د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې ګواکې که څوک له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي، نو ۲۵ سلنه تعرفه پرې لوړوي، یو ځل بیا د واشنګټن د سیاستونو واقعي ماهیت په ډاګه کوي؛ هغه سیاست چې بنسټ یې خبرې اترې او نړۍوال حقوق نه، بلکې ګواښ، زور او ډلهییزه سزا ده. د ایران وروستیو لاریونونو په لړ کې دا دریځ، د دې ښکارندویي کوي، چې له اقتصادي فشار د سیاسي اغېز او کورنۍ بېثباتۍ پارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.
کوم څه چې نن سبا یې امریکا تعقیبوي، په حقیقت کې د «اقتصادي ترهګرۍ» روښانه بېلګه ده؛ یعنې د خلکو د ورځني ژوند کمزوري کولو او همداراز د ټولنیزو ستونزو زیاتوالي لپاره، په قصدي توګه د مالي او سوداګریزو وسیلو کارونه، د دې ترهګرۍ ښکاره بېلګه ده. ایران سره د اقتصادي تعامل په صورت کې د هېوادونو ګواښل، په حقیقت کې دولتونه نه، بلکې د خلکو ورځنی ژوند په نښه کوي: د اساسي توکو د بیو لوړوالی، درملو او اومه موادو ته د لاسرسي محدودیت او د اقتصادي بېباورۍ زیاتوالی دی. دا ډول تګلارې د یوه ملت ډلهییزه سزا ده او د امریکا له هغو ادعاوو سره په ټکر کې ده، چې د بشري حقونو په اړه یې کوي.
د نړیوالو حقوقو له نظره، دا ډول کړنې د بنسټیزو اصولو ښکاره نقض دی؛ د یوه هېواد ملي حاکمیت ته د نه درناوي، د هغه په کورنیو چارو لاسوهنې او د سوداګرۍ نه آزادۍ مانا لري. هېڅ هېواد حق نه لري چې خپل سیاسي لیدلوری د اقتصادي ګواښ له لارې پر نورو تحمیل کړي. واشنګټن له کلونو راهیسې د دغو ټولو اصولو په نقضولو سره، هڅه کوي د ملتونو د پرېکړو مسیر وټاکي؛ هغه چلند چې د قانون په پرتله، تر ډېره د زور پر محور را څرخېږي.
له اقتصادي فشار سره هممهاله، د روایتونو جګړه او له ګډوډي جوړوونکو د امریکا او اسراییل ښکاره ملاتړ هم د بېثباتۍ سټراټیژۍ یوه برخه ده. تجربو ښودلې، چې دا ډول ملاتړ تل سولهییز لاریونونه له خپل اصلي ټولنیز مسیر اړولي او د تاوتریخوالي، ورانکارۍ او امنیتي تقابل پر لور یې سوق کړي دي. د دا ډول لاریونونو موخه د خلکو د حقونو دفاع نه، بلکې د ټولنیزې پانګې له منځه وړل، د درزونو ژوروالی او د ایران د ملي حاکمیت کمزوي کول دي. سیمهییزو بېلګو ثابته کړې، چې بهرنۍ لاسوهنه هېڅکله د یوه هېواد د ثبات او سوکالۍ لامل نه ده شوې او یوازې بحرانونه یې ترشا پرېښې دي.
ایران په ځلونو ټینګار کړی، چې سولهییز لاریونونه د ټولو وګړو قانوني حق دی؛ خو د لاریون او ګډوډۍ ترمنځ پوله روښانه ده. پلان شوی ویجاړی، په واټونو کې تاوتریخوالی او له بهرنیو دښمنانو سره همغږي، سولهییزه غوښتنه نه، بلکې د بهرني فشار وسیله ده. له دا ډول بهیرونو د امریکا او اسراییل ملاتړ، د لاریونوالو د غوښتنو او عمل ترمنځ د ښکاره ټکر ښکارندویي کوي.
پایله:
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر سوشال ټروټ وروستۍ لیکنه، تر هر څه وړاندې د متحده ایالتونو هغه سټراټیژي بربنډوي، چې له اقتصاد د وسلې په توګه کار اخلي. اقتصادي ترهګري او سیاسي مداخله نه د اختلافاتو حل دی او نه هم د ثبات پر لور ګام. د وروستیو کلونو تجربو ثابته کړې، چې ایران له بهرنیو فشارونو سره سره د مقاومت او انعطافپذیرۍ د پیاوړتیا، د بهرنیو اړیکو د تنوع او پر کورنیو ظرفیتونو د لا ډېر تکیې لاره غوره کړې ده. په راتلونکي کې به هم ثابته شي، چې د ګواښ او بنډیز سیاست، د دې پر ځای چې ایران کمزوری کړي، بلکې لا به پیاوړی او د نړۍوال نظم ادعا کوونکي به خپل باور ته تر دې هم زیات زیان ورسوي.
