منځني ختیځ کې د کړکېچ بله څپه؛ د ایران او اسراییل جګړه او پر افغانستان یې اغېز

د ایران اټومي پروګرام ته لنډه کتنه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران اټومي پروګرام او د یورانیمو غني کول د ایران او لوېدیځ ترمنځ هغه لانجمنه مسئله ده، چې له لسیزو راهیسې یې د مخنیوي او کابو کولو هڅې کېږي. سره له دې چې ایران تل ټینګار کړی، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز او یورانیم د برښنا تولید لپاره غني کوي، نه د پوځي موخو او اټومي بم جوړولو لپاره، خو لوېدیځه نړۍ وخت ناوخته د ایران په نیت شک کړی او ان تر دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د (۵+۱) (امریکا، روسیې، چین، فرانسې، انګلستان او آلمان) او ایران ترمنځ د برجام په نوم هوکړه لاسلیک شوه.

تر برجام وروسته د ایران او لویدېځې نړۍ اړیکې ښې شوې، د ایران اقتصاد څه ناڅه وده وکړه، خو په ۲۰۱۸ کال کې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، امریکا له دې تړونه ووتله. ټرمپ له دې تړونه د وتلو علت د ایران توغندیز پروګرام وباله او زیاته کړې یې وه، چې د ایران توغندیز پروګرام د هرې ورځې په تېرېدو سره د پراختیا په حال کې دی او دا چاره د امریکا ګټې نشي خوندي کولی. له برجام تر وتلو وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې او امریکایي لوري پر ایران پراخ بنډیزونه ولګول، چې تر نن پورې دوام لري.

اسراییل چې له لومړیو د ایران له اټومي پروګرام او یورانیمو غني کولو سره مخالفت درلود، تل یې هڅه دا وه چې د امریکا په ګډون نور هېوادونه هم په دې قانع کړي، چې له ایران سره د برجام له تړونه ووځي، خو له امریکا پرته پنځه نور هېوادونه لا هم ایران سره د برجام په هوکړه کې شامل دي. د دې ترڅنګ اسراییل تل هڅه کړې، چې د ایران په خاوره کې ایراني ساسنپوهان په نښه کړي، چې یوه بېلګه یې هم په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د پېژندلي ایران سایسنپوه او د دغه وزارت د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او څېړنو څانګې مشر محسن فخری‌زاده بللی شو. له دې ورها خوا په ۲۰۱۰ او ۱۲ میلادي کلونو کې څلور نور ایراني سایسنپوهان ترور شول، چې ایران یې هغه مهال پړه پر اسراییل ور واچوله.

د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات

واک ته د دویم ځل لپاره د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، د ایران اټومي پروګرام او یورانیمو غني کولو مسئله یو ځل بیا راپورته شوه او د دواړو لورو ترمنځ د عمان او اېټالیا په منځګړیتوب پنځه پړاوه غیر مستقیم مذاکرات ترسره شول، چې وروستی پړاو یې هم د روان زېږدیز کال د (مۍ ۲۳مه) د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شول. که څه هم د ایران بهرنیو چارو وزیر د مذاکراتو پنځم پړاو د نورو پړاوونو په پرتله، حرفه‌یي بللی و او زیاته کړې یې وه، چې په دې پړاو کې یې پر اساسي مسایلو خبرې کړې، چې کولی شي د راتلونکي لپاره لار پرانیزي، خو امریکایي لوري بیا د ایران له لوري د مذاکراتو اوږدېدل د وخت ضایعه بللې وه او خپله ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې ایران غواړي د وخت په تېرولو سره اټومي وسلو جوړولو ته ځان ورسوي. د امریکا ولسمشر په ځلونو ایران ته خبرداری ورکړی و، چې که د دوی غوښتنې ونه مني، نو ښایي برید ورباندې وکړي او ان تر دې چې د اسراییل له برید یوه ورځ مخکې هم ټرمپ ویلي وو، چې پر ایران د برید هوډ نه لري، خو هیله یې څرګنده کړې وه، چې تهران دې د دوی غوښتنې ومني او هوکړه دې لاسلیک کړي.

پر ایران د اسراییل بریدونه او اوښتي تلفات

د ایران او امریکا ترمنځ د پنځم پړاو خبرو اترو له پای‌ته رسېدو وروسته، تمه وه سبا (یکشنبه، غبرګولي ۲۵مه) د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د عمان پلازمېنه مسقط کې د غیر مستقیمو مذاکراتو شپږم پړاو پیل شي، خو تر شپږم پړاو خبرو اترو وړاندې، اسراییل پرون (جمعه غبرګولي ۲۳مه) د شپې مهال د ایران پر پلازمېنه تهران هوایي بریدونه پیل کړل او ورپسې دا جګړه د ایران نورو ښارونو ته وغځېده او تر اوسه دوام لري. د راپورونو له مخې، د اسراییل په بریدونو کې د ایران لوړپوړو امنیتي چارواکو او سایسنپوهانو په ګډون، تر دې دمه نږدې ۸۰ تنو ژوند بایللی او تر ۳۰۰ زیات ټپیان دي.

د اسراییل په بریدونو کې پر ملکي وګړو سربېره د ایران لاندې لوړپوړو پوځي چارواکو او ساینسپوهانو هم ژوندونه بایللي دي:

  • حسین سلامي – د سپاه پاسداران عمومي مشر
  • امیرعلي حاجي‌زاده – د ایران هوایي ځواکونو مشر
  • محمد باقري – د ایران وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز
  • فریدون عباسي – د هستوي پروګرام ساینس‌پوه
  • محمد مهدي طهرانچي – د هستوي پروګرام ساینس‌پوه
  • غلام‌علي رشید – د خاتم الانبیا پوځي اډې قومندان

د دې ترڅنګ اسراییل د ایران څو اټومي سایټونه، په ځانګړي ډول نطنز او فردو په نښه کړي او د اټومي انرژۍ سازمان د ایران په یو شمېر اټومي سایټونو کې د اورلګېدنې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، خو ایراني لوري بیا یاد سازمان ته د اور کابو کولو ډاډ ورکړی دی.

پر اسراییل د ایران ځوابي توغندیز بریدونه او اوښتي تلفات

پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته، ایراني چارواکو دغه هېواد ته خبرداری ورکړ، چې د سخت ځواب په تمه واوسي. د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي په خپل وروستي ویډیویي پیغام کې چې پرون ناوخته خپور شو، ویلي چې اسراییل جګړه پیل کړې او سخت ځواب ته دې په تمه اوسي. هغه ټینګار کړی: «موږ به اجازه ورنه کړو، چې له دې جنایته په آسانۍ را ووځي»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم پرون (جمعه غبرګولي ۲۳مه) د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې د اسراییل بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی، چې اسراییل ته به سخت او پېښمانوونکی ځواب ورکړي. پزشکیان زیاته کړه: «د ایران ملت او مسوولین به د دې جنایت پر وړاندې چوپ پاتې نشي او د دوی دغه احمقانه اقدام ته به سخت او پرېګنده ځواب ورکړي.»

د ایراني چارواکو له دې څرګندونو څو ساعته وروسته، ایران پر اسراییل سلګونه بالستیک توغندي وتوغول، چې پر ځاني زیانونو سربېره یې، اسراییل کې پراخ مالي زیانونه اړولي او ګڼ تاسیسات یې ویجاړ کړي دي. اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران په توغندیزو بریدونو کې ۴ اسراییلي وګړي وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي. اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي هم ویلي، چې تېره شپه یې خورا په سختۍ تېره کړې ده؛ هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې ټولو ته خوندي ځایونو ته د تللو لارښوونه شوې ده او دی هم پنځه ځله خوندي ځایونو ته تللی دی. د راپورونو پر بنسټ، د دواړو لورو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده، ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلي رژیم جنګي او بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي، خو اسراییل بیا وایي، چې ایران کې یې په تازه بریدونو کې پوځي مرکزونه او د اټومي وسلو سایټونه به نښه کړي دي. د دې ترڅنګ ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن حوثیانو غورځنګ او د فلسطین حماس غورځنګ هم د اسراییل پر لور توغندي توغولي دي.

پر ایران د اسراییل بریدونو ته نړۍوال غبرګونونه

  • افغانستان:

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایران د اسراییل بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټومي پوهانو وژل کېدل په کلکه غندلي او دا یې د نړۍوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده سرغړونه بللې ده. ښاغلي مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوی چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسراییلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دی” د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې دا ډول کړنې د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن کوي او  له ټولو ذيدخلو جهتونو یې غوښتي، چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې په پوره مسوولیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي.

د دې ترڅنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت پر مهال د ملي روغې جوړې رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او دا یې له نړۍوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

  • پاکستان

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ایران د اسراییل د تېرې شپې بریدونو او د دغه هېواد د لوړپوړو امنیتي چارواکو وژل کېدو ته غبرګون ښودلی او د اسراییل دا بریدونه یې بې دلیله بللي دي. ښاغلي شریف پر خپله ایکس پاڼه د دا ډول بریدونو عواقب خطرناک بللي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول اقدامات به سیمه لا د بې‌ثباتۍ لور ته سوق کړي. د پاکستان لومړي وزیر پر نړۍواله ټولنه غږ کړی، چې د تاوتریخوالي کابو کولو په پار بېړني ګامونه اوچت کړي.

  • ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ایران د اسراییل بریدونه په کلکه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي سیمه له ستر ناورین سره مخ کړي. هغه پر ایکس پاڼه لیکلي، چې نتانیاهو غواړي په ټوله سیمه کې اور بل کړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د هغه د اقداماتو مخه ونیسي.

  • قطر:

د قطر صدراعظم او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسراییل بریدونه غندلي دي. د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي آل‌ثاني په حواله لیکلي، چې دا بریدونه د ایران ځمکنۍ بشپړتيا او ملي امنيت ضد عمل او له نړيوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د قطر صدراعظم او بهرنيو چارو وزیر په دې ټلیفوني مکالمه کې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې قطر به له سيمه‌ييزو او نړيوالو شريکانو سره په ګډه د تاوتريخوالي د کمېدو او د سيمې د ثبات د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د اسراییل بریدونو په تړاو بېړنۍ غونډه را بللې او د څو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې، چین پاکستان او ایران استازو پر ایران د اسراییل بریدونه په کلکه غندلي او د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د اسراییل دا ګام د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې او دا یې په سیمه کې د یوې سترې غمیزې پیل بللی دی. د امنیت شورا یو شمېر نورو غړو هم دې بریدونو ته د ایران ځواب د هغه هېواد حق بللی او د اسراییلي رژیم بریدونه یې د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف بللي دي.

  • سعودي عربستان:

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پر ایران د اسراییلي رژیم وروستي بریدونه د دغه هېواد ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا برید د ټولو نړۍوالو قوانینو او پروتوکولونو ښکاره نقض دی.

  • روسیه:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټلیفوني خبرو کې، د اسراییل برید غندلی او دا یې د نړۍوالو حقوقو ښکاره سرغړونه بللې ده. هغه د ایران ولسمشر او قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او ټینګار یې کړی، چې روسیه چمتو ده د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز حل کې مرسته وکړي.

  • چین

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي هم پر ایران د اسراییل برید د نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د ایران ملي حاکمیت نقض بللی او له اسراییلو یې غوښتي، چې ژر تر ژره ټولو پوځي اقداماتو ته د پای ټکی کېږدي. فوکونګ د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې زیاته کړې، چې چین د اسراییل د اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه لري.

د دې ترڅنګ لسګونه نورو هېوادونو هم پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د جګړې پر ځای ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ایران – اسراییل جګړه او پر افغانستان یې اغېز

ایران او افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه دیني فرهنګي، ژبني او ټولنیز مشترکات لري. ایران له کلونو راهیسې په خپله لمن کې میلیونونو افغانانو ته ځای ورکړی او د راپورونو پر بنسټ لا هم دغه هېواد کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي او افغان کارګر تر ډېره خپل ورځني لګښتونه دغه هېواد کې د کارګرۍ له لارې تامینوي. د دې ترڅنګ، ایران او افغانستان پراخه سوداګریزه راکړه ورکړه لري؛ د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، یوازې تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د څه باندې درې میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د افغانستان او ایران سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډو مشترکاتو ته په کتو سره، که د ایران او اسراییل ترمنځ جګړه دوام کوي، طبیعي ده چې افغانستان به ترې اغېزمن کېږي، په ځانګړي ډول هلته مېشت میلیونونه افغانان به له ننګونو سره مخ او همداراز د دې چارې دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزه راکړه ورکړه ناوړه اغېزې ولري او افغانستان چې تر ډېره خوراکي او سون توکي (تېل او ګاز) له ایرانه واردوي، ښایي د جګړې په دوام سره د دې توکو په بیو کې هم زیاتوالی راشي.

اسراییل ولې پر ایران برید وکړ؟

امریکا هېڅکله په منځني ختیځ کې د ایران په څېر یو خپلواک او د دوی د ګټو او سیاستونو خلاف هېواد نشي زغملی؛ دوی تل هڅه کوي، چې په بېلابېلو پلمو د نړۍ هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې ولري، هغه هېوادونه چې پیاوړي دي، هڅه کوي کمزوري یې کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره امریکا په سیمه کې د اسراییل په نوم یو بې‌رېښې رژیم لري، چې د هغه پر مټ په سیمه کې خپلې ګټې او موخې تعقیبوي.

که څه هم ایران په ځلونو ویلي، چې د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی او د یورانیمو غني کول یې سوله‌ییز دي، خو امریکا او اسراییلو ته د ایران هر راز هستوي فعالیت د منلو نه دی او له همدې امله واک ته د ډونالډ ټرمپ په بیاځلي را ګرځېدو سره، متحده ایالتونو په ځلونو ایران ته خبرداری ورکړ، چې د اټومي پروګرام پر سر هوکړه وکړي، چې بالاخره له ۶۰ ورځني ضرب الاجل وروسته، د غیر مستقیمو مذاکراتو په منځ کې اسراییل پر ایران د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف برید وکړ او د دغه هېواد ملي حاکمیت یې نقض کړ. ایران هم د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، له خپل ځان د دفاع مشروع حق لري او له همدې امله یې تېره شپه پر اسراییل سلګونه توغندي وتوغول، چې پر ځاني زیانونو سربېره یې، پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

دا چې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې راتلونکی به څنګه کېږي، هغه څه دي چې وخت به یې ځواب کړي؟

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد