د پاکستاني پوځیانو له لوري د خوست او کونړ ولایتونو پر یو شمېر سیمو وروستي توپچي او راکېټي بریدونو، یو ځل بیا د کابل او اسلاماباد تر منځ سرحدي ترینګلتیاوې زیاتې کړې دي. د راپورونو له مخې، د پاکستاني پوځ په تازه بریدونو کې د خوست په ګربز، ځاځي میدان او سپېرې ولسوالیو کې لږ تر لږه څلورو ملکي وګړو ژوند بایللی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. همداراز پاکستاني لوري د کونړ پر دانګام، سرکاڼو، ناړۍ او منورې ولسوالیو هم لسګونه د توپ مرمۍ توغولې، چې له امله یې نه یوازې ملکي وګړي ټپیان شوي، بلکې ګڼ شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
پاکستاني پوځ داسې مهال د عامو افغانانو پر کورونو توپچي او راکېټي بریدونه کوي، چې وروستیو کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې او اسلامي امارت هم په وروستیو غچاخیستونکو بریدونو کې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته، ټولو هېوادونو ته د مثبت تعامل غېږ پرانیستې او تل ټینګار کوي، چې د اقتصاد محوره او متقابل درناوي پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکي دي. پاکستان سره د ترینګلتیاوو په درشل کې، تازه د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له سیاسي شنونکو سره د روژه ماتي په یوه غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي، خو که د هېواد ملي حاکمیت نقض شي، نو د خلکو او نظام دفاع یو نهجلا کېدونکی مسوولیت دی.
پاکستان وخت ناوخته ادعا کوي، چې افغان حکومت په خپله خاوره کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او له دې ځایه د دوی پر وړاندې بریدونه طرحه کوي، په داسې حال کې چې له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د کابل او اسلامآباد ترمنځ لارې په بشپړ ډول تړلې او خپله پاکستاني چارواکي وایي، چې له افغانستانه یو انار دغه هېواد ته نشي ورتلی، نو ترهګر به څنګه له کرښې هغې غاړې ته واوړي؟ د چارو شنونکي د پاکستان دا ډول ادعاوې په سیمه کې د ناامنۍ او بېثباتۍ د پراخوالي لپاره پلمې بولي او ټینګار کوي، چې پاکستان د امریکا په ملاتړ او مشوره، له کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکی، هغوی ته د ټولو امکاناتو او پټنځایونو برابروونکی دی. د دوی په باور، پاکستان پرته له شواهدو او اسنادو پر افغانستان تورونه پورې کوي، خو په داسې حال کې چې د دغه هېواد په ناامنیو او بېثباتیو کې خپله پاکستانی پوځ دخیل دی.
بله مهمه مسئله دا چې د پاکستاني طالبانو تحریک د نن خبره نه ده او نه هم دا پدیده واک ته د اسلامي امارت په راګرځېدو پورې تړاو لري. دا تحریک د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیل، په ځانګړي ډول له ۲۰۰۳ کال وروسته، د پاکستان په قبایلي سیمو او د خیبرپښتونخوا ایالت کې راڅرګند شو. ډېری شنونکي باور لري چې د دې ډلې رامنځته کېدل تر ډېره د پاکستاني پوځ د سختو امنیتي تګلارو او پوځي عملیاتو پایله وه چې د کلونو په اوږدو کې یې په قبایلي سیمو کې پراخې ناراضۍ او وسلهوال مقاومتونه رامنځته کړل.
له همدې امله د دې ډلې ټول فعالیتونه د افغانستان له سیاسي بدلونونو یا د اسلامي امارت له حاکمیت سره تړل، د ستونزې ساده کول ګڼل کېږي. په حقیقت کې د پاکستان د قبایلي سیمو امنیتي بحران باید تر ډېره د هغه هېواد په داخلي جوړښتونو، د مرکزي حکومت او سیمهییزو قومونو تر منځ اړیکو، او د اسلاماباد په امنیتي سیاستونو کې ولټول شي.
خو هغه څه چې اندېښنې زیاتوي، یوازې د فرضي کرښې په اوږدو کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ډزو تبادله نه ده، بلکې دا وضعیت پراخې سیمهییزې جیوپولیټیکي پایلې هم له ځانه سره لري. ځینې شنونکي باور لري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ زیاتوالي تر شا لویه سناریو پرته ده؛ هغه دا چې پاکستان قصداً غواړي د امریکا په ملاتړ او اشاره د بېثباتۍ لمن پراخه او له دې لارې په سیمه کې د واشنګټن ګټې خوندي کړي. د دوی په باور، پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او له همدې امله یې، له امریکا د سیمې بېثباتۍ پروژه اخیستې ده؛ هغه سیمه چې د خپل جیوپولیټیکي موقعیت او د چین او روسیې نږدېوالي له امله ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. په داسې حالت کې د ناامنۍ زیاتوالی د واشنګټن د سیالانو پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کارېدلی شي.
د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستاني پوځ د دې تګلارې پر وړاندې د دغه هېواد دننه هم نیوکې زیاتې شوې دي. تازه د پاکستان د سنا په مجلس کې د اپوزیسیون مشر علامه راجا ناصر عباس ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه د هېچا په ګټه نه ده او یوازې به د خلکو کړاوونه زیات او سیمه نوره هم بېثباته کړي. همدارنګه د خیبرپښتونخوا ځینو سیاسي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر افغان ملکي سیمو بریدونه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې د دې تګلارې دوام به د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ملکي خلکو تلفات زیات کړي.
دغه دریځونه ښيي چې د پراخې شخړې له احتمالي پایلو اندېښنه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې د پاکستان دننه هم ډېر کسان د هغې په اړه خبرداری ورکوي. په حقیقت کې د دغو بریدونو دوام نه یوازې دا چې د پاکستان امنیتي ستونزې نه حلوي، بلکې ښايي د هغه هېواد دننه سیاسي او ټولنیز درزونه هم لا ژور کړي.
په پای کې وروستي بدلونونه دا حقیقت روښانه کوي چې سیمهییز امنیت د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او متقابل باور ته اړتیا لري. د پلمو په تراشلو او په سیمه کې د نورو زبرځواکونو د بېثباتۍ پروژو پلي کولو په پار، نه یوازې ستونزې نه حل کېږي، بلکې د سیمې وضعیت ته په کتو، ښایي یو محدود بحران په یوې پراخې سیمهییزې بېثباتۍ بدل شي؛ داسې حالت چې په پایله کې به یې د سیمې خلک درنه بیه پرې کوي، خو ګټه به یې د نړۍ زبرځواکونو ته رسېږي.