نشنل اېنټرسټ مجله: جګړه د ټرمپ ملګرو د جېبونو ډکولو لپاره پلمه ده

نشنل اېنټرست مجلې په یوه تحلیلي لیکنه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د پوځي لګښتونو زیاتوالی د ملي امنیت لپاره اړین دی، او دا یې د وسلو تولید سترو شرکتونو د لا بډایه کېدو لپاره پلمه بللې ده.
دغې امریکايي رسنۍ په خپل تحلیل کې لیکلي، چې کانګرس له منځمهاله ټاکنو وړاندې د پنتاګون لپاره د ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودجې د تصویب هڅه کوي. د نشنل اېنټرسټ له نظره، دا نه یوازې د ملي دفاع د منطقي لومړیتوبونو پر وړاندې ګواښ دی، بلکې په ښکاره توګه د امریکا له ملي سرچینو ناوړه استفاده، د لویو پوځي– صنعتي شرکتونو په ګټه ده. دغې رسنۍ همداراز ادعا کړې، چې په دومره لویه کچه بودجه آن د دفاعي صنعتي بنسټونو د پراخولو او د لویو وسله‌والو پروژو د عملي کېدو وړتیا هم نه لري.
د ټرمپ بودجوي لومړیتوب: پیسې، نه امنیت
د دې مقالې لیکوالان باور لري چې د سپینې ماڼۍ سیاستوالو په ډاګه کړې، چې د هغوی اصلي لومړیتوب د لا ډېرو پیسو لګښت دی، نه ملي امنیت او نه هم د اغېزمنې دفاع پیاوړتیا. د ۲۰۲۶ کال د ملي دفاع سټراتېژي د امریکا د ساتنې لپاره د واقعي پلان پر ځای، تر ډېره د یوې تبلیغاتي وینا بڼه لري چې د وسلو ټول تولیدوونکي خوشاله کوي. په دې سند کې د «ملي صنعتي بسیج» تمرکز د هېواد د امنیت لپاره نه، بلکې د ملي سرچینو د تمرکز لپاره د تر ټولو شتمنو کسانو او دفاعي شرکتونو په لاس کې طرحه شوی دی.
له دفاعي بودجې د ناوړه ګټې اخیستنې تاریخچه
له دفاعي بودجې ناوړه استفاده، یوازې د ټرمپ ځانګړنه نه ده؛ د امریکا د دواړو ګوندونو سیاستوالو له لسیزو راهیسې د دفاعي بودجې له لارې د شرکتونو او د هغوی د ونډه‌والو په ګټه پټه صنعتي تګلاره پر مخ وړې ده. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغه شرکتونه چې د پنتاګون د څېړنې او پراختیا بودجې یې جذب کړې، وده وکړه. په داسې حال کې چې د امریکا کورنی صنعت او تولید یې څنډې ته کړ. د «امریکا صنعتي بیارغونې» په اړه د ټرمپ تګلاره، نه د صنعتي زوال بحران جبرانوي او نه هم د عادي خلکو ژوند ښه کوي.
په هرو لسو امریکایانو کې یوازې یو کس د پوځي بودجې زیاتوالي ملاتړ کوي
د نشنل اېنټرسټ مجلې په دې تحلیل کې راغلي، چې د ټرمپ وړاندیز شوې ۱.۵ ټریلیون ډالري بودجه نه یوازې سیاسي مشروعیت نه لري، بلکې د خلکو له اقتصادي اندېښنو سره هم په ټکر کې ده. یوازې له هر لسو امریکایانو یو د پوځي بودجې د زیاتوالي ملاتړ کوي، او د هغوی لومړنی اندېښنه لا هم مالي توان او د ژوند ستونزې دي. په داسې حال کې چې د پوځي بېړیو تولید کم شوی او د پانګونو اغېز په دقیقه توګه نه سنجول کېږي، د پوځي صنعت لپاره د میلیاردونو ډالرو لګول د حکومت له لوري د خلکو ګټو ته د نه پاملرنې ښکارندویي کوي.
د ټرمپ حکومت هغه ادعا چې دا «د دفاعي صنعتونو لپاره نسلي پانګونه» ده، تر ډېره د ملي امنیت پر ځای د سترو شرکتونو او پانګه‌والو په ګټه ده. د پرمختللو وسایلو، لکه اوبتلونو او توغندیو پېرودل یوازې پوځي صنایع پیاوړې کوي، خو د امریکا رښتینی اقتصاد، په ځانګړي ډول بنسټیزې زېربناوې، استوګنې، روغتیایي خدمتونه او داسې نور وروسته پاتې کېږي.

مطالب بیشتر:  د رضا پهلوي دوه‌ګونی دریځ؛ ګډوډۍ ته د لاریونوالو هڅونه او له مسوولیته تېښته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *