رضا پهلوي او د هغه سیاسي استازولي؛ د ویناوو، ټولنیز بنسټ او سیاسي تګلارې ترمنځ درز

رضا پهلوي، چې ایران پخواني شاه محمدرضا شاه پهلوي زوی دی، له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې، له هېواده بهر د ایراني اپوزیسیون د یوې پېژندل شوې څېرې په توګه مطرح دی؛ هغه څېره چې نوم یې تل د سلطنت له میراث، تبعید او د «ایراني ملت» د استازیتوب له ادعا سره تړلی دی. خو د هغه په اړه اساسي پوښتنه یوازې دا نه ده چې «هغه څوک دی»، بلکې اساسي پوښتنه دا ده چې «څه ډول سیاسي جایګاه لري او د ایران له سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو سره یې اړیکه څه ده»؛ داسې پوښتنه چې ځواب یې له نیوکې پرته، بل څه نه دی.
رضا پهلوي د ۱۳۵۷ کال له انقلاب او د شاهي نظام له نسکورېدو وروسته، له ایرانه بهر لوی شوی او زده‌کړې یې هم په بهر کې کړې دي. هغه د ایران په اوسني حاکمیت کې هېڅ‌راز سیاسي او ټولنیزه تجربه نه لري او د هغه ډېری فعالیتونه په رسنیزه فضاء، لوېدیځو سیاسي کړیو او تر ټولو مهمه دا چې، تر ټولنیزو شکبو محدود او متمرکز پاتې شوي دي. له ایراني ټولنې سره واټن، د هغه د استازیتوب ادعا پر وړاندې لومړنۍ او تر ټولو جدي ننګونه بلل کېږي. په داسې حال کې چې د ایران سیاست، د تېرو څه باندې څلورو لسیزو پر مهال له خورا هسکو – ټیټو سره مل او د ګڼو بدلونونو شاهد و، خو رضا پهلوي صرف د دغو بدلونونو بهرنی ناظر پاتې شوی، نه کورنی لوبغاړی.
رضا پهلوي تل د ویناوو له لارې هڅه کړې، ځان نه یوازې د یوې سلطنتي کورنۍ وارث، بلکې «له ایډیولوژۍ پورته» څېره معرفي کړي؛ داسې څوک چې وایي د خلکو انتخاب ته درناوی کوي. خو دا ادعا د هغه له واقعي ټولنیز بنسټ سره پوره همغږي نه لري. په ټولنیزه او مجازي فضاء کې د هغه فعال ملاتړي تر ډېره نوستالژیک لیدلوری لري او په ښکاره توګه د سلطنتي نظام بېرته راګرځېدو ته تبلیغات کوي. دا درز د رسمي ویناوو او پلویانو د لیدلورو ترمنځ، د هغه د سیاسي پروژې د رښتینولۍ او روڼتیا په اړه هم شکونه راپورته کوي.
بل مهم ټکی بهرنیو ځواکونو سره د رضا پهلوي اړیکه ده. هغه په وروستیو کلونو کې په ځلونو د لوېدیځو دولتونو د ملاتړ خبره کړې او د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یې د اعظمي فشار، بنډیزونو او حتا بهرنۍ مداخلې غوښتنه کړې ده. دا دریځونه، که څه هم د بهر مېشتو اپوزیسیونونو لپاره جذاب دي، خو د ایران د ننه بیا له جدي حساسیتونو او بدبینۍ سره مخ دي. د ایران تاریخي تجربه – د ۱۳۳۲ کال له کودتا نیولې تر سیمه‌ییزو نیابتي جګړو پورې – دا ذهنیت رامنځته کړی، چې هر هغه سیاسي پروژه چې تر شا یې ښکاره بهرنی ملاتړ وي، پر نورو د «تکیې» په تور تورنېږي. رضا پهلوي تر اوسه نه دی توانېدلی چې دې اندېښنې ته د قناعت وړ ځواب ورکړي.
د سیاسي ستراتیژۍ له پلوه هم، د رضا پهلوي فعالیتونه تر ډېره غبرګوني او رسنیز‌محوره بڼه لري، نه منظم او برنامه‌محوره. هغه نه منظم ګوند لري، نه منسجمه تشکیلاتي شبکه او نه هم د «بلې ورځې» لپاره روښانه اجراییوي پلان. د هغه غوښتنې او پیغامونه زیاتره په کړکېچنو حالتونو کې خپرېږي او د دې پر ځای، چې دوامداره ټولنیز بنسټ ولري، تر ډېره پر احساساتي څپو او رسنیزو ټرېنډونو ولاړ وي. دا ډول چلند د سیاسي مبارزې کچه تر «سمبولیکې لوبې» را ټیټوي او له رښتینې سیاسي عمل سره، چې د یوه سازمان جوړښت، لګښتونو او د لوبې په ډګر کې شتون ته اړتیا لري، واټن زیاتوي.
د پهلوي د ویناوو بل کمزوری ټکی له مسوولیته تېښته ده. هغه په خپلو ځینو دریځونو کې د جګړې او تلفاتو پراختیا خبرې کړې، خو پرته له دې چې روښانه کړي، دا تلفات د کومې ټولنیزې طبقې، په کومه جغرافیه او د سیاسي حساب‌ورکړې له کوم تضمین سره ورکول کېږي. د یوه داسې کس له خولې دا ډول ادبیات چې خپله کورنۍ یې له هېواده بهر او له ګواښه بچ وي، دا اخلاقي پوښتنه راپورته کوي، چې د لګښت بلنه او مسوولیت منلو ترمنځ څه ډول نسبت موجود دی؟
په سمبولیکه کچه، د «پهلوي» نوم لا هم دروند تاریخي بار پر اوږو لري. هغه د ځینو لپاره له انقلابه وړاندې د ثبات او پرمختګ نښه بلل کېږي، خو د نورو لپاره بیا د استبداد، پر نورو تکیې او نابرابرۍ نښه ده. رضا پهلوي نه یوازې د دې متضاد میراث وارث دی، بلکې تر اوسه نه دی توانېدلی چې له دې میراث سره خپله اړیکه په روښانه او انتقادي ډول وټاکي. د شاهي نظام واکمنۍ په اړه د هغه نیوکې زیاتره مبهمې او محتاطانه دي؛ داسې ښکاري او وېره لري که ښکاره نیوکه وکړي، نو خپل نوستالژیک بنسټ به له لاسه ورکړي. دا ابهام د یوه رښتیني او پخلاکوونکي تاریخي روایت د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.
پایله:
رضا پهلوي د دې پر ځای چې له یوې روښانه پروژې سره، سیاسي مشر وي، تر ډېره یوه «رسنیزه ـ سمبولیکه څېره» ده؛ داسې سمبول چې د ستړي او ټوټه‌ټوټه اپوزیسیون پر یوه برخه پورې خپلې هیلې تړي. خو سیاست په هیلو مخته نه ځي، سیاست له منظمې برنامې، تشکیلاتو، حساب‌ورکونې او په کور د دننه ټولنې سره له واقعي تړاو پرته، هېڅ سمبول – حتا که هر څومره یې غږ هم واورېدل شي، د دوامداره بدلون ځواک نه شي کېدای. د رضا پهلوي انتقادي ارزونه، په بشپړ ډول د نه منلو له مخې نه، بلکې له دې اړتیا راولاړېږي چې د ایران راتلونکی تر هر څه وړاندې مسوولانه، خپلواک او ریښه‌لرونکي سیاست ته اړتیا لري؛ هغه څه چې تر تر دې دمه د هغه په سیاسي پروژه کې په روښانه ډول نه دي لیدل شوي.

مطالب بیشتر:  د زلزلې پر مهال څنګه ځانونه خوندي وساتو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *