د نتانیاهو ناروښانه برخلیک؛ آیا هغه د ایران په توغندیزو بریدونو کې وژل شوی؟

په داسې حال کې چې د ایران، اسراییلو او امریکا ترمنځ جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره شدیده او لمن یې د منځني ختیځ ټولو هېوادونو ته غځېدلې، تازه په ټولنیزو رسنیو کې د اسراییلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مرګ او ژوند په اړه ګنکوسې زیاتې شوې دي. دا بحثونه د ایران له توغندیزو بریدونو او د دغه هېواد د پوځي چارواکو له څرګندونو وروسته زیات شوي او د سیمې په سیاسي او رسنیز فضا کې یوه بحث‌برانګېزه موضوع ګرځېدلې ده.

د ایران خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ ویاند اعلان کړی چې د «وعده صادق څلور» عملیاتو د لسمې څپې په ترڅ کې د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر او همدارنګه د دغه رژیم د هوايي ځواک د قوماندان استوګنځی د توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د هغه په وینا، دا بریدونه د «خیبر» په نوم توغندیو په وسیله او په هدفمند او ناڅاپي ډول ترسره شوي او له هغه وروسته د نتانیاهو برخلیک هم ناروښانه دی. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه د اسراییلو له لوري په رسمي توګه د دغه هېواد د لومړي وزیر د وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي او نتانیاهو هم د مارچ له لسمې نېټې را په دې خوا په رسنیو کې نه دی را څرګند شوی.

له دې تحولاتو سره هممهاله، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د نتانیاهو د ژوند او مرګ په اړه بېلابېل لیدلوري لري. د چارو یو شمېر شنونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي باور لري چې د نتانیاهو د حضور د ځای او د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه د روښانه معلوماتو نشتوالی، ښايي د غیرعادي حالت نښه وي. خو تر اوسه هېڅ رسمي او خپلواک راپور دا ادعاوې نه دي تأیید کړې.

مطالب بیشتر:  د ستانبول غونډې دویم پړاو ته د کې‌یف هیلې او د مسکو شرطونه

په ټولنیزو رسنیو کې یو له دې اټکلونو، د مارچ په دولسمه نېټه د نتانیاهو یوه ویډیويي وینا ده. دا ویډیو چې د ځینو اسراییلي رسینو له لوري خپره شوې، له خپرېدو وروسته په ټولنیزو شبکو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. ځینو کاروونکو ادعا کړې چې ښايي دا ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړه شوې وي. دوی د تصویر ځینو ناهماهنګیو ته اشاره کړې ده؛ له هغې جملې په یوه صحنه کې د نتانیاهو لاس له شپږو ګوتو سره ښکاري، هغه تېروتنه چې مخکې هم د مصنوعي ځیرکتیا له لوري جوړو شویو انځورونو کې لیدل شوې ده.

په هغو کسانو کې چې دې موضوع ته یې غبرګون ښودلی، برېټانوي سیاستوال او شنونکی جورج ګالووي هم شامل دی. هغه په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې پوښتنه کړې چې ولې اسراییلي رسنیو داسې ویډیو خپره کړې، چې د ځینو کاروونکو په وینا پکې د مصنوعي تولید نښې لیدل کېږي. هغه په ځانګړې توګه د هماغه شپږو ګوتو لرونکي انځور یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع نورې پوښتنې هم راپورته کوي.

ګالووي بله پوښتنه هم مطرح کړې او ویلي یې دي چې ولې لوېدیځې لویې رسنۍ د نتانیاهو د وضعیت یا د هغه د حضور د ځای په اړه جدي پوښتنې نه کوي. هغه همدارنګه د اسرییلو د کورني امنیت وزیر ایتمار بن‌ګوېر ته اشاره کړې او پوښتنه یې کړې چې هغه اوس چېرته دی او ولې د دغو چارواکو د وضعیت په اړه روښانه معلومات نه خپرېږي.

له دې سربېره، ځینو شنونکو دې ته هم اشاره کړې چې له یوې اونۍ زیات وخت کېږي چې د نتانیاهو تازه او روښانه ویډیوګانې او انځورونه نه دي خپاره شوي؛ هغه موضوع چې د ځینو په باور په عادي شرایطو کې غیرمعمولي ښکاري. همدارنګه داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د هغه د استوګنځی شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي دي، چې ځینې رسنۍ یې د ځانګړو امنیتي شرایطو نښه بولي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت څلور کلنه واکمني؛ له کورني مدیریت تر بهرنۍ ډیپلوماسۍ

په ورته وخت کې د جرد کوشنر او سټیو ویتکاف د سفر د ځنډېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. ټاکل شوې وه دا سفر د ځینو سیاسي سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره شي. که څه هم د دې ځنډ رسمي دلیل نه دی اعلان شوی، خو ځینې شنونکي دا موضوع له نورو نښو سره یو ځای ارزوي او د نتانیاهو له احتمالي وضعیت سره یې تړي.

بله موضوع چې په دې بحثونو کې راپورته شوې، د نتانیاهو او د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ ټلیفوني اړیکه ده. د دې اړیکې په اړه په خپرو شویو راپورونو کې دقیق تاریخ او بشپړ جزیات نه دي روښانه شوي او دې چارې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او د چارو شنونکو ترمنځ یو بل ابهام هم رامنځته کړی دی.

په همدې حال کې، ځینو رسنیو د امریکا د پخواني استخباراتي افسر سکاټ ریټر له قوله ادعا کړې چې ایران د نتانیاهو پټنځای په نښه کړی او په دغه برید کې د هغه ورور وژل شوی دی. خو دا ادعا هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له لوري نه ده تأیید شوې او یوازې د غیررسمي راپورونو تر کچې خپره شوې ده.

په ټوله کې له دې ټولو اټکلونو سره سره، روښانه خبره دا ده چې د اسراییلو د لومړي وزیر د وضعیت په اړه معلوماتي فضا له ګڼو ګنګوسو سره مخ ده. په د اړه د اسراییلي چارواکو چوپتیا او همداراز له تېرو نږدې لسو ورځو راهیسې په رسنیزه فضا کې د هغه د واقعي انځور نشتون، ګڼې پوښتنې راپورته کړې دي؛ خو دا چې اسراییلي چارواکي به کله دغو پوښتنو ته رسمي غبرګون وښیي، هغه څه دي چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *