د ټرمپ دولت په بهرني ساست کې د مونرو دکترینو بیا راژوندي کېدل، یوازې کومه تاریخي یا سمبولیکه یادونه نه ده، بلکې دا د واشنګټن په جیوپولیټیکي محاسباتو کې د لاتینې امریکا د جایګاه بیا تعریف په مانا ده. دغو لوبغاړو چې په نولسمه پېړۍ کې یې لاتینه امریکا د متحده ایالتونو د انحصاري نفوذ برخه بلله، اوس یې په امنیتي چوکاټ کې بیا تعریف کړې، هغه چوکاټ چې له مخې یې په لوېدیځه نیمهکره کې د غیر لوېدیځو زبرځواکونو نفوذ د امریکا د ګټو پر وړاندې مستقیم ګواښ بلل کېږي.
د مونرو دکترین چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۲۳ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جېمز مونرو لهخوا مطرح شول، په اصل کې د امریکا د بهرني سیاست په توګه پېژندل کېږي، چې موخه یې د امریکا کرې په چارو کې د اروپایي هېوادونو د لاسوهنې مخنیو و. د دغو دکترینو پر بنسټ، امریکا اعلان وکړ چې د لاتینې امریکا هېوادونو او د کارائیب په ټاپوګانو کې د اروپایي هېوادونو هر ډول لاسوهنه به خصمانه ګام وبلل شي او امریکا حق لري، چې په دې سیمو کې مداخله وکړي. په حقیقت کې، د مونرو دکترین د لاتینې امریکا لپاره د خپلواکۍ یوه تګلاره بلل کېده، خو په عین حال کې یې امریکا په دې سیمه کې د زبرځواک په توګه معرفي کوله.
که څه هم د مونرو دکترین په نولسمه پېړۍ کې د دې لپاره طرحه شوې وه چې په لاتینه امریکا کې د اروپایي هېوادونو د بیا استعمار مخه ونیسي او د امریکا نفوذ د یوه سیمهییز زبرځواک په توګه پراخ کړي، خو په یوویشتمه پېړۍ کې، په ځانګړي ډول د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، دا دکترین د امریکا لهخوا د لاتینې امریکا د هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د واشنګټن د نفوذ د پراخولو د توجیې وسیله ګرځېدلې ده.
ونزوېلا کې وروستي بدلونونه او د دغه هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول، د دې سیاست نوې بڼه ده. د ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا، مادورو یو ناقانونه دیکتاتور او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ باله. دا نیونه نه یوازې د ونزوېلا پر وړاندې د فشار راوړلو لپاره د امریکا د پوځي ځواک کارولو ښکارندویي کوي، بلکې د مونرو دکترین په چوکاټ کې د زورواکۍ او مداخلو سیاستونو ته د بېرته ستنېدو نښه هم ده. ټرمپ او د هغه حکومت په لومړیو کې هڅه وکړه، څو د اقتصادي فشارونو، بنډیزونو او پوځي ګواښونو له لارې مادورو له واکه ګوښه کړي او د هغه له مخالفینو، په ځانګړي ډول خوان ګوایدو سره مرسته وکړي، چې امریکا هغه د ونزوېلا د لنډمهاله ولسمشر په توګه په رسمیت هم پېژندلی و. د مونرو دکترین چوکاټ پر بنسټ، د مادورو نیونه او پر ونزوېلا برید د یوه هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د ټولو قوانیو خلاف ګام دی.
ټرمپ په حقیقت کې د اشغال له لارې د لاتینې امریکا په اړه د امریکا د پخوانیو سیاستونو دوام ورکوونکی دی؛ هغه سیاستونه چې پکې د مخالفو هېوادونو د اغېزمنولو لپاره له پوځي او اقتصادي وسیلو کار اخیستل کېده. دا تګلاره په ونزوېلا کې د اقتصادي فشارونو او پوځي ګواښونو له لارې خپل اوج ته ورسېده. خو دا چلند یوازې ونزوېلا پورې محدود نه دی؛ امریکا پخوا هم په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې، له همدې ډول سیاستونو کار اخیستی دی.
