آفاق خبري آژانس؛ کابل: امریکا کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اکتوبر میاشتې ولسمشریزې ټاکنې او واک ته د ډونالډ ټرمپ بیاځلي را ګرځېدو، نه یوازې چې د نړۍ سیاسي او اقتصادي نظم ګډوډ کړ، بلکې د هغه راتګ د کډوالو لپاره هم په ستر سرخوږي بدل شو. ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۲مه، د یوه اجرایوي فرمان له مخې، امریکا ته د بیا مېشتېدنې پروګرام وځنډاوه، چې له مخې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکا په تمه خواره واره افغانان هم له سختو ننګونو سره مخ شول او لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د ټرمپ د دې فرمان له مخې، د افغان کډوالو د بیا مېشتندنې پروګرام د ارزونې په موخه د درېیو میاشتو لپاره وځنډېده، خو سره له دې چې یاده موده د اپرېل میاشتې په ۲۱مه پوره هم شوه، د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه د افغان متحدینو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، امریکا ته د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کېیر) په تړل کېدو سره، شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي. د افغان کډوالو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تشکیل کې د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني ولسمشر جوبایډن په امر رامنځته شو، د ۲۰۲۵ کال تر تر جنورۍ میاشتې یې امریکا ته د بیا مېشتېدنې په برخه کې له ۱۱۸ زره افغان متحدینو سره مرسته کړې او هغوی یې امریکا ته رسولي دي.
د کډوالو په اړه د ټرمپ له اجرایوي فرمان وروسته، شاوخوا ۲۰ ماشومان، چې د تخلیې پر مهال له خپلو کورنیو پاتې وو، لا هم قطر کې بند پاتې او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. همداراز د دې پروسې په ځنډېدو سره، ۳۰ زره افغانان چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي، امریکا ته د تګ په تمه دي.
اسوشېټېډپرس خبري آژانس تازه په یوه راپور کې قطر کې د امریکا په کمپونو کې د مېشتو افغانانو ژوند ته کتنه کړې او د هغوی ستونزې او اندېښنې یې را سپړلې دي. اسوشېټېډپرس په دې راپور کې قطر کې له یو شمېر افغانانو سره مرکې کړې دي. د نګینې په نوم یوې افغانې له دې خبري آژانس سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې یې ټول شته پلورلي او په جنورۍ میاشت کې له کابل قطر ته را ولېږدول شول، د هغې په خبره، امریکا ته یې د تګ ټوله پروسه نهایي شوې وه، خو ۱۳ ورځې وروسته کله چې ټرمپ واک ته را وګرځېد، دوی په همدې کمپ کې پاتې او تر ننه له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. پر نګینه سربېره، قطر کې یو شمېر نورو افغانانو هم له اسوشېټېډپرس خبري آژانس سره د خپلو ناخوالو په اړه خبرې کړې دي؛ د خلیلي په نامه یوه بل کس ویلي، چې که دوی بېرته افغانستان ته وګرځول شي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي.
سره له دې چې امریکا کې پر جمهوري غوښتونکو سربېره، ګڼو بنسټونو د ټرمپ له ادارې غوښتي، چې د افغان متحدینو د بیا مېشتېدنې پروسه بېرته پیل کړي، خو د ټرمپ ادارې تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی. که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه وخت ناوخته څرګندونې کړې، خو نهایي پرېکړه یې تر اوسه نه ده اعلان کړې. تازه دوه ورځې وړاندې د (مۍ ۶مه) د امریکا فدرالي محکمې یوه قاضي د ټرمپ ادارې ته امر کړی، چې سمدستي د څه د پاسه ۱۲ زره هغو کډوالو د بیا مېشتنېدنې قضیو ته رسېدنه وکړي، چې د اجرایوي فرمان له صادرېدو مخکې یې امریکا ته د سفر اجازه ترلاسه کړې وه. ښایي د دې پرېکړې له مخې، زرګونه افغانان چې د امریکا له دولت سره یې افغانستان کې د تېرو شلو کلونو پر مهال کار کړی دی او دا مهال د بیا مېشتېدنې په تمه دي، امریکا ته ولېږدول شي.
