د مادورو نیونه؛ د ټرمپ امریکا لاس‌وهنې پای نه‌لري او نه به پای‌ته ورسېږي

د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د شنبې په شپه، امریکایي ځواکونو د ونزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه. دا نیونه د مادورو حکومت او امریکا ترمنځ د اوږدو ترینګلتیاوو وروسته ترسره شوه؛ هغه ترینګلتیاوې چې په ترڅ کې یې امریکا پر مادورو د مخدره توکو، د ترهګرۍ او د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي وو. متحده ایالتونو د دغو تورونو په پلمه او همداراز د نیوکولاس مادرو له لوري د هغه د سیاسي مخالفینو ځپلو او د امریکا له مخالفو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او روسیې سره د اړیکو پراختیا له امله، کاراکاس سره اقتصادي او سیاسي جګړه پیل کړې وه. ډونالډ ټرمپ او د هغه حکومت مادورو یو ناقانونه دیکتاتور او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو ګواښ باله، او په پای کې یې پر ضد د پوځي اقدام پرېکړه وکړه.
پر ونزوېلا د امریکا برید په ډېرې چټکۍ سره د نړۍوالې ټولنې پام را جلب او پراخ غبرګونونه یې را پارولي دي. د امریکا استازو جرګې ډموکراټ غړو دا یو ناقانونه او شرموونګی ګام وباله او د نړۍ ګڼو هېوادونو هم د یوه خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاس‌وهنې په اړه اندېښنه څرګنده کړه؛ خو د ټرمپ حکومت د خپل دغه اقدام دفاع وکړه او مادورو یې د مخدره توکو پر قاچاق او ترهګرۍ تورن کړ او ټینګار یې وکړ، چې هغه ته باید له عدالت د تېښتې اجازه ورنه کړل شي.
د ونزوېلا سټراټېژیک اهمیت ته په کتو، د نیوکولاس مادورو د نیولو موضوع په خورا چټکۍ سره پر یوه ګرمه نړۍواله مسئله بدله شوه او د دې لامل شوه، څو د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د نورو هېوادونو اندېښنې زیاتې شي. اوس پوښتنه دا ده، چې امریکا ولې داسې اقدام وکړ او دا موضوع به د نړۍوال نظم لپاره کومې پایلې ولري؟
امریکا تل ځان د نړۍوال نظم او بشري حقونو ساتونکې معرفي کړی، خو د ټرمپ حکومت تازه ګام ښایي د نړۍوال نظم لپاره یو جدي ګواښ واوسي. د یوه قانوني منتخب ولسمشر نیول او د یوه هېواد په کورنیو چارو کې مستقیمه لاس‌وهنه، د سترو زبرځواکونو له لوري د سلطه‌ګرۍ او پوځي مداخلو د ګواښونو زیاتوالي نوې بېلګه ده. امریکا په دې پېښه کې وښوده چې که یو هېواد د دوی ګټو ته ګواښ پېښ کړي، نو کولی شي له پوځي ځواک په استفادې مخالف حکومتونه وپرځوي.
دا ډول اقدامات نه یوازې دا چې د هېوادونو د ملي حاکمیت او خپلواکۍ اصول کمزوري کوي، بلکې په نړۍوالو اړیکو کې د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ زیاتېدو لامل ګرځي. د امریکا په دې اقدام سره، ښایي بېلابېل هېوادونه، په ځانګړي ډول د لاتینې امریکا هېوادونه چې د امریکا د پوځي مداخلو مخینه لري، اندېښمن شي او دا وېره به ورسره وي، چې امریکا د خپلو ګټو لپاره کولی شي پر هر هېواد برید وکړي. دا وضعیت کولی شي د سترو هېوادونو ترمنځ نوې سیالۍ رامنځته او په نړۍواله کچه د امریکا د نفوذ پر وړاندې د مقابلې هڅې زیاتې کړي.
بل‌خوا د مادورو نیول د دې ښکاندویي کوي، چې متحده ایالتونه له اقتصادي او پوځي وسیلو په استفادې، پر مخالفو هېوادونو فشار راوړلي. دا مسئله ښايي نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د لاتینې امریکا هېوادونو ته، دا پیغام ولېږدوي، چې امریکا د هر هغه هېواد پر وړاندې چې د واشنګټن له سیاستونو سره مخالفت وکړي، له بېلابېلو لارو فشار راوړلی شي. په دې لړ کې، ښایي د کیوبا، مکسیکو او کولمبیا په څېر هېوادونه د امریکا د دا ډول لاس‌وهنو په اړه غبرګونونه وښیي او د چین او روسیې په څېر سترو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
په پای کې، دا پېښه د امریکا واکمنۍ‌غوښتونکو سیاستونو یوه څرګنده بېلګه ده چې کولی شي په نړۍواله کچه د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل شي. د نیکولاس مادورو نیول او په ونزوېلا کې د امریکا پوځي مداخله، د دې ښکارندویي کوي، چې امریکا غواړي بېرته په نړۍ کې د پولیس رول لوبولو ته وګرځي او له خپل پوځي او اقتصادي ځواک په استفادې یو ځل بیا نړۍوال نظم د خپلو ګټو په لور وڅرخوي. په داسې شرایطو کې، نور هېوادونه باید له خورا دقت کار واخلي، څو دا ډول مداخلې د هغوی د خپلواکۍ او ملي امنیت لپاره په ګواښ بدلې نه شي.
څرنګه چې امریکایي سناتور روبن ګالیګو پر خپله ایکس‌پاڼه وو: «دا زما د ژوند دویم ناعادلانه جنګ دی. دا یو ناقانونه او شرموونکی جنګ دی، چې تر یوه کال کمه موده کې، موږ د نړۍوال پولیس له رول پر نړۍوال زورواکي بدل شوي یو. د ونزوېلا پر وړاندې د جګړې لپاره هېڅ دلیل نشته.»

مطالب بیشتر:  د زلزلې پر مهال څنګه ځانونه خوندي وساتو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *