آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ پوله کې د قاچاقبرانو او تاجیکستاني پولهساتو ځواکونو ترمنځ له نښتې یوه ورځ وروسته، د کابل په شهرنو کې د « «Chinese Noodleپر رستورانت خونړۍ چاودنه، یو ځل بیا د «سیمې بېثباتۍ پروژې» په اړه ژورې اندېښنې را پورته کوي، چې د شنونکو په باور باید د یوې سترې سیمهییزې او نړۍوالې لوبې په چوکاټ کې وڅېړل شي؛ هغه لوبه چې پاکستان پکې مرکزي او عملي رول لري.
د پوځي چارو شنونکي وایي، چې د شهرنو چاودنه کې د یو چینايي–افغان ګډ رستورانت په نښه کېدل او ورپسې د داعش ډلې له لوري د دې چاودنې مسوولیت منل، سیمهییزو او نړۍوالو لوبغاړو ته څو اړخیز پیغامونه رسوي، چې تر ټولو مهم یې دا چې ځینې کړۍ هڅه کوي افغانستان کې شته امنیت وننګوي او د بېجېنګ په څېر د کابل احتمالي سترو اقتصادي شریکانو د وېرولو او لویو پروژو کې د پانګونې مخنیوي هڅه وي.
د شنونکو په باور، پاکستان لسیزو راهیسې له نیابتي ډلو د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې په توګه کار اخیستی دی. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، داعش ډله په افغانستان کې تر ډېره وځپل شوه او زیاتره کلیدي غړي یې له فرضي کرښې هاخوا واوښتل؛ هغه څه چې په اړه یې د استانبول په مذاکراتو کې کابل اسلامآباد ته په اړه کره شواهد هم وړاندې کړي وو. د چارو شنونکي وایي، پاکستان هڅه کوي د افغانستان دننه د داعش ګواښ ژوندی وساتي؛ ځکه له دې وسیلې په استفادې څو اهداف ترلاسه کولی شي: پر اسلامي امارت فشار، د نړۍ په وړاندې د افغانستان ناامن ښودل او هغو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین، روسیې او ایران چې غواړي کابل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، هغوی ته د خبرداري پیغام استول دي.
د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۹مې پر کابل د پاکستان له هوایي برید وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې او سوداګريزه راکړه ورکړه لا هم په ټپه ولاړه ده. د دې ترینګلتیاوو په لړ کې د شهرنو چاودنه ښایي کابل ته د اسلامآباد غیر مستقیم ځواب وي او دا پیغام ورکړي، چې د سیمې بېثباتۍ وسیلې لا هم د دوی په واک کې دي. د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د «سیمې بېثباتۍ پروژه» یوازې پاکستان پرمخ نه وړي، بلکې له واشنګټن سره په همغږۍ عمل کوي. دوی باور لري، چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته، په سیمه کې خپلې سټراټیژیکې ګټې له لاسه ورکړې او له همدې امله هڅه کوي، سیمه کې د نا امنۍ څپې په خورولو سره، بیاځلي د پښې ټینګولو ځای پیدا او په دې توګه په سیمه کې خپل امنیتي او استخباراتي حضور بیا تعریف کړي. شنونکي وایي، پاکستان په سیمه کې د امریکا سنتي متحد په توګه، د دې پروژې په پلي کولو کې بنسټیز رول لوبوي، هغه رول چې وروستۍ موخه یې د چین مهارول، پر روسیه فشار او د سیمې د جیوپولیټیک لارو کنټرولول دي.
د دې ترڅنګ، د افغانستان او تاجیکستان په پوله کې د تاجیکي پولهساتو ځواکونو او قاچاقبرانو ترمنځ وروستۍ نښته هم په همدې چوکاټ کې د شننې وړ ده. د چارو شنونکي وایي، چې دا ډول نښتې هم د همدې سناریو برخه دي؛ څو په دې توګه له یوې خوا له کورنیو ستونزو او د هېواد له بیارغونې د اسلامي امارت پام واړوي او له بلې خوا افغانستان د ګاونډیانو لپاره د ګواښ په توګه معرفي کړي. په دې فضا کې، پاکستان هڅه کوي ځان د «بحران د مدیریت مهم شریک» وښيي، په داسې حال کې، چې دغه هېواد خپله د همدې بحرانونو اصلي لوبغاړی دی.
په همدې لړ کې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني مشر عبدالکریم خرم څرګندونې هم له همدې زاویې د درک وړ دي؛ هغه چې د کابل چاودنه د نړۍوالو بحرانونو د یوې کړۍ برخه بللې، ویلي یې دي چې دا ډول پېښې د سترو قدرتونو له سیالیو سرچینه اخلي او اصلي قربانیان یې کمزوري هېوادونه او عام خلک دي. د ده او ورته نظر لرونکو کارپوهانو په اند، افغانستان یوازې هغه وخت کولی شي د دې لوبې قرباني نه شي چې د دغو سیالیو له ماهیت او د سیمهییزو لوبغاړو، په ځانګړي ډول د پاکستان، له رول ژور او واقعي درک ولري.
په پایله کې، د کابل په زړه شهرنو کې د تېرې ورځې چاودنه یوازې یوه پېښه نه، بلکې د سیمې بېثباتۍ پروژې یوه برخه ده؛ هغه پروژه چې پاکستان یې په عملي کېدو کې کلیدي رول لري او د داعش په څېر له ډلو په استفادې، هڅه کوي افغانستان د نړۍوالې ټولنې په وړاندې ناامنه، بېباوره او خطرناک وښيي. د دې بهیر وروستی هدف د افغانستان د اوسني حاکمیت کمزوري کول، افغانستان سره د چین، روسیې، ایران او په ټوله کې د سیمهییزې همغږۍ او همکارۍ پراختیا مخنیوی او یو ځل بیا د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا د پوځي حضور لپاره زمینه برابرول دي.