په عراق او افغانستان کې، امریکا د خپل پوځي ځواک په کارولو سره په مستقیم ډول د دغو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړه. امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له پېښو وروسته، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په پلمه پر عراق برید وکړ. د دې عملیاتو اصلي موخه د صدام حسین د رژیم ړنګول او د ډلهییزو وژونکو وسلو د خپرېدو مخنیوی و. خو له برید وروسته، امریکا له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بېثباتیو سره مخ شوه، چې تر ننه دوام لري. همدارنګه، په افغانستان کې هم د امریکا پوځي حضور د طالبانو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تر پلمې لاندې پیل شو، خو له شلو کلونو پوځي حضور وروسته هم دا هېواد له امنیتي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی.
په دواړو مواردو کې، امریکا د یوه «نړۍوال پولیس» په توګه عمل وکړ او د خپلو پوځي مداخلو له لارې یې د دغو هېوادونو داخلي نظم ګډوډ کړ. خو د دې مداخلو پایلې تر ډېره د بېثباتۍ زیاتوالی او د خلکو ترمنځ د امریکا پر وړاندې د کرکې ډېرېدو لامل شوې او په عین حال کې، د دوی حضور د ترهګرۍ او افراطي ډلو د نفوذ د پراخېدو لامل هم شو. دا بېلګې د دې ښکارندویي کوي، چې په ډېریو مواردو کې د امریکا مداخلهکوونکي سیاستونو نه یوازې دا چې د هغه هېواد وضعیت سره مرسته نه ده کړې، بلکې نوي بحرانونه یې هم زېږولي دي.
په همدې لړ کې، د ټرمپ د پوځي او اقتصادي مداخلو سیاست د امریکا د پخوانیو سیاستونو دوام دی، چې د غوښتنو د تحمیل او د مخالفو رژیمونو د بدلون پر بنسټ ولاړ و. په حقیقت کې، دا ډول سیاستونو نه یوازې د ونزوېلا، عراق او افغانستان په څېر هېوادونو ته زیان رسولی، بلکې په نړیواله کچه یې پر امریکا د باور کمښت او د دغه هېواد د اعتبار زیانمنېدو ته هم لاره هواره کړې ده.
بلخوا، په ونزوېلا او منځني ختیځ کې د امریکا د زورواکۍ دا تګلاره د نړۍوال نظم لپاره هم یو ګواښ دی. د امریکا دا سیاستونه په ډاګه کوي، چې واشنګټن په هره بیه د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته چمتو دی او دا چاره ښایي په نړۍواله کچه د لا زیاتو بېثباتیو او د سترو زبرځواکونو ترمنځ د سیالیو پراخېدو لامل شي.
د امریکا د همدې سیاستونو په لړ کې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین او روسیه، د امریکا له مخالفو هېوادونو د ملاتړ له لارې کولی شي د ځواک توازن بدل او د جیوپولیټیکي سیالیو نوې ډګرونه رامنځته کړي.
په پای کې، د ونزوېلا او منځني ختیځ په اړه د ټرمپ او د امریکا سیاستونه په څرګنده توګه د دغه هېواد د نفوذ ساتلو او پراخولو لېوالتیا ښکارندویي کوي. خو دا سیاستونه، چې ډېری وخت د پوځي او اقتصادي وسیلو له کارولو سره مل وي، نه یوازې دا چې اعلان شويو موخو ته نه رسېږي، بلکې ښايي په نړۍواله کچه لا ډېرې بېثباتۍ هم رامنځته کړي. دا موضوع د امریکا د سیاستونو بیاکتنې، د ډیپلوماټیکو لارو او نړۍوالو همکاریو ته د لا زیاتې پاملرنې د اړتیا څرګندونه کوي، څو د نویو بحرانونو او د نړۍوال نظم د ګواښ مخه ونیول شي.
د مونرو دکترین او د امریکا جګړې: په یوویشتمه پېړۍ کې د زورواکۍ دوام

- لینک کوتاه: https://afaaq.af/?p=17239
- منتشر شده در