په ورته وخت کې پرون (مۍ ۷مه) د امریکا فدرالي محکمې یوه بل قاضي برایان مورفي د ټرمپ له هغې طرحې سره، چې ګواکې امریکا به دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال لېبیا ته واستوي، سخت مخالفت څرګند کړی دی. برایان مورفي ویلي، د ټرمپ ادارې دا طرحه د محکمې د هغې پرېکړه ښکاره نقض دی، چې له مخې یې کډوال له خپلو هېوادونو پرته، باید نورو هېوادونو ته ونه لېږدول شي. دوو امریکایي چارواکو هم رویټرز خبري آژانس ته منلې، چې متحده ایالتونه ښایي ډېر ژر یو شمېر ناقانونه کډوال لېبیا ته ډیپورټ کړي.
د کډوالو په اړه د ټرمپ ادارې سختدریځۍ ته په کتو، د امریکا په تمه افغانانو برخلیک به څنګه کېږي؟
څرنګه چې پاس مو هم ورته اشاره وکړه، دا مهال زرګونه افغانان په افغانستان، پاکستان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي. دوی هیله لري، چې د ټرمپ حکومت به بېرته د افغانانو د بیا مېشتېدنې پروګرام پیل کړي، خو دا چې د دوی دا هیله به په حقیقت بدله شي کنه؟ د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.
په لوېدیځه نړۍ کې معمولاْ دوه ډلې (ګوندونه) د سیاست په رأس کې وي او له دې دوو ډلو یوه یې د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کوي. امریکا کې هم دوه حزبونه دي؛ «جمهوري غوښتونکي» او «ډیموګراټان» دا دوه ګوندونه د خپل هېواد لپاره دوې متفاوتې نظریې لري؛ جمهوري غوښتونکي سختدریځه دي، دوی هرڅه د ځان او خپلو خلکو لپاره غواړي، دوی تر ډېره د کډوالو ضد او اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي، او له همدې امله ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، نړۍوالې بشري مرستې بندې او له امریکا یې د کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه. دویمه ډله چې ډیموکراټان دي، د دوی پالیسي بیا تر ډېره نرمه ده، دوی په نړۍ کې د بشر حقونو ملاتړ کوي، ډیموکراسۍ ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله زیات ژمن دي، د کډوالو منلو، بشري مرستو او چاپېریال ساتنې په اړه یې لیدلوی او سیاست مثبت دی.
اوس چې د ټرمپ په مشرۍ جمهوري غوښتونکو د واک پر ګډۍ تکیه کړې او تر ډېره د کډوالو ضد سیاست تعقیبوي، ښایي د افغان کډوالو مسئلې حل څه ناڅه وخت ونیسي. دوی نشي کولی چې دا پروسه په بشپړ ډول بنده کړي، خو ښایي څه ناڅه بدلونونه راوړي، د کډوالو منلو په اړه خپل سیاستونه نور هم سخت کړي او د وخت په تېرېدو سره ورو ورو د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې پروسه بېرته پیل کړي. امریکا مجبوره ده، چې د خپل حیثیت د اعادې لپاره هم خپل افغان متحدین متحده ایالتونو ته ولېږدوي، که امریکا دا کار ونه کړي، راتلونکي کې به د نړۍ په هېڅ هېواد کې هېڅوک له امریکایي لوري سره همکاري ونه کړي. دا چې امریکا به کله دا بهیر بېرته پیلوي، لا روښانه نه ده، خو د تګ په تمه خواره واره افغانان له ګڼو ننګونو سره مخ او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ستونزې زیاتېږي، چې ښه بېلګه یې هم وروستیو کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند دی او ان تر دې چې بېرته افغانستان ته د ډیپورټ کېدو له ګواښ سره مخ دي.