ناکام یرغلونه او له جګړې ستړی ولس؛ آیا تهران به د واشنګټن نوې تېروتنه وي؟

وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی او امریکا پر ایران د برید لپاره سترې بېړۍ په سیمه کې ځای پر ځای کړې او دواړه لوري یو بل ته ګواښونه کوي، خو د تهران او واشنګټن ترمنځ هرکله چې تاوتریخوالی زیات شوی، یو څه خورا زیات تکرار شوي؛ هغه دا چې د امریکا خلک او زیات شمېر سیاسون، په ځانګړي ډول د کانګرس د دواړو ګوندونو غړي نه غواړي په سیمه کې یوې نوې جګړې ته دننه شي. دا دریځ یوازې تر یوه سیاسي ګوند پورې محدود نه دی، بلکې ډیموکراټان او جمهوري غوښتونکي دواړه په یوه غږ ایران سره د جګړې د ناوړه پایلو په اړه خبرداري ورکوي.

د امریکایي وګړو او سیاسیونو د دغو اندېښو د لا غوره درک لپاره که د تېرو دوو لسیزو تجربو ته وګرځو، نو پایله یې امریکا ته له پراخو مالي او ځاني زیانونو پرته بل څه نه دي. امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو کابو یوه میاشت وروسته د اکتوبر په ۷مه، د ترهګرۍ او مخدره توکو له منځه وړلو او ډیموکراسۍ راوستو په پار، پر افغانستان یرغل وکړ او دا یرغل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وګرځېده، چې بالاخره له شل کلن دوام وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې امریکایي پوځیان او ملګري یې له افغانستانه د تېښتې په څېر ووتل او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم له افغانستانه د امریکایي پوځیانو وتل تېښته بولي او پر څرنګوالي یې وخت ناوخته سختې نیوکې کوي. پر افغانستان سربېره، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې پر عراق هم یرغل وکړ؛ د عراق جګړه چې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوه او کلونه یې دوام وکړ، له پراخو لګښتونو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ یې بل څه نه لرل. په دې دواړو جګړو کې زرګونه امریکایي سرتېري ووژل شول، لسګونه زره نور ټپیان یا له رواني ستونزو سره مخ شول، او سلګونه میلیارده او د ځینو اټکلونو له مخې ټریلیونونه ډالر مصرف شول؛ خو له دې ټولو سره سره، د دې جګړو پایله د ډېرو امریکایي وګړو لپاره قناعت‌بخښونکې نه وه؛ نه ژمنه شوې باثباته ډیموکراسي رامنځته شوه او نه هم نړیوال امنیت په ماناداره توګه ټینګ شو.

مطالب بیشتر:  خوست کې د پاکستان جنایت؛ اسلام‌آباد ولې له پېښې تېښته کوي؟

همدا تاریخي شالید دی چې نن سبا عام امریکایان او د دغه هېواد ځیرک سیاسیون او د کانګرس زیاتره غړي د هر پوځي یرغل پر وړاندې حساس دي. د سناتور انډی کیم څرګندونې د همدې اندېښنې منعکسوونکې دي. هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «د امریکا خلک نه غواړي له ایران سره جګړې ته ولاړ شي. دا د روښانه پلان نشتون او د کانګرس له رضایت پرته، د ټرمپ له لوري د یوه بل خطرناک کړکېچ پیل دی. ولسمشر ته وایم، تاسې نشئ کولی په یوازې ځان جګړې ته د ننوتو پرېکړه وکړئ.» دا خبرې نه یوازې د جګړې مخالفت څرګندوي، بلکې د امریکا په سیاسي نظام کې پر یوه بنسټیز اصل هم ټینګار کوي؛ هغه دا چې د جګړې د اعلان او څار په برخه کې د کانګرس رول دی. د عراق تجربه، چې ډېری یې د نیمګړو معلوماتو او چټکو پرېکړو پایله بولي، استازي دې ته اړ کړي چې د هرې پوځي پرېکړې پر وړاندې ډېر محتاط واوسي.

