آفاق خبري آژانس؛ کابل: دوه ورځې وړاندې (جمعه، ډسمبر ۵مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد د ملي امنیت سټراټیژي اعلان کړه. دا سټراټیژي چې په ۲۹ مخونو کې چمتو شوې، د امریکا متحده ایالتونو په بهرني سیاست کې د اساسي او پام وړ بدلونونو ښکارندویي کوي. د امریکا ولسمشران د خپلې واکمنۍ په دوره کې د «ملي امنیت سټراټیژي» اعلانوي؛ د بایډن سټراټیژي چې په ۲۰۲۲ کال کې اعلان شوه، د چین او روسیې مهارول، د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب ګڼل شوی و، خو د ټرمپ په سټراټیژۍ کې بیا منځنی ختیځ څنډې ته شوی، چین او روسیې سره په یو ډول معاملې ته زړه ښه شوی دی.
د ټرمپ ملي امنیت په سټراټیژۍ کې منځنی ختیځ تر ډېره د امریکا په بهرني سیاست کې له پامه غورځولی شوی دی؛ په دې سند کې راغلي، چې منځنی ختیځ نور نه کوم امنیتي ګواښ او نه هم لومړیتوب دی، بلکې دا سیمه د ګډې ملګرتیا او پانګونې په توګه یاده شوې ده. دا ډېره جالبه ده، چې د امریکا ملي د امنیت په سند کې هغه سیمه چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او ډموکراټیکو نظامونو جوړېدو په پلمه د سختو جګړو شاهده او د امریکا لپاره یې پراخ لګښتونه درلودل، په ناڅاپي توګه دې د دغه هېواد په بهرني سیاست کې له پامه وغورځول شي او یوازې دې د اقتصادي ګټو په سترګه ورته وکتل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت په سټراټیژۍ کې د منځني ختیځ په اړه دریځ د نظر خاوندانو او چارو شنونکو ترمنځ ګڼې پوښتنې او ګروېزنې راپورته کړې دي. دوی وایي هغه سیمه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ورته ترهګرۍ او مخدره توکو مرکز په سترګه کتل کېدل او امریکا په همدې پلمه په عراق، لیبیا، غزه، افغانستان، تونس، لبنان او نورو هېوادونو کې بېشمېره جنایتونه وکړل، اوس څنګه ممکنه ده، چې دا سیمه نور د امریکا لپاره امنیتي ګواښ او لومړیتوب ونه اوسي؟
شنونکي باور لري، چې امریکایانو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل د خپلو ګټو خوندي کولو هڅې کړې او په خبره یې، هرکله یې چې ګټې خوندي او خپلو موخو ته رسېدلي، نو بیا یې هغې سیمې ته شا کړې ده. د دوی په باور امریکا د «ټولوژونکو وسلو او د القاعده شبکې ځپلو» په پلمه پر عراق یرغل وکړ، په داسې حال کې چې وروسته په عراق کې نه ټولوژونکې وسلې پیدا شوې او نه هم د سپټمبر ۱۱مې پېښې په اړه کوم اسناد او شواهد، خو سلګونه زره کسان په دې جګړه کې ووژل شول، چې د رسمي شمېرو پر بنسټ، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ کال پورې ټولټال شاوخوا «۴۶۱» زره کسانو ژوند بایلود.
د دې ترڅنګ، امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له پېښو وروسته، د همدې کال د اکتوبر په ۷مه، د القاعده شبکې ځپلو، مخدره توکو له منځه وړلو او ډموکراټیک نظام جوړولو په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ؛ هغه یرغل چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کېږي او پر مهال یې کوم اهداف چې امریکا ټاکلي وو، د شاوخوا درې ټریلیونه ډالرو پر لګولو سربېره، دا اهداف ټول برعکس ثابت شول. د القاعده شبکې مشر موندلو په موخه یې افغانستان کې لسګونه زره کسان ووژل، خو هغه په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټآباد کې پیدا او په نښه شو، د مخدره توکو پر وړاندې یې داسې مبارزه وکړه، چې د روږدو کسانو شمېر له یو میلیون څلور میلیونه انسانانو ته لوړ شو او د ډموکراسۍ پلي کېدو په پلمه یې میلیاردونه ډالر ولګول، خو پرته له دې چې د افغانستان ټولنه مطالعه کړي، په دې برخه کې هم ناکام او بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې یې له افغانستانه پښې سپکې کړي.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، امریکا پر افغانستان د یرغل لپاره پلمه جوړوله او په خبره یې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پېښې هم خپله د امریکایي استخباراتي بنسټونو سناریو وه، څو د یوې پلمې په جوړولو سره، پر افغانستان او عراق یرغل ته زمینه برابره کړي. دوی باور لري، چې امریکا په افغانستان، عراق او د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې له جنګي جنایتونو، سیمه کې د خپلو ګټو خوندي کولو، طبیعي سرچینو چورولو او د ترهګرۍ په پلمه د اغېزناکو څېرو له زنداني کولو پرته، بل هېڅ هدف نه درلود او په خبره یې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، مخدره توکي او ډموکراسي هسې پلمې وې.
د نړۍوالو چارو شنونکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سټراټیژۍ کې منځني ختیځ ته د امنیتي ګواښ نه ګڼلو ته په اشارې وایي، چې امریکا نور په سیمه کې خپلې ګټې نه ویني او په خبره یې، اوسمهال ټولې نړۍ ته جوته شوې، چې امریکا په ټولو جنایتونو کې ښکېله ده. دوی امریکا د غزې په جنایتونو کې، چې له امله یې څه باندې ۷۰ زره بېګناه فلسطینیان قرباني شول په مستقیم ډول ښکېله بولي او په خبره، امریکا د اسراییلي رژیم په هراړخیز ملاتړ سره، غزه د فلسطینیانو لپاره په دوزخ بدله کړې وه او د دوو کلونو په موده کې یې د ټولو نړۍوالو قوانینو او بشري اصولو په نقضولو سره، داسې جنایتونه وکړل، چې د بشریت په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
که موضوع په لنډو کې راټوله کړو، د امریکا په تاریخ کې دوست او دښمن نه دی تعریف شوی؛ امریکایانو ته تر هر څه وړاندې په ملي او نړۍواله کچه خپلې ګټې مهمې او لومړیتوب لري او د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره هر ډول سناریو جوړولو ته چمتو دي. کله چې په منځني ختیځ کې د امریکا ګټې نغښتې وې، نو دا سیمه د ترهګرۍ مرکز او د لوېدیځ د ګټو پر وړاندې ګواښ ګڼل کېده او په همدې پلمه یې په دې سیمه کې لسګونه زره جنایتونه وکړل، خو اوس چې په دې سیمه کې خپلې ګټې نه ویني، نو په خپله سټراټیژۍ کې منځنی ختیځ نور د امریکا د امنیت لپاره ګواښ نه، بلکې یو غوره سوداګریز شریک بولي. د چارو شنونکي د امریکا په دریځ کې دا بدلون، له اخلاقي مسوولیته یو ډول تېښته بولي؛ دوی ټینګار کوي، چې امریکا په افغانستان، عراق او د منځني ختیځ اړوند نورو هېوادونو کې د ترهګرۍ په پلمه زرګونه جنایتونه کړي او د دې پر ځای چې د دغو جنایتونو له امله بښنه وغواړي او د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي، بلکې په هرڅه سترګې پټوي او له مسوولیته ځان خلاصوي.
