د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو پر رستورانت د دوشنبې ورځې چاودنې، یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت پېچلي ابعاد او پر بهرنيو اړیکو یې اغېز روښانه کړ. د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول او ورسره سم یې، کابل کې د چین سفارت غبرګون هم را وپاراوه. د چین سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو وګړو وغوښتل چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغه چینايي وګړي چې دا مهال په کابل کې دي، باید لا ډېر احتیاطي تدابیر غوره او له ګڼمېشتو ځایونو، ځانونه لرې وساتي. چین داسې مهال دا اقدام وکړ، چې یو شمېر رسنیو او د ټولنیزو شبکو اکونټونو، په ځانګړي ډول پاکستاني رسنیو داسې ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره افغانستان پرېږدي. دا اوازه په خورا چټکۍ سره، د افغانستان ناامنه ښودلو او په نړۍواله کچه د دغه هېواد د کمزوري انځور وړاندې کولو په موخه خپره شوه.
حقیقت دا دی چې د کابل چاودنه یوه جلا امنیتي پېښه ده او موخه یې د ښاریانو او بهرنیو پانګوالو ترمنځ ویره خپرول دي، خو د دې پېښې د مدیریت څرنګوالی او رسنیز غبرګونونه ښيي چې ځینې سیمهییز لوبغاړي د افغانستان له بېثباته ښودلو ناوړه ګټه پورته کوي. پاکستان، د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې، هڅه کوي افغانستان د یو ناپایدار او ناامن هېواد په توګه معرفي کړي، څو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول تاجیکستان، چین او ایران ترمنځ تازه رامنځته شوې اړیکې او د باور فضاء تر اغېز لاندې راولي.
په پولو کې وروستيو بدلونونو، په ځانګړي ډول د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې وروستۍ نښته او د څلورو قاچاقبرانو وژنه د دې ښکارندویي کوي، چې د دې پېښو تر شا د پاکستان لاس دی او هڅه کوي په یو ډول افغانستان په سیمه او نړۍ کې بېثباته او ناامنه وښیي. کارپوهان ټینګار کوي چې له پاکستان سره تړلې ترهګرې ډلې د افغانستان له سرحدونو د سیمې د ناامنۍ لپاره ګټه اخلي او دا کړنې په مستقیم ډول د سیمهییزې بېثباتۍ د تګلارې په چوکاټ کې ترسره کېږي. په بل عبارت، د کابل چاودنه او د تاجیکستان په پوله کې نښته د یوې پراخې سناریو برخه ده، چې موخه یې افغانستان د یو بېثباته او خطرناک هېواد په توګه معرفي کول دي.
له تحلیلي اړخه، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پاکستان اقدامات او په سیمه کې د ځینو ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه نسبي چوپتیا، د دې ښکارندویي کوي، چې د دغه هېواد اساسي هدف د افغانستان د سیمهییزو اړیکو د بهیر ګډوډول دي. افغانستان په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې له خپلو ګاونډیو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګې کړي او ډیپلوماټیک چینلونه فعال کړي. دا نوې اړیکې، په ځانګړي ډول له چین او تاجیکستان سره، افغانستان ته د پام وړ اقتصادي او امنیتي ګټې رسولای شي، خو د ناامنۍ هغه تصویر، چې د رسنیو له لارې د پروپاګند په بڼه خپرېږي، کولی شي دا بهیر زیانمن کړي.
د چین سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت لا هم پېچلی او د اندېښنې وړ دی، خو دا خبرداری باید د پاکستاني رسنیو له لوري خپرو شویو اوازو سره ګډ نه کړل شي. د چین اصلي موخه د خپلو وګړو ساتنه او په داسې هېواد کې د اړینو احتیاطي تدابیرو په پام کې نیول دي، چې تازه یې د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د بیارغونې هڅې پیل کړې دي، نه دا چې له افغانستانه په بېړنۍ توګه د وتلو پرېکړه وکړي، خو هغه کسان چې غواړي افغانستان ناامنه وښيي، له هرې پېښې د خپلو ادعاوو پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي.
بل مهم ټکی دا دی، چې د افغانستان پر ضد اوازې او منفي تبلیغات، نه یوازې د هېواد نړیوال انځور ته زیان رسوي، بلکې د افغانستان ډیپلوماټیکو اړیکو او له ګاونډیو سره اقتصادي همکاریو ته هم تاوان رسوي. پاکستان د همدې اړیکو د کمزوري کولو او د افغانستان د سیمهییز نفوذ د کابو کولو په موخه، له دې فرصتونو ګټه اخلي. د تاجیکستان پر پوله وروستي اقدامات او د کابل چاودنه د دې هڅو بېلګې دي، چې ورسره سم، د پاکستاني رسنیو له لوري ورته پراخ تبلیغات هم کېږي.
دا روښانه ده چې افغانستان له امنیتي ننګونو سره مخ دی، خو دا ننګونې د فشار وسیلې په توګه کارول او نړۍوالې ټولنې ته د دې تصویر لویول، د پاکستان په څېر سیمهییزو لوبغاړو لپاره ستراتیژیک ارزښت لري. کومې لارښوونې چې د چین سفارت په خپله خبرپاڼه کې کړې، یوازې امنیتي سپارښتنې او د وګړو ویښتیا لپاره دي او باید له هغو اوازو سره چې د سیاسي او رسنیزو موخو لپاره طرحه شوې، ګډې نه شي. د چارو شنونکي باور لري چې یوازې د سیمهییزو همکاریو په پیاوړتیا او د رسنیو په سم مدیریت سره، کولای شو د دا ډول هڅو مخه ونیسو او د افغانستان رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړو. هغه هېواد چې له خپلو ګاونډیو سره د منطقي او ټینګو اړیکو د جوړولو په لور روان دی، نه یو داسې هېواد چې د ناامنۍ او بحران تر ولکې لاندې وي.
په ټوله کې، کابل کې د چینایانو پر رستورانت چاودنه او له هغې وروسته اقدامات، د هغو هڅو بېلګه ده چې ځینې سیمهییز لوبغاړي یې د افغانستان د ناامنه او بېثباته ښودلو لپاره کوي. پاکستان د اوازو په خپرولو او د کوچنیو امنیتي پېښو په لویولو سره هڅه کوي د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ تازه رامنځته شوې اړیکې کمزورې کړي او دا هېواد سیاسي انزوا ته ورټېل وهي. دا وضعیت د افغانستان د چارواکو او وګړو ویښتیا، د رسنیو دقیق مدیریت او د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا ته اړتیا لري، څو د بېثباتۍ پر وړاندې دا ډول هڅې په نطفه کې شنډې شي. افغانستان باید د وروستیو بدلونونو په رڼا کې وښيي چې د کورنیو او سیمهییزو ګواښونو د مقابلې وړتیا لري او د اوازو او منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي.
