د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي یرغل له هغو پېښو څخه شمېرل کېږي چې نه یوازې د افغانستان معاصر تاریخ، بلکې د سړې جګړې په دور کې د شوروي اتحاد برخلیک او د هغوی د ځواک توازن هم په ژوره توګه تر اغېز لاندې راوست. دا مداخله، چې د مسکو په رسمي روایت کې د «ورورولۍ مرستې» او د هغه مهال د افغانستان د حکومت غوښتنې ته د مشروع ځواب په توګه معرفي کېده، په عملي ډول د شوروي تر ټولو په اوږدې او تر ټولو ډير لګښت لرونکې جګړې واوښته؛ هغه جګړه چې پایلو یې د سره پوځ له وتلو وروسته هم کلونه دوام وکړ.
د شوروي د ړنګېدو او د ارشيفونو په نسبي پرانیستلو سره، ډیری روسي او بهرني لیکوالانو او شنونکو هڅه وکړه، چې دا پيښه د سړې جګړې د تبليغاتي اړخ پر ځای د اسنادو، یادښتونو او میداني تجربو پر بنسټ بیا وڅېړي. د دې بیاکتنې پایله یوه انتقادي کیسه وه، چې پر افغانستان یې یرغل ستراتیژیک، سیاسي او اخلاقي تېروتنه ګڼله؛ یوه کیسه، چې اهمیت یې په دې کې پروت دی چې خپله شوروي جوړښت له دننه راوتلی دی.
دا لیکنه، د الکساندر لیافسکي د آثارو او نظریاتو پر بنسټ (د شوروي اتحاد د پخواني پوځ افسر / د هغه له اثارو څخه د “افغاستان غم او زړهورتیا1995 ” کتاب یادونه کیدی شي)، آناتولي چرنیایف (د شوروي کمونیست ګوند د مرکزي کمیتي لوړپوړی غړی / د هغه له اثارو څخه د ” د ګورباچوف سره شپږ کاله 1993 ” کتاب یادونه کیدی شي)، الکسي آرباتوف (د نړیوال امنیت تحلیلګر / د هغه له اثارو څخه د “هوسایل کنترول 2002 ” کتاب یادونه کیدی شي) پر افغانستان د شوروي یرغل څیړنه او نقد کوي او ښيي، چې څنګه دا اقدام د شوروي د حکومت دننه هم د ستراتیژیک، سیاسي او اخلاقي تېروتنې په توګه تر نیوکې لاندې راغلی.
آناتولي چرنیایف، د دغې بیاارزونې له کلیدي شخصیتونو، په خپلو خاطرو او یادښتونو کې څو ځله په واک د شوروي پریکړو ته اشاره کوي. هغه ښيي، چې د افغانستان د ننوتلو پریکړه؛ د دغه هېواد د ټولنې، تاریخ او سیاست د دقیق تحلیل پایله نه وه، بلکه د شوروي مشرانو د وېرې، شک او د سړې جګړې د ګډ ذهنيت پایله وه. د چرنیایف له نظره، افغانستان له دې ډېر چې د قومونو، قبیلو او مذهبي جوړښتونو لرونکی هېواد وګڼل شي، د لویدیځ سره د سیالۍ په شطرنج کې یوه ستراتیژیکه نقطې ته راښکته شوی و. د بریژنف دورې مشران له دې وېرې سره مخ وو، چې د کابل د کمونیسټ دولت سقوط د امریکا د نفوذ د پراختیا یا په شوروي جنوبي پولو کې د سیاسي اسلام د لوړیدو لامل ګرځي. دا وېرې، پرته له دې چې د سره پوځ د وړتیاوو یا د ټولنیزو او سیاسي مداخلو د پایلو ریښتنې ارزونه وشي، یوې بېړهییزې پریکړې ته ورساوه، چې لګښتونه وروسته راښکاره شول ښکاره شول. چرنیایف ټینګار کوي، چې دا مداخله له پیله اخلاقي مشروعیت نه لري او په ورو ورو یې د شوروي نړیوال اعتبار کمزوری کړ.
له پوځي اړخه، الکساندر لیافسکي یو خورا تریخ انځور وړاندې کوي. هغه چې پخپله د شوروي د پوځ له لوړپوړو افسرانو څخه و او وروسته یې پوځي تاریخي لیکنه پیل کړه، په خپل مشهور اثر کې د افغانستان جګړه د پوځي دستور العمل او د جګړې په میدان کې د واقعیت ترمنځ ناهماهنګۍ یوه ښکاره نمونه ګڼي. د لیافسکي په آند، سور پوځ د اروپا په اوارو دښتو کې د کلاسیکو جګړو او منظمو پوځونو سره د مخامخ جګړې لپاره روزل شوی و، نه د افغانستان په غرونو او پراخو کلیوالو سیمو کې د چریکي جګړې لپاره.
د شوروي قوماندانانو په دې تصور سره چې د ښارونو او اداري مرکزونو نیول د هېواد کنټرول معنا لري، د محلي شبکو، قومونو او دودیزو جوړښتونو حیاتي رول له پامه وغورځاوه. دغه ناسم تصور د دې لامل شو، چې د شوروي اردو، سره له تجهیزاتي او د وسلو برخه کې له دومه لویوالی سره د انفرادي او انعطاف پذیرې مقاومت ډلو پر وړاندې کمزوری شي. لیافسکي دغه جګړه «دوه اړخیزه تراژیدي» بولي: تراژیدي د افغانانو لپاره چې د ویجاړیو، بې ځایه کیدو او تاوتریخوالي قرباني شول او تراژیدي د شوروي پوځیانو لپاره چې په بېموخې او ضعیفونکې جګړه کې ووژل شول یا د رواني زیانونو سره بیرته راغلل. د هغه له نظره، د شوروي مداخله نه یوازې دا چې ثبات راوړونکې نه وه، بلکې مقاومت یې مشروع او پراخ کړ.
د نړیوالو امنیتي چارو نامتو څیړونکی الکسی آرباتوف، دا جګړه په یوه پراخ مفهومي چوکاټ کې تحلیلوي. هغه افغانستان د «امپراتورۍ سندروم» یوه کلاسیکه بېلګه ګڼي؛ هغه حالت چې په کې لوی ځواکونه، په ځانګړې توګه د خپلو وروستیو کلونو په جریان کې، له دې ډیر تمرکز نه کوي، چې حقیقي واقعیتونو ته پام وکړي، بلکې د پرستیژ ساتلو او د ځواک ښودنې په ذهنیت کې بند پاتې کیږي.
د ارباتوف په نظر، د شوروي مشرانو فکر کاوه، چې په افغانستان کې د لاسوهنه نه کول یا شاته کېدل د کمزورۍ نښه ده او کولای شي د شاته کېدو یوه زنځير رامنځ ته کړي. دا ذهنیت هغوی یوې پرېکړې ته ورسول، چې اقتصادي، پوځي او سیاسي لګښتونه یې د هر احتمالي ګټې په پرتله خورا درانه ول. ارباتوف ټینګار کوي، چې افغانستان له لاسوهنې مخکې د شوروي امنیت لپاره ریښتینی ګواښ نه و، خو د سره پوځ ننوتل دغه هېواد د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ ډګر بدل کړ او په دې توګه یو حقیقي ګواښ رامنځ ته شو.
د افغانستان د کورنۍ جګړې پایلې هم د روسي لیکوالانو له نظره ځانګړې اهمیت لري. د سرتېرو تابوتونو پټ بیرته راګرځول، د جګړې د خبرونو پراخ سانسور او د حکومت ناتواني په دې، چې د مداخلي موخو او لاسته راوړنو په اړه قانع کوونکی وضاحت وړاندې کړي، ورو ورو د ټولنې او واکمنۍ تر منځ تشه نوره هم ژوره کړه. لیافسکي او چرنیایف دواړه پر دې ټینګار کوي، چې افغانستان د شوروي د رسمي دروغو او پرېکړو د جوړښت د بې کفایتي یو نښه وګرځید. دغه جګړه، له اقتصادي ستونزو او سیاسي رکود سره یو ځای، د ۱۹۸۰مو کلونو انتقادي چاپیریال رامنځته کړ؛ هغه چاپیریال چې د ګورباچوف اصلاحاتو او پای کې د شوروي اتحاد د سقوط زمینه برابره کړه. له دې نظره، افغانستان نه یوازې یوه بهرنۍ ماته وه، بلکې د نظام د کورني مشروعیت په کمزوري کولو کې هم یو عامل و.
له ټولو تحلیلونو سره سره، یوه ګډ ټکی په روسي او د بهرنیو لیکوالو په آثارو کې راڅرګندیږي: د افغانستان خلک د دې یرغل لوی قربانیان وو. د شوروي لاسوهنې د دې هیواد ټولنیز جوړښتونه ویجاړ کړل، د تاوتریخوالی بنسټ یې کیښود او د بې ثباتۍ یوه دوره یې رامنځته کړه، چې د څو لسیزو وروسته یې هم اغیزو دوام وکړ. د هغو لیکوالانو لخوا ددې واقعیت منل، چې پخپله د شوروي نظام برخه وو، ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه ښيي چې د شوروي یرغل نیوکه یوازې د غربي روایتونو محصول نه دی، بلکې د داخلي او دردناکې بیا ارزونې پایله ده.
پایله کې کېدای شي دا ووايو، چې د روسي لیکوالانو او شنونکو د نظرونو څېړنه ښيي، چې د شوروي اتحاد له لوری پر افغانستان تېری، حتی د شوروي د ډېرو فکري عالمانو له نظره هم، یوه لویه او تاریخي تېروتنه وه. دغه مداخله نه د اعلان شوو موخو ترلاسه کولو سبب شوه او نه یې هم مسکو ته دایمي امنیت او نفوذ راوړ، بلکې د شوروي د کمزورتیا، د افغانستان د ژورې بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د غځیدو لامل شو. د دې تجربې انتقادي بیاکتنه د بهرنیو، په ځانګړې ډول د روسي لیکوالانو له نظره، له تاریخي ثبت څخه ډېر اهمیت لري؛ ځکه چې دا حقیقت رايادوي چې د تېروتنې منل او له تېرو وختونو سره سم صادقانه مخامخ کېدل د دې لپاره ضروري شرط دی، چې راتلونکو ورته فاجعو څخه مخنیوی وشي.
