د ټرمپ ملي امنیت سټراټیژي؛ د جګړو له ناکامه تجربو زده‌‌کړه او د اقتصادي ګټو لومړیتوب

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په دویمه دوره کې د «امریکا له هر څه مخکې» تر نامه لاندې د «ملي امنیت سټراټیژي» اعلان او دا سند نړۍ کې د واشنګټن پر رول متمرکز دی. ټرمپ د جوبایډن سټراټیژۍ خلاف په دې سند کې تر ډېره نړۍ کې د پوځي رول لوبولو پر ځای، پر اقتصادي ګټو تمرکز کړی، او ان تر دې چې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره یې د چین او روسیې په څېر له خپلو سرسختو سیالانو سره هم په یو ډول معاملې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ډونالډ ټرمپ په دې سند کې په ډاګه کړې، چې امریکا نور نړۍ کې د «پولیس» رول لوبولو ته لېوالتیا نه‌لري او همداراز د حکومتونو بدلون، پوځي عملیاتو او سیمه کې له نظم راوستو لاس په سر شوې ده. د ټرمپ په تګلاره کې دا بدلون د دې ښکارندویي کوي، چې امریکا نړۍ کې د زور له لارې خپلو موخو ته د رسېدو ترخې او ناکامې تجربې لري او نور نه غواړي د خپل ځواک زوال بربنډ کړي.

وروستیو دوو لسیزو کې امریکا د نړۍ په ګوټ ګوټ، په ځانګړي ډول افغانستان، عراق او لیبیا کې سختې او ترخې ماتې تجربه کړې او پر انساني تلفاتو سربېره یې، ټریلیونونه ډالر اقتصادي ضربه لیدلې او همداراز د سلګونه زره انسانانو په وینو یې لاسونه سره او بې‌شمېره بشري جنایتونه یې کړي دي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له سناریو وروسته، امریکا د ترهګرۍ او مخدره توکو له منځه وړلو او همداراز د افغانستان په څېر یوه سنتي ټولنه کې د ډموکراسۍ ژمنې عملي کولو په پار، پر افغانستان یرغل وکړ؛ خو د امریکا د تاریخ دې اوږدې جګړې له انساني تلفاتو، زېربناوو ویجاړولو او همداراز امریکا ته له پراخو اقتصادي سیاسي او ټولنیزو زیانونه پرته، بله هېڅ لاسته‌راوړنه نه درلوده او بالاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه د شپې مهال وروستي امریکایي سرتېري له افغانستانه پښې سپکې کړي.

د امریکا ولسمشر د «ملي امنیت سټراټیژۍ» سند کې تر ډېره د امریکا پر ګټو را څرخي او ټینګار شوی، چې واشنګټن نور باید د خپلو پولو دفاع، صنعتي ودې، ټکنالوژۍ او د بنسټیزو ګټو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي. د ټرمپ دا تګلاره په ډاګه کوي، چې امریکا نور باید پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي او نړۍ کې د خپل نسبي برم او عزت ساتلو لپاره، د زور سیاست ته د پای ټکی کېږدي؛ ځکه دوام یې د واشنګټن لپاره د تېر په څېر له ترخو او ناکامو تجربو پرته، بل څه په میراث نشي پرېښودلی.

د ټرمپ په سټراټیژۍ کې چین او روسیه د سټراټیژیکو سیالانو په توګه معرفي شوي او دا په حقیقت کې د مسکو او بېجېنګ پر وړاندې د واشنګټن ناکامي او بې‌وسي را برسېره کوي. واشنګټن د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره، لا هم نه دی توانېدلی د اوکراین په جګړه کې خپلو موخو ته ورسېږي؛ د کې‌یف او مسکو ترمنځ د سولې هوکړې په تړاو د ټرمپ ۲۸ ماده‌ییزه طرحه د دې ښکارندویي کوي، چې واشنګټن له ورایه د مسکو پر وړاندې ماتې منلې او ټرمپ غواړي د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د اوکراین پر سر روسیې سره معامله وکړي.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سټراټیژي د لوېدیځې آسیا په اړه هم روښانه ده؛ د اوس لپاره په دې سټراټیژۍ کې د اسراییلي رژیم هر اړخیز ملاتړ او د انرژۍ لېږد مسیرونو ساتنه د واشنګټن لپاره لومړیتوبونه بلل شوي. د ټرمپ په سټراټیژۍ کې منځنی ختیځ نور د امنیتي ګواښ په توګه نه، بلکې د یوه اقتصادي شریک په توګه معرفي شوی؛ خو د اسراییلي رژیم پر هر اړخیز ملاتړ ځکه ټینګار شوی، چې دغه رژیم په سیمه کې د واشنګټن لپاره سټراټیژیک ارزښت لري او همداراز د امریکا د بهرني سیاست او ګټو خوندي کولو اصلي لوبغاړی دی.

پایله:

د امریکا ولسمشر د «ملي امنیت له سټراټیژۍ» داسې ښکاري، چې واشنګټن نور نه غواړي د جګړو او پوځي یرغلونو ناکامه تجربې تکرار کړي؛ ځکه د ټرمپ اداره دې پایلې ته رسېدلې، چې پوځي یرغلونه د واشنګټن لپاره له پراخو لګښتونو او اقتصادي زیانونو پرته، بله ګټه نه ده لرلې او له همدې امله یې په دې سټراټیژۍ کې په یو ډول د نړۍوال نظم له مدیریت تدریجي شاتګ کړی او تر ډېره یې د خپلو کورنیو زېربناوو پر رغونه، ټکنالوژۍ او اقتصادي پیاوړتیا تمرکز کړی دی.

د امریکا دا تدریجي شاتګ او په نړۍوالو معادلاتو کې د نظامي تګلارې پر ځای د اقتصاد محوره تګلارې غوره کول، په ډاګه کوي چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنۍ ادارې ته اقتصادي ګټې لومړیتوب دی، او که چېرې د امریکا اقتصادي ګټې له ګواښ سره مخ کېږي، نو ښایي واشنګټن له پوځي انتخاب هم ډډه ونه کړي، چې غوره بېلګه یې هم وروستیو کې د امریکا او ونزویلا ترمنځ راپورته شوې ناندرۍ دي؛ هغه څه چې واشنګټن د کاراکاس طبیعي سرچینو، په ځانګړي ډول د نفتي توکو زېرمو استخراج ته د زمینې برابرولو په پار، دغه هېواد کلابند او بشپړ پوځي یرغل ته چمتووالی نیولی دی.

د دې سند پټ پیغام د امریکا د یو قطبي برلاسه کېدو د زوال ضمني اعتراف دی؛ هغه هېواد چې له پراخو لګښتونو پرته نور نشي کولی نړۍوال نظم رامنځته کړي او له همدې امله اړ کېږي د «کورني ځواک» او «نړیوال حضور» ترمنځ یو انتخاب کړي. د امریکا ولسمشر په سټراټیژۍ کې کورني امنیت ته لومړیتوب ورکول، د لوېدیځې آسیا د ارزښت را کمول، د اروپا د رول محدودول، پر لوېدیځه نیمه‌کره بېرته د تمرکز زیاتوالی او له چین سره تعامل ته لېوالتیا، د واشنګټن د زوال او د نړۍ د څو قطبي کېدو ښکاره نښې دي.

باید هېره نه کړو، چې د امریکا ځینې متحدین له دې تګلارې سره موافق نه دي؛ دوی خپلې ګټې په دې کې ویني، چې امریکا د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پوځي او امنیتي قضایاوو کې ښکېله او دخیله پاتې شي. د چارو شنونکي پر ټرمپ د اسراییلي رژیم نفوذ ته په اشارې وایي، چې د ټرمپ عملي او سټراټیژیک شعار دا دی: «لومړی امریکا، خو تر اسراییل وروسته»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *