د «غزې سولې پلاوی» که د ټرمپ ملګري ملتونه؟

له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته، سره له دې چې نړۍوال نظم ګڼې نیمګړتیاوې او ساختاري ناانډولۍ یې درلودې، خو پر دې سربېره هم، دا نظم پر یو لړ اصولو، بنسټونو او نورمونو ولاړ و، هغه څه چې لږ تر لږه یې په ظاهره د دولتونو حقوقي برابرۍ، د شخړو سوله‌ییز حل او د یو اړخیز زور کارولو پر محدودیت ټینګار کاوه. د ملګرو ملتونو سازمان او د امنیت شورا د دې نړۍوال نظم اساسي ستنې بلل کېدې؛ هغه ستنې چې تل د سترو قدرتونو تر نفوذ لاندې وې، خو بیا یې هم په نړۍواله کچه د ګډوډۍ او انارشۍ مهارولو لپاره یو چوکاټ برابر کړی و. خو هغه څه چې نن سبا روان دي، یوازې د دغو بنسټونو تدریجي کمزوري کول نه، بلکې د دغو بنسټونو د له پامه غورځولو په پار ښکاره هڅې دي او پر ځای یې داسې میکانېزمونه او بنسټونه جوړېږي، چې تر ډېره د نړۍوالې اجماع پر بنسټ نه، بلکې د ځواک، پیسو او فشار په وسیله رامنځته کېږي.
د همدې هڅو په دوام، وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه نږدې کړۍ له لوري د «سولې پلاوي» په نوم یوه طرحه وړاندې شوې؛ هغه طرحه چې یوازې د غزې ناورین حل لپاره لنډمهاله نوښت نه دی. د چارو ډېری شنونکي دا په یو ډول د «موازي نظم» د رامنځته کولو لومړنۍ هڅه بولي؛ داسې نظم چې پکې سترې امنیتي او سیاسي پرېکړې له رسمي نړۍوالو بنسټونو یوې محدودې، ناانتخاب شوې او بې‌ځوابه ډلې ته لېږدول کېږي. له همدې امله، په ډیپلوماټیکو کړیو کې دې پروژې ته په غیررسمي ډول «د ټرمپ ملګري ملتونه» ویل کېږي؛ که څه هم دا تعبیر په یو ډول مبالغه ښکاري، خو پکې نغښتی منطق له ورایه معلومېږي.
څو اړخیزتوب او تپل شوې معامله
د ۲۰۲۶ کال د داووس نړۍوال اقتصادي فورم هغه محور و، چې دا بدلون پکې لا را برسېره شو. په دې ناسته کې د ټرمپ او د هغه د نږدې کسانو ویناوې، د هغو څو‌اړخیزو میکانېزمونو په اړه ژوره بې‌باوري رامنځته کړه، هغه میکانیزمونه چې وخت، خبرو اترو او جوړجاړي ته اړتیا لري. په تازه روایتونو کې، دا میکانېزمونه د ثبات تضمین نه، بلکې د «چټکