آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان «بزنس ریکارډر» ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت ښایي له افغانستان د پاکستاني ټرانزیټي جوپو د یو ځل تېرېدو غوښتنه وکړي. دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې د چمن سوداګرو د جمعې په ورځ (لېندۍ ۲۸مه) اسلامآباد کې د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي محمد صادق خان او د سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سره لیدنه کې افغانستان سره دلارو خلاصون غوښتنه کړې وه او د اوښتو زیانونو په اړه خبرداری ورکړی و. پاکستاني سوداګرو په دې لیدنه کې ویلي وو، چې افغانستان سره د لارو بندېدو له امله د میلیونونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ کچه صفر شوې او په خبره یې، دا مهال شاوخوا ۱۰ زره پاکستاني کانټینر د فرضي کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي او هره ورځ دوی ته نږدې څلور میلیونه ډالر زیان اوړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخواني مرستیال سلیمان بن شاه هم له «سیاق» رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان سره د لارو بندېدو له امله، پاکستان دا مهال له سختو سوداګریزو فشارونو او ننګونو سره مخ او همداراز ګڼو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پرې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا پرېکړه ښایي په لنډمهال کې د افغانستان لپاره زیانونه ولري، خو په اوږدمهال کې دا پرېکړې د داخلي، منظمې سوداګرۍ او اقتصادي ثبات لپاره مثبتې پایلې لرلی شي. هغه چې پاکستان سره د مذاکراتي ډلې غړیتوب هم درلود، وایي چې د مذاکرې په سند کې افغان لوري غوښتل چې سوداګرۍ د نړۍوال سوداګریز سازمان د اصولو له مخې تنظیم شي، خو پاکستان ورسره موافق نه و او همداراز په سند کې افغانستان د “پولې” او پاکستان د “سرحد” اصطلاح کارولو غوښتنه لرله.
د لارو بندېدو پرېکړه؛ پر پوروړي پاکستان د فشار راوړلو غوره وسیله
د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۷مه نېټه، پاکستان د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف د افغانستان هوایي حریم نقض او پر پلازمېنه کابل یې هوایي برید وکړ، چې موخه یې د پاکستان طالبانو د تحریک مشر نور ولي محسود په نښه کول وو، خو یوه ورځ وروسته هغه په وزیرستان کې را څرګند شو. د پاکستان له دې تېري یوه شپه وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو لاس پورې، چې ورپسې د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب او غوښتنه، د دواړو لورو ترمنځ جګړه وردېده او پر اوربند هوکړه وشوه.
د اړیکو په ترینګلي کېدو سره، پاکستان د فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ داسې مهال وتړلې، چې افغانستان کې د مېوو او سبزیو موسم را رسېدلی و. د پاکستاني لوري دې تګلارې د اسلامي امارت د صبر کاسه نسکوره کړه او د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روان لمریز کال د (لړم ۲۱مه) کابل کې له سوداګرو او صنعتګرو سره ناسته کې پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون پرېکړه اعلان او سوداګرو ته یې له بدیلو لارو د سوداګرۍ سپارښتنې وکړې.
پاکستان سره د لارو بندېدو له پرېکړې شاوخوا یوهنیمه میاشت تېرېږي، خو په دې موده کې پاکستاني لوري نه جبرانېدونکي زیانونه لیدلي؛ لومړی دا چې پاکستان په سیمه کې د افغانستان په څېر مهم سوداګریز مارکېټ، چې کلنۍ راکړه ورکړه یې شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېده او منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ټزانزیټ لاره له لاسه ورکړي؛ دویم دا چې اسلامي امارت په دې موده کې توانېدلی د پاکستان پر ځای بدیل بازارونه او مسیرونه پیدا او پر اسلامآباد سنتي تکیې او انحصار ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي.
که څه هم پاکستاني چارواکو په لومړیو کې د اسلامي امارت له لوري د سوداګرۍ پرېکون پرېکړه بابیزه ګڼله او دفاع وزیر یې دا پرېکړه «پټ نعمت» باله، خو د وخت په تېرېدو سره، اسلامآباد ته روښانه شوه چې نور د کابل پر وړاندې د فشار سیاست نتیجه نه ورکوي، بلکې د دوی لپاره معکوسې پایلې لرلای شي او له همدې امله، نن پاکستانی حکومت د خپلو غلطو سیاستونو او ناسنجول شویو تګلارو بیې پرې کوي او له بېلابېلو لارو، کله د ملګرو ملتونو او کله هم د اسلامي هېوادونو په واسطه کولو سره، هڅه کوي د فرضي کرښې په اوږدو کې د لارو پرانیستو زمینه برابره کړي.
پاکستان له لسیزو راهیسې هلته مېشت افغان کډوال او اقتصادي مسایل، په ځانګړي ډول د کرښې په اوږدو کې د لارو بندول، پر افغانستان د فشار وسیلو په توګه کارولي او له همدې لارو یې په تېرو حکومتونو خپلې غوښتنې تحمیل کړې، خو دا ځل داسې ښکاري، چې اسلامآباد په خپله دې تګلاره کې له سختې او نه جبرانېدونکې ماتې سره مخامخ دی.
افغان حکومت چې اوسمهال توانېدلی له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو څپه په غوره توګه مدیریت او همداراز په سیمه کې د صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان بدیل بازارونه پیدا کړي، نو په کار ده د پاکستان پر وړاندې اوسنۍ تګلارې ته دوام ورکړي او په آسانۍ د لارو خلاصون ته زړه ښه نه کړي، بلکې د دې پر ځای دې د بدیلو لارو پراختیا او پیاوړتیا ته کار وکړي. اسلامي امارت دا مهال د پاکستان پر وړاندې د فشار تر ټولو غوره وسیله په لاس کې لري؛ که چېرې پاکستان افغانستا سره د لارو خلاصون غواړي، نو باید د معتبرو نړۍوالو ضمانتونو او داسې شرایطو په رڼا کې ورسره ومنل شي، چې بیا په هېڅراز شرایطو کې ونه تړل شي.
