د کابل او اسلاماباد ترمنځ تاوتریخوالی، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۹مې نېټې پیل شوی، لا هم نه دی کابو شوی او دواړه لوري یو بل ته ګوته پر ماشه دي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلاف اصلي ریښه تر ډېره امنیتي مسایلو پورې تړلې ده. پاکستان پرته له کومو اسنادو او شواهدو ادعا کوي چې وسلهوالې ډلې، په ځانګړي ډول د (پاکستاني طالبانو تحریک) د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیت کوي، خو د اسلامي امارت چارواکي دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د دې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ په اقتصادي برخه کې هم ژورې اغېزې لرلې دي او پاکستان په خپل چم ګاونډ کې د افغانستان په څېر د خپلو توکو یو مهم بازار، چې کلنۍ راکړه ورکړه یې شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېده، له لاسه ورکړی. افغانستان په دې موده کې هڅه کړې چې بدیلې لارې پیدا کړي او پر پاکستاني توکو خپله تکیه کمه کړي او پاکستان هم خپل مهم منځنۍ آسیا هېوادونو ته خپل ترانزیټي مسیر له لاسه ورکړی دی. دا حالت ښيي چې روان کړکېچ دواړو لورو ته مستقیم زیان اړولی دی.
له دې سره سره، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو له ترینګلي کېدو سره هممهاله، پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت هم د هرې ورځې په تېرېدو سره ترینګلی کېږي او پاکستاني پولیس افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو بشري اصولو او قوانینو خلاف چلند کوي. د راپورونو له مخې، پاکستان په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره افغان کډوال نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته را اړولي دي؛ د چارو شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان دې فشارونو نه یوازې بشري بحران رامنځته کړی، بلکې تل یې افغان کډوال د سیاسي فشار د وسیلې په توګه هم کارولي دي.
سره له دې چې د دې کړکېچ د هواري لپاره ګڼو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې وکړې، خو لا تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. د همدې هلو ځلو په لړ کې، تازه د شخړې د هواري لپاره پېښور کې د یوې ګډې جرګې د جوړېدو خبر ورکړل شوی؛ هغه دودیز نوښت چې د فرضي کرښې په اوږدو کې یې د دواړو خواوو د ولسونو هیلې زیاتې کړې دي. د پېښور ګډه جرګه چې ټاکل شوې د سیاسي څېرو، قومي مشرانو، دیني علماوو او د مدني ټولنې د استازو په ګډون جوړه شي، ځانګړی اهمیت لري. دا جرګه پر متقابل درناوي، باور جوړونې او د خبرو اترو د زمینې پر برابرولو تمرکز لري او موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د دوامدارې سولې پر لور حرکت بلل شوی دی.
معمولاً جرګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې ځانګړی ارزښت لري او د تاریخ په اوږدو کې د دې دودیزې عنعنې له لارې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ ګڼې شخړې هوارې شوې دي. په تېرو وختونو کې هم جرګو د ولسونو ترمنځ د شخړو حل په برخه کې، په ځانګړي ډول د فرضي کرښې په اوږدو کې مهم رول لوبولی دی. دا چې د کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه د یوه ټغر خلک دي او ژورې قومي، ټولنیزې او فرهنګي اړیکې لري، دا ډول دودیز جوړښتونه لا هم د دوی ترمنځ خورا زیات اعتبار او ارزښت لري.
د چارو شنونکي بیا وایي، چې دودیزې جرګې د خلکو او حکومتي مشرانو ترمنځ اړیکه ټینګوي؛ هغه اړیکه چې کله ناکله په رسمي ډیپلوماټیکو چوکاټونو کې له پامه غورځول کېږي، خو د کرښې د دواړو خواوو ولسونه، چې ژرو کلتوري، ژبني او تاریخي مشترکات لري، کولی شي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مثبته او د باور فضا رامنځته کړي. د دوی په باور جرګه دا ظرفیت لري، چې د ټولنې او سیاست ترمنځ د پله په توګه عمل وکړي.
خو د تېرو تجربو پر بنسټ، جرګه یوازې د دولتونو د سیاسي پرېکړو بدیل نه شي کېدای، بلکې دا ډول ناستې کولای شي د ښکېلو خواوو ترمنځ باور زیات، لفظي تاوتریخوالی کم او د رسمي خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. خو د اختلافاتو بنسټیز حل د دواړو هېوادونو د د سیاسي مشرانو ارادو پورې تړلی دی. که د جرګې پایلې، لکه ګډ پرېکړهلیک، د حکومتونو له لوري جدي ونه نیول شي، اغېز به یې محدود پاتې شي. د چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي چې په اوسني وضعیت کې حتا د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي لږ کمښت هم یو مهم پرمختګ ګڼل کېدای شي. که د پېښور ګډه په جرګه کې لږ تر لږه د تاوتریخوالي پر کمولو، د پاروونکو اقداماتو پر بندولو او د اړیکو چینلونو د بیا فعالولو پر اصولو موافقه وشي، نو به مهم پیل او پرمختګ وي.
په ټوله کې، د کابل او اسلامآباد ترمنځ روان کړکېچ څو اړخیز بحران دی چې حل یې رسمي ډیپلوماسۍ او د غیررسمي نوښتونو ګډ کار ته اړتیا لري. په همدې لړ کې د پېښور جرګه کولای شي د یوې محرکې وسیلې په توګه رول ولوبوي؛ داسې وسیله چې واټنونه راکم او د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي. د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو ژور مشترکات دا هیلې زیاتوي، چې دا ډول نوښتونه به وکولای شي د بېباورۍ کچه راټیټه او د نسبي ثبات پر لور لاره هواره کړي.