د ډیموکراټانو ترڅنګ، جمهوري غوښتونکي هم ایران سره د جګړې مخالف دي. د جورجیا ایالت جمهوري غوښتونکې استازې مارجوری ټیلور ګرین ویلي چې «زیات شمېر امریکایان جګړې ته د تګ مخالف دي» او د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې رایه یې د «بهرنیو جګړو او د رژیم بدلون» د پای ته رسولو لپاره د خلکو اراده بللې ده. هغې ټینګار کړی چې د خلکو لومړیتوبونه کورني مسایل دي؛ لکه روغتیایي بیمه، استوګنځای، کار او اقتصادي هوساینه، نه په نورو هېوادونو کې د پراخ لګښت لرونکو جګړو پیل. که څه هم د هغې ځینې څرګندونې توندې او جنجالي دي، خو اساسي پیغام یې له عامه افکارو سره همغږی دی؛ هغه دا چې امریکایان نور له ناپایه جګړو ستړي دي او غواړي د دوی پر کورنیو ستونزو تمرکز وشي.

مطالب بیشتر:  د لارو خلاصون په اړه د پوروړي اسلام‌آباد سرګرداني او د کابل بې‌پروایي

همدارنګه د ټکزاس ایالت ډیموکراټ استازي ګرګ کاسار ویلي: «زما د ژوند په اوږدو کې، زموږ سیاستوالو د نورو خلکو اولادونه، یعنې زموږ امریکایي ځواکونه ناپایه جګړو ته استولي، څو هلته ووژل شي. نور بس دي.» دا دریځ د جګړې انساني اړخ ته اشاره کوي او د هغو کورنیو او ځوان نسل اندېښنې څرګندوي چې نور نه غواړي د جیوپولیټیکي پرېکړو قرباني شي.

د امریکایي چارواکو او د دواړو ګوندونو د څرګندونو ترڅنګ، ایران سره د جګړې په اړه، د ټولنیزو شبکو کاروونکو غبرګونونه هم د پام وړ دي. د دې شبکو ډېری کاروونکي د امریکا په مشرۍ د نورو هېوادونو په چارو کې د «لوېدیځو هېوادونو لاسوهنو» په اړه نیوکې کوي. ځینې کاروونکي باور لري چې متحده ایالات، بریټانیا، د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډله، اروپایي ټولنه او د ناټو غړو هېوادونو په تېرو لسیزو کې د نورو هېوادونو په سیاسي چارو کې لاسوهنې کړې او دغو سیاستونو ډېر ځله بې‌ثباتۍ او جګړو ته لار هواره کړې ده. که څه هم دا ادعاوې تحلیلي او ژورې ارزونې ته اړتیا لري، خو د عامه افکارو لیدلوری د دې ښکارندویي کوي، چې مداخله کوونکې بهرنۍ تګلاره تل د بحرانونو لامل شوې ده.

بله مهمه مسئله دا چې، له سټراټیژیک اړخه هم ایران سره احتمالي جګړه د افغانستان او عراق له جګړو سره خورا زیات توپیرونه لري. ایران یو لوی هېواد دی چې د پام وړ پوځي وړتیاوې او سیمه‌ییز متحدین لري. هره شخړه کولای شي په چټکۍ سره پراخې سیمه‌ییزې جګړې ته لار هواره او د انرژۍ په بازار کې اقتصادي اغېزې رامنځته کړي. په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، دا ډول سناریو د ډېرو امریکایي پرېکړه‌کوونکو لپاره خورا سخته او له خطره ډک ښکاري.

مطالب بیشتر:  د غزې جنایتونه؛ تر کنډوالو لاندې ۸ زره جسدونه او د نړۍوالو ویده وجدانونه

که موضوع را ټوله کړو، د دې ټولو دریځونو ټولګه د دې ښکارندویي کوي، چې د امریکا په ټولنه کې د تازه جګړو پر ضد نسبي اجماع رامنځته شوې ده؛ هغه اجماع چې ریښه یې د تېرو کلونو په تجربو، اقتصادي فشارونو او د نوي نسل د لومړیتوبونو په بدلون کې نغښتې ده. که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پیلېږي، نو دا جګړه به په امریکایي ټولنه کې ولسي ملاتړ ونه لري؛ ځکه امریکایانو له تېرو ناکامو جګړو تجربې اخیستې، هغه تجربې چې له پراخو ځاني او مالي زیانونو پرته او همداراز د دغه هېواد د ملي شتمنیو له ضایعه کېدو پرته یې، بل څه په میراث نه دي پرېښي. په امریکایي ټولنه کې دا فکري بدلون ښایي په راتلونکي کې د دغه هېواد د ورته سیاستونو او سناریوګانو پر وړاندې لوی خنډ واوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *