وروستیو کلونو کې د هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د «تاوتریخوالي عادي کېدو» اندېښمنوونکې نښې لیدل کېږي؛ داسې بهیر چې که مهار نه شي، کولی شي نړیوال نظام پراخې بېثباتۍ او حتا یوې بشپړې جګړې ته سوق کړي. د دې حالت څرګندې بېلګې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بریدونه او همدارنګه د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ روانې شخړې ګڼلی شو.
په همدې لړ کې، تر جګړې هم خطرناکه لا دا ده، چې تاوتریخوالی د هېوادونو د بهرني سیاست یوه منل شوې وسیله ګرځي. کله چې یو هېواد پرته له جدي حسابورکونې، پر خپل ګاونډي برید وکړي، د هغه هوایي حریم نقض او ان تر دې چې ملکي مرکزونه په نښه کړي، دا کار ورو ورو له یوې سرغړونې یوې «نا لیکلې قاعدې» ته اوړي.
د افغانستان پر وړاندې د پاکستان وروستي بریدونه د دې بهیر څرګنده بېلګه ده. د دې بېلګې تر ټولو ټکان ورکوونکې، کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوایي برید ګڼلی شو، چې په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته. دا بوږنوونکې پېښه چې ښکاره انساني فاجعه بلل کېږي، نه یوازې دا چې نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشر حقونو اړوند بنسټونو یې په اړه قاطع غبرګون ونه ښود، بلکې دا ډول چوپتیا د ورته کړنو د دوام او توجیې لپاره د شین څراغ مانا لري.
پاکستان داسې مهال دا بریدونه کوي چې خپله له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دی. خو د دې پر ځای چې پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي، هڅه کوي د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي او ان تر دې چې د استانبول په مذاکراتو کې یې له کابل د اسلامآباد د امنیت د تضمین غوښتنه کړې وه. هغه چلند چې نه یوازې سیاسي منطق نه لري، بلکې د خپلو کورنیو ناکامیو ښکاره نښه ده.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې دا کړنې یوازې امنیتي پلمې نه دي، بلکې د سیمې بېثباتۍ اړوند د یوې لویې پروژې برخه ده. د دوی په اند، د دې بهیر تر شا د لویو لوبغاړو رول هم مطرح دی او موخه یې کېدای شي په مرکزي اسیا کې ناامني رامنځته کول او پر چین، روسیې او نورو سیمهییزو هېوادونو فشار واردول وي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلي کېدو سره هممهاله، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو ګډو بریدونو دا اندېښنې لا زیاتې کړې دي. په داسې فضا کې دا خطر شته چې د «مخکیني برید» یا «مخنیوي دفاع» نظریه په یو عادي اصل بدله شي؛ هغه اصل چې له مخې یې ښایي راتلونکي کې یې لمن لا پراخه او هر هېواد وکولای شي د ادعاوو او پلمو په تراشلو سره، پر بل هېواد پوځي یرغل وکړي.
که دا منطق ومنل شي، نړۍ به هغه پړاو ته داخله شي چېرته چې قانون خپل ځای زور ته پرېږدي. په داسې حالت کې به ځواکمن هېوادونه په اسانۍ سره کمزوري هېوادونه تر برید لاندې راولي، پرته له دې چې د جدي نړیوالو پایلو وېره ولري. د دې بهیر پایله به د بېباورۍ زیاتوالی، د وسلو سیالۍ او بالاخره د یوې پراخې جګړې لامل شي.
د تاوتریخوالي عادي کېدل یوازې د جګړو زیاتوالی نه دی، بلکې ورو ورو د نړیوالو حقوقو د اساسي اصولو ړنګېدل هم دي. لکه د ملي حاکمیت نه درناوی، د ملکي وګړو نه خوندیتوب او د زور د کارولو نه محدودیت؛ هغه اصول چې د سړغړونې پر مهال یوازې د جدي غبرګون په صورت کې مانا پیدا کوي، خو کله چې دا سرغړونې بابیزه وګڼل شي، نو اصول او نړۍوال قوانین هم خپل باور له لاسه ورکوي او نړۍ کې به د ځنګل قانون حاکم وي.
په داسې شرایطو کې، د افغانستان په څېر کمزوري هېوادونه تر ټولو درنه بیه پرې کوي. د دغه هېواد خلک له یوې خوا له سختو کورنیو اقتصادي ستونزو او له بلې خوا له نړۍوالو بنډیزونو او ګواښونو سره مخامخ دي؛ خو له افغانستان ورها خوا د دا ډول وضعیت دوام کولی شي په نړۍواله کچه هم پراخې منفي او بوږنوونکې پایلې ولري.
که نړیواله ټولنه د دې بهیر پر وړاندې چوپه پاتې شي، نو دا یوازې د افغانستان په اړه ناکامي نه ده، بلکې د ټول نړیوال نظام پر وړاندې مسوولیت هم دی. ځکه د تاوتریخوالي عادي کېدل بالاخره هغه پړاو ته رسېږي چې هېڅ هېواد به ترې خوندي نه وي.
اوس نړۍ په یو برخلیک ټاکونکي پړاو کې ده: یا به د نړیوالو حقوقو اصولو ته بېرته ور وګرځي او د حسابورکونې میکانېزمونه به پیاوړي کېږي، او یا به په ناڅرګنده ډول داسې نظم ته غاړه ږدي چې پکې «زور» د «قانون» ځای ونیسي—هغه نظم چې پایله به یې له نړیوالې ګډوډۍ «انارشېزم» پرته بل څه نه وي.