د نومبر ۲۹مه؛ له فلسطینیانو سره د پیوستون نړیواله ورځ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو له لوري په  ۱۹۷۷ زیږدیز کال کې د نومبر ۲۹مه، د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه. له دې ورځې څخه موخه دا ده، څو د فلسطینیانو د حقونو ياد تازه وساتل شي او د عادلانه حل لپاره د نړيوالې ټولنې پام راواړول شي.

د فلسطین د اوسني حالت درد د انسانیت په ګډ وجدان کې ژور ټپونه پرېږدي. هلته هره ورځ د ړنګو کورونو دوړې د ماشومانو له چغو سره ګډېږي، او د میندو زړه د ویر په لمبو سوځي. خلک د جګړې تر سیوري لاندې خپل ژوند تیروي، خو هیلې یې لا هم نه مري؛ د دې خاورې هره ډبره د ازادۍ د هیلو غږ کوي. د فلسطین کیسه یوازې د جګړې او وینې کیسه نه ده، بلکې د مقاومت، صبر، او نه ستړي کېدونکي باور کیسه ده. د هغوی سترګې که څه هم له اوښکو ډکې دي، خو د سبا د رڼا تمه په کې ځلوي—هغه رڼا چې د ظلم تیاره به حتما یوه ورځ شړي.

د فلسطینیانو د ژوند ترخه کیسه کله پیل شوه؟

د فلسطین ویش هغه تاریخي پرېکړه ده چې د ۱۹۴۷زیږدیز کال د ملګرو ملتونو د ۱۸۱  پریکړې له مخې وشوه. دا ویش د فلسطین د اوسېدونکو لپاره یو مهم او دردناک پړاو و او د نن ورځې شخړې او جګړې اصلی بنسټ ګڼل کېږي.

فلسطین د اوږد تاریخ، ګڼو تمدنونو او د واک‌منیو د بدلونونو سیمه ده، چې زرګونه کلونه تاریخ لري او د کنعانیانو اصلي ټاټوبی و.

د تاریخ په اوږدو کې کې بابلیان، مصریان، فارسيان، یونانیان او رومیان پرې واکمن شول. د اسلام په راتګ سره  دا سیمه د اسلامي خلافت برخه شوه او د سلجوقیانو، ایوبيانو او بیا عثماني خلافت په واک کې پاتې شوه. د سلګونو کلونو لپاره فلسطین د مسلمانانو، عیسویانو او یهودو ګډ ژوند لرونکې سیمه وه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پای کې عثماني خلافت ړنګ شو، انګلستان په ۱۹۱۷ کې د بالفور اعلامیه خپره کړه، چې د فلسطین په خاوره کې د “یهودو ملي کور” د جوړېدو ملاتړ یې اعلان کړ، سره له دې چې په فلسطین کې د زیات نفوس لرونکي عرب خلک اوسېدل.

له ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۴۸ پورې، د بریتانیا تر قیادت لاندې د یهودو پراخه کډوالي پیل شوه، په ځانګړي ډول د اروپا  دویمې نړیوالې جګړې وروسته دې کډوالۍ د فلسطین د اصلي عرب اوسېدونکو او نویو راتلونکو یهودي مهاجرینو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړ.

ملګرو ملتونو په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د فلسطینیانو په حق کې تر ټولو غټه جفا وکړه، چې هغه په ناعادلانه توګه ددې ځای په دوه برخو ویشل او د اصلي او حتی ابتدایی حقونو څخه د فلسطینیانو بې برخې کول وو. له هغه وروسته د ۱۹۶۷ جګړه، د لوېدیځې غاړې او غزې نیول، سیاسي ماتې، او د دواړو لورو ترمنځ ژوره بې‌باوري د اوسني وضعیت بنسټ جوړ کړ. او جالبه خو لا دا ده همدې ملګرو، چې د فلسطینیانو حقونه یې ترې واخیستل، خلک یې په جګړه کې ګوزار کړل او د هغه ځای د خلکو د وینې بهیدنې لامل شو، په ۱۹۷۷ کال کې په ډير سپین سترګي توب « د نومبر ۲۹مه؛ له فلسطینیانو سره د پیوستون نړیواله ورځ» رامنځته کړه.

که دوی د فلسطین د مظلومو خلکو د سرونو، حقونو او وینو په فکر وای؛ نو ولې یې په ۱۹۴۷ کال کې له مسلمانو عربو سره دا ډول ناعادله چلند وکړ؟ چې د مسلمانانو حق او حقوق یې تر پښو لاندې کړل او یهودو او اسراییل ته یې پرې بری ورکړ.

سره له دې صهیونیسي رژیم د ۱۹۴۸ زیږدیز کال د مې په میاشت کې د خپلواک فلسطین د جوړیدو مخه ونیوله او په خپل اشغال او ظلم یې ددې ځای د خلکو ستونزې لا پسې ډیرې کړې.

له شپږو لسیزو ورسته لا هم فلسطین او خلک یې د اور په لمبو کې وسوځي لس ګونه زره خلک ووژل شول، میلیونونه خپلو مېنو پریښودو ته اړ شول او د سوریې، لبنان، اردن او نورې نړۍ په کمپونو کې ژوند تیروي. پر دې سربیره د بیت المقدس شاوخوا او د غزې لویدځه غاړه کې د صهیونیسي رژیم د ښارونو جوړول د هغو فلسطینانو خوبونه او هیلې له منځه وړي چې غواړي خپلې سیمې ته راوګرځي.

که څه هم زیاتره هیوادونو فلسطین د یوه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت پېژندلی، خو د ملګرو ملتونو په  امنیت شورا کې د فلسطين بشپړ غړیتوب لاهم نه دی منل شوی. اصلي دلیل یې د وتنې رایه ده لکه د امریکا متحده ایالتونو مخالفت.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د مصر په شرم‌الشیخ کې د امریکا او شلو هېوادونو مشرانو په شتون کې د په غزه کې د اوربند پر سر د حماس او اسراییل هوکړه وشوه، چې دوه پړاوه یې لرل. خو لا هم هلته د مظلومو فلسطینیانو د وینو تویول نه دي پای ته رسیدلي، وخت ناوخته حماس او نړیوالي رسنۍ د اسرییلي رژیم د ظلمونو او له اوربنده د سرغړونو په اړه خبرونه ورکوي.

پایله:

له دومره کلونو وروسته غزه اوس په ویجاړۍ بدله شوې ده او ددې ځای خلک د کلونو ناورینونو او ظلمونو شاهد دي، په شرم الشیخ کې له هوکړې وروسته لا هم نه ده معلومه، چې ایا د فلسطین خلک به یوې دایمې سوله ته ورسیږي او که نه.

نن د نومبر ۲۹مه له فلسطینانو سره د پیوستون نړیواله ورځ ده او هر کال په دې ورځ په غزه او فلسطین کې د ظلمونو او جنایتونو په اړه ویل کیږي او حقونو غوښته یې کیږي. اوس وګورو چې ایا د راتلونکې کال د نومبر تر ۲۹مې پورې به د فلسطینیانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *