د غزې ماشومانو په وژنه کې د امریکا میلیاردونه لګښت

آفاق خبري آژانس؛ کابل: اسراییلي «هاآرتص» ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې غزه کې د بشري جنایتونو له پراخو لګښتونو پرده پورته کړې او ویلي یې دي، چې تل‌ابیب وروستیو کلونو، په ځانګړي ډول پر غزه تړانګه د یرغل له پیل راهیسې له امریکا د شاوخوا ۳۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات ترلاسه کړي، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې واشنګټن هر کال د تل‌ابیب لپاره د ۳.۸ میلیارده ډالر بودجه د جنګي الوتکو پېرلو، وسلو، هوایي دفاعي سیستمونو او د اسراییلي پوځ لپاره د مهماتو برابرولو لپاره ځانګړي کول.

اسراییل چې په سیمه کې د امریکا د ګټو جنګي ماشین هم بلل کېږي، له تېرو شاوخوا اوو لسیزو راهیسې په مستقیم ډول د واشنګټن له هر ډول ملاتړ برخمن رژیم دی. امریکا او اسراییلي رژیم د پوځي همکاریو په برخه کې ګڼې هوکړې لري، دا مهال واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ د پوځي همکاریو لس کلنه هوکړه پر ځای ده، چې تر ۲۰۲۸ زېږدیز کال پورې دوام لري، خو واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، د دې هوکړې تمدید هم له سیاسي ننګونو سره مخ شوی دی.

اسراییلي هاآرتص ورځپاڼې هم په دې راپور کې د تل‌ابیب او واشنګټن ترمنځ د پوځي همکاریو تړون د تمدید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په اوسنیو شرایطو کې به د دغه تړون تمدید آسانه نه وي. دې ورځپاڼې لیکلي، چې د تل‌ابیب محبوبیت د امریکا په عامه افکارو او ان تر دې چې د محافظه‌کارانو ترمنځ هم کم شوی او اسراییلي رژیم ته پوځي مرستو د ډموکراټانو او جمهوري غوښتونکو نیوکې هم را پارولې دي.

دا ورځپاڼه داسې مهال غزه کې د اسراییلي رژیم د جنایتونو له پراخو لګښتونو پرده پورته کوي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر دې دمه، اسراییلي رژیم د ټولو نړۍوالو قوانینو، بشري اصولو او منل شویو کنوانسیونونو په نقضولو او د واشنګټن په مستقیم ملاتړ سره، په داسې جنایتونو لاس پورې کړی، چې د بشریت په تاریخ او ان تر دې چې په لومړۍ او دویمه نړۍواله جګړه کې یې هم ساری نه دی لیدل شوی.

اسراییلي رژیم په دې موده کې غزه تړانګه کې له حیاتي بنسټونو نیولې، تر روغتونونو، ښوونځیو، د اوبو او برېښنا زیربناوو، د بشري مرستو مرکزونو او ان د مرستو کاروانونه هم بمبار کړل. د دوی په دې ړندو بمباریو کې یوازې استوګنیزې ودانۍ موخه ونه ګرځېدې، بلکې د انسانانو ژوند، د یوه ملت هیلې او د نسلونو نسلونو راتلونکی په اور وسوځول شو او ان تر دې چې په خوب ویده، د اوبو او ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره کتارونو کې ولاړ وږي ماشومان بمبار او تر خاورو لاندې شول. که د دې جنایتونو ظاهري څېره کنډوالې او ورانی دی، خو پټې ناخوالې یې دومره ژورې او دردناکې دي، چې نښې نښانې یې د خنجر په څېر د غزې د خلکو پر بدنونو له ورایه ښکاري.

واک ته د ډونالډ ټرمپ په را ګرځېدو سره، د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې د پام وړ بدلون راغی؛ ډونالډ ټرمپ د جګړو پای‌ته رسولو هڅې کړندۍ کړې او د غزې مسئلې حل، د دې تګلارې په رأس کې قرار درلود. د نړۍوالو چارو شنونکي باور لري، چې امریکا او اسراییل ونه توانېدل د غزې په جګړه کې خپلو موخو ته ورسېږي او نور یې د دې جګړې د پرمخ بېولو توان نه درلود، نو له همدې امله ډونالډ ټرمپ چې تر ډېره اقتصادي مفکوره لري، د روان لمریز کال د تلې میاشتې په پیل کې د اوربند ۲۰ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړه؛ هغه طرحه چې ورپسې اسراییل او حماس د همدې میاشتې په ۱۶مه نېټه لاسلیک کړه او ورپسې د «غزې د سولې هوکړه» د تلې میاشتې په ۲۱مه نېټه د شلو هېوادونو په حضور کې د مصر په شرم‌الشیخ کې وروستۍ شوه.

اسراییلي رژیم چې هېڅ‌راز نړۍوالو قوانینو، اصولو او هوکړو ته ژمن نه دی پاتې شوی، له همدې امله د شرم‌الشیخ اوربند هوکړې نقض په اړه له اوله اندېښنې موجودې وې، هغه څه چې وروسته په حقیقت بدل او اسراییلي رژیم له دې هوکړې په سرغړونې خپلو جنایتونو ته دوام ورکړ او لا هم وخت ناوخته په جنایت لاس پورې کوي. د راپورونو پر بنسټ، د اوربند هوکړې له ټینګښت وروسته، اسراییلي رژیم نږدې ۶۰۰ ځله له هوکړې سرغړونې کړې او د دغه رژیم په بریدونو کې شاوخوا ۳۷۹ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۹۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر دې دمه، د اسراییلي رژیم په بریدونو کې ټولټال ۷۰ زره او ۳۶۹ فلسطینیانو ژوند بایللی او ۱۷۱ زره او ۶۹ تنه نور ټپیان شوي، چې تر نیمایي یې زیات ښځې او ماشومان دي.

پایله:

امریکایي چارواکي چې وخت ناوخته د بشري حقونو ادعاوې کوي، په حقیقت کې تر ټولو زیات په بشري جنایتونو کې ښکېل او د بې‌ګناه انسانانو په وینو یې لاسونه سره دي. امریکا د خپلو سټراټیژیکو ګټو لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر راز سناریو پرمخ وړي، چې د غزې جنایتونه یې غوره بېلګه ده؛ هغه جنایتونه چې د اسراییلي رژیم «هاآرتص» ورځپاڼې یې هم پخلی کړی او په ښکاره توګه یې ویلي چې په دې جنایتونو کې د امریکا ۳۲ میلیارده ډالر لګښت شوی، چې د نورو کلونو په پرتله لس برابره زیاتوالی ښیي. دا د دې ښکارندویي کوي، چې اسراییلي رژیم په منځني ختیځ کې د امریکا د سټراټیژیکو ګټو د خوندیتوب کرایي شوی ماشین دی او یوازې د پردې پرمخ د وسیلې په توګه کارول کېږي. د دې ترڅنګ د نړۍوالو محاکمو بشري حقونو اړوند بنسټونو کارکړنې هم د سختې اندېښنې او پوښتنې وړ دي، چې لا تر اوسه نه دي توانېدلي د امریکا او لوېدیځ له اغېزې را بهر او په خپلواکه توګه د دغو جنایتونو بې‌پرې څېړنه او عدالت ټینګ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *