېز کړی دی. د بېلګې په توګه، پر ایران بنډیزونو د روغتیا، درملو او د خلکو د ورځني ژوند په برخو کې جدي ستونزې رامنځته کړې، په داسې حال کې چې امریکا له دې لارې خپل سیاسي اهداف تعقیبوي.
د امریکا پر بهرني سیاست اصلي نیوکه دا ده، چې دغه هېواد د خپلو سټراټیژیکو ګټو لپاره، ډېری وخت نړۍوال قوانین، د هېوادونو ملي حاکمیت او د بشري حقونو اصول له پامه غورځولي دي. سره له دې چې واشنګټن ځان د بشري حقونو او ازادۍ مدافع بولي، خو د مداخلو تاریخ یې ښيي چې اصلي لومړیتوب یې زیاتره اقتصادي، پوځي او جیوپولیټیکي ګټې دي. دغو کړنو په نړۍ کې په ډېریو سیمو کې بېثباتي زیاته کړې، د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوې او پراخ بشري کړاوونه یې زېږولي دي.
د ۲۰۲۰ کال له پیل سره سم، د امریکا د مداخلو بڼه لا پېچلې شوې ده. بېپیلوټه الوتکې، سایبري جګړې او اقتصادي فشارونه د ځینو دودیزو پوځي عملیاتو ځای نیولی، خو لا هم د ملکي وګړو د تلفاتو او د زیربناوو د ویجاړېدو لامل ګرځي. په افغانستان، عراق او سوریه کې وروستۍ جګړې او همدارنګه پر ایران او روسیې اقتصادي بنډیزونه د امریکا د پوځي او اقتصادي تګلارې د دوام څرګندې بېلګې دي.
په ټوله کې، له ۱۹۴۵ تر ۲۰۲۶ کال پورې د امریکا د پوځي او اقتصادي مداخلو تاریخ ښيي چې دغه هېواد، سره له دې چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، په ځلونو یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پر نورو هېوادونو یرغلونه کړي او ستر بشري او سیاسي بحرانونه یې زېږولي دي. دا بهیر د امریکا د بهرني سیاست د مشروعیت او نړۍوالو قوانینو ته د دغه هېواد د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي او د دې ښکارندویي کوي، چې د اغېزمن نړۍوال نظارت په نشتون کې، د یوه هېواد سټراټیژیکې ګټې کولی شي د نورو ملتونو پر بشري حقونو او ملي حاکمیت لومړیتوب ولري.
