د کابل او دوشنبې ترمنځ راشه درشه؛ سیمه کې د لوېدیځ نوې پروژې د شنډولو هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا په لړ کې، تازه د کابل او دوشنبې ترمنځ هم راشه درشه ګرمه شوې ده. تاجیکستان ته د بلخ والي محمد یوسف وفا له سفر وروسته، پرون (شنبه، لړم ۲۴مه) یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی او لا هم د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخت دی. تاجیکستان داسې مهال لوړپوړی پلاوی کابل ته را استوي، چې وروستیو کې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هند ته د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سفر او بیا په کابل کې د هند سفارت پرانیسته، له هغې وروسته د جرمني بُن ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ بیا فعالیت او د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیلېدل، په ډیپلوماټیکه برخه کې د اسلامي امارت وروستۍ مهمې لاسته راوړنې دي.

سره له دې چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا له نورو هېوادونو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او ان تر دې چې د منځنۍ او مرکزي آسیا هېوادونو تر ټولو مهم شریک او متحد روسیې د لومړني هېواد په توګه اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده، نو تاجیکستان هم چې افغانستان سره لسګونه کیلومټره اوږده پوله او ګڼ فرهنګي، دیني او تاریخي مشترکات لري، بالاخره یې له څلور کلن ځنډ وروسته غوره وګڼله چې اسلامي امارت سره د تقابل پر ځای تفاهم ته مخه کړي او کابل ته د تاجیکستاني پلاوي د سفر یوه مهمه موخه هم د کابل او دوشنبې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نوي څپرکي پرانیسته او ان تر دې چې د دې سفر پر مهال به د سفارتونو پرانیستو په اړه هم خبرې اترې وشي.

د سیاسي چارو شنونکي کابل ته د تاجیکستاني لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو په برخه کې غوره او مهم ګام بولي او په خبره یې، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کې وتوانېده تاجیکستان هم را خپل او سیاسي راشې درشې ته زمینه برابره کړي.

تاجیکستان چې د تېرو څه باندې څلورو کلونو پر مهال نه یوازې دا چې اسلامي امارت سره یې راشه درشه نه درلوده، بلکې د اسلامي امارت د مخالفینو کوربه‌توب یې هم درلود. تاجیکستان واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، د افغانستان له اړخه د نا امنۍ احساس درلود، خو اسلامي امارت د فعالې ډیپلوماسۍ له لارې د نړۍوالو دغو اندېښنو ته پر وخت ځواب ویلی او ثابته کړې یې ده، چې د افغانستان خاوره خوندي ده او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخلي.

تاجیکستان داسې مهال کابل ته لوړپوړی پلاوی را استوي، چې وروستیو کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې او ان تر دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه هم په ټپه درېدلې ده. اسلام‌آباد د پلمو په تراشلو سره وخت ناوخته پر افغانستان تور پورې کوي، چې ګواکې دغه هېواد کې نا امنۍ د افغانستان له لمنې سرچینه اخلي، په داسې حال کې چې افغانستان د تاجیکستان په څېر د سیمې له نورو هېوادونو سره هم ګډه پوله لري، نو که چېرې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار اخیستل کېدای، نو بیا به یوازې د پاکستان نه، بلکې د سیمې نور هېوادونه هم د نا امنۍ شاهدان وو.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان له امریکا د سیمې د نا امنۍ نوې پروژه اخیستې ده او د دې پروژې پیل یې له افغانستانه کړی دی. د دوی په باور امریکا غواړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې ژورې او د افغانستان په نا امنه کولو سره د مرکزي آسیا هېوادونه، چې د روسیې تر ټولو نږدې متحدین دي، هم نا امنه او نا آرامه کړي. د چارو شنونکي زیاتوي، چې د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه د پاکستان او امریکا د نوې پروژې د پلي کېدو په اړه له وړاندې خبر دي او هڅه کوي، چې افغانستان ته په لاس ورکولو سره د امریکا د دې پروژې د پلي کېدو مخه ونیسي.

د کابل او دوشنبې ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی، ښایي د همدې پروژې د خنثی کولو یوه هڅه وي. تاجیکستان چې د روسیې له نږدې متحدینو او افغانستان سره ګډه پوله لري، د تېرو څلورو کلونو پر مهال ورته ثابته شوه، چې د افغانستان خاوره خوندي او د دوی پر وړاندې ترې هېڅ ګواښ نه محسوسېږي. افغانستان سره پر پوله پروت دغه هېواد اوس هڅه کوي، چې اسلامي امارت سره سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې او همکارۍ پراخې او په دې توګه افغانستان ته د لوېدیځ، په ځانګړي ډول د امریکا د پښو غځېدو په مخنیوي او همداراز د سیمې د نا امنۍ په برخه کې د پاکستان د پلي کېدونکې نوې پروژې مخه ډپ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *