د پاکستاني پوځي رژیم د جنایتونو دوام؛ د بې‌ګناه افغانانو په وینو تویولو د خپلو امنیتي ناکامیو پټولو هڅه

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له پېښو او پر کابل د پاکستاني پوځي رژیم له هوایي برید وروسته، د دواړو لورو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې او هر راز راشه درشه په ټپه ولاړه ده؛ خو پاکستاني پوځي رژیم د خپلو جنایتونو په دوام تېره شپه یو ځل بیا د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض او د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یې هوايي بریدونه وکړل. د پاکستاني پوځي رژیم په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې په دې سره، یاد رژیم یو ځل بیا په ښکاره توګه د بشري او جنګي جنایت مرتکب شوی دی.

د پاکستاني پوځي رژیم په بریدونو کې اوښتې مرګ‌ژوبله

امنیتي سرچینې وایي، چې د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې په بریدونو کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یوه دیني مدرسه او ارګون ولسوالۍ کې یو خالي کور په نښه شوي دي. که څه هم ویل کېږي چې په برمل او ارګون ولسوالیو کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې؛ خو په ننګرهار، په ځانګړي ډول په بهسودو ولسوالۍ کې، د یوه ملکي وګړي کور په نښه شوی چې د همدې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي او تر دې دمه یوازې څلور تنه ژوندي را ایستل شوي دي. د چارو شنونکي وایي، چې دغه ډول بریدونه، چې په مستقیم ډول پکې ملکي وګړي په نښه کېږي، د نړۍوالو حقوقو او د جګړې قوانینو له مخې جنګي جنایت بلل کېږي.

اخوا بیا پاکستاني پوځي رژیم هم منلې، چې د افغانستان پر خاوره یې بریدونه کړي، خو د تل په څېر یې یو ځل بیا ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې «ټي‌ټي‌پي» او داعش خراسان ډلې اووه پټنځایونه په نښه کړي دي. په داسې حال کې چې د دوی دا ډول بې‌منطقه ادعاوې وخت ناوخته د اسلامي امارت له لوري رد او په اړه یې تر اوسه افغان لوري ته هېڅ‌راز کره شواهد نه دي سپارلي، بلکې برعکس افغان لوري په استانبول کې د دوی پلاوي ته د داعش ډلې د پټنځایونو او کلیدي غړو په اړه کره شواهد وړاندې کړي وو او ترې غوښتي یې وو، چې پر وړاندې یې اقدام وکړي.

مطالب بیشتر:  پر قطر د اسراییلي رژیم برید؛ نړۍوال غبرګونونه او د سیمې راتلونکی برخلیک

د پاکستاني پوځي رژیم جنایت ته د اسلامي امارت غبرګون

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې دا بریدونه د افغانستان د ملي حریم، نړۍوالو قوانینو، د ګاونډیتوب د اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې په «مناسب وخت کې به مناسب او حساب شوی ځواب» ورکړي. دفاع وزارت ټینګار کړی چې پر ملکي او دیني مرکزونو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامیو څرګند ثبوت دی او دا ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی پر کورنیو ستونزو او امنیتي ناکامیو پرده وانچوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پاکستاني پوځي رژیم دغه کرغېړن عمل ته په غبرګون کې ویلي، چې د «پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ» یو ځل بیا پر افغان خاوره تېری کړی او په ننګرهار او پکتیکا کې یې ملکي وګړي بمبار کړي دي. د هغه په خبره، پاکستاني جنرالان هڅه کوي خپلې امنیتي کمزورۍ د دا ډول بریدونو له لارې جبران کړي.

پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف هم دغه بریدونه «ناروا، کرغیړن او بزدلانه عمل» بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول اقدامات د اسلام، ګاونډیتوب او نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. د ښاغلي ضعیف په وینا، پاکستانی رژیم هڅه کوي خپلې داخلي ناکامۍ د بې‌ګناه افغانانو په وینو پټې کړي.

د پاکستاني چارواکو دریځ او سیاسي تناقض

پاکستاني چارواکي تل ادعاوې کوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د دوی پر ضد فعالیتونه کېږي، خو تر اوسه یې د دغو ادعاوو د اثبات لپاره هېڅ‌راز شواهد نه دي وړاندې کړي. خو اسلامي امارت بیا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له نښتو او ترینګلتیاوو وروسته، په استانبول کې پاکستاني لوري ته د داعش ډلې د کلیدي غړو او پټنځایونو په اړه کره شواهد سپارلي وو او د دې ډلې پر وړاندې یې د اقدام غوښتنه کړې وه.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان مهمو ټولنیزو پېښو ته کتنه

بله مهمه مسئله دا چې پاکستان کې دننه، په ځانګړي ډول د دغه هېواد مخکښ سیاسیون هم د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې ناسمې او بې‌بنسټه بولي. دوې اونۍ وړاندې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي وو، چې دا مهال له افغانستانه پاکستان ته یو انار نشي راتلی، نو څنګه ممکنه ده، چې له هغه ځایه دې ترهګر را تېر شي؟ دا څرګندونې په خپله د پاکستان د رسمي دریځ او سیاسي واقعیت تر منځ د ژور تناقض ښکارندویي کوي.

د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو ته د افغانانو غبرګونونه

د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې جنایت په ټولنیزو رسنیو کې هم د پخوانیو چارواکو په ګډون، د ګڼو افغانانو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د کابل پوهنتون پخواني استاد محمد اسمعیل یون پاکستان کې د «جهاد» اعلان غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد قانون انګریزي دی او باید اسلامي نظام پکې واکمن شي. یون زیاته کړې، چې د اسلامي نظام په حاکمیت سره به، د پاکستان په هیرا منډوی کې د فحاشۍ زرګونه مرکزونه هم تړل شي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام ویلي: «د پاکستان پوځ نه ملي دی، نه اسلامي او نه هم انساني، بلکې یو کرایه شوی اجیر پوځ دی».

د پخواني حکومت پر مهال د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمان رحیمي، د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي: «د ماشومانو او ښځو جنازې مه کوئ، جسدونه یې کېږدئ او یوناما ورته را وغواړئ چې دا جنایت عملاً ثبت کړي.» هغه زیاته کړې، چې دا شواهد دې بیا نړیوالو غونډو کې پاکستاني اجیر پوځ او حکومت ته وښودل شي چې «ایا دا تـرهګر وو؟».

مطالب بیشتر:  د خوست جنایت؛ پاکستان د سیمې دویم اسراییل

د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو نورو افغانانو هم د پاکستاني پوځي رژیم دا جنایت غندلی او دا ډول اقدامات یې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره د خطر زنګ بللی دی.

بشري او جنګي جنایت؛ حقوقي ارزونه

د نړیوالو بشري حقوقو له مخې، په جګړه کې د ملکي وګړو په نښه کول، د ملکي تاسیساتو بمبارول او بې‌توپیره بریدونه جنګي جنایت بلل کېږي. که چېرې ثابته شي چې یاد بریدونه په قصدي ډول پر ملکي اهدافو شوي، نو دا نه یوازې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض دی، بلکې د بشري جنایت مصداق هم ګرځي.

په ټوله کې، د پاکستاني پوځي رژیم دا وروستي بریدونه د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې د خطر زنګ بلل کېږي. پاکستان چې په سیمه کې د غربیانو کرایه شوی چوکیدار دی او له لسیزو راهیسې د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا د ګټو لپاره لوبېږي، یو ځل بیا هڅه کوي په سیمه کې د ناامنۍ او بې‌‌ثباتۍ اور بل او په دې توګه د خپلو بادارانو ګټې خوندي کړي. که نړۍواله ټولنه او سیمه‌ییز لوبغاړي، په ځانګړي ډول په سیمه کې د امریکا د ګټو سیالان (چین، روسیه، ایران) د پاکستاني پوځي رژیم د دې لوبې په اړه روښانه دریځ غوره نه کړي، نو لرې نه ده، چې د دې اور لمبې به د دوی تر لمنو رسېږي او بالاخره به پاکستان د غربیانو اوسنۍ پروژه، چې موخه یې د سیمې بې‌ثباتي ده، عملي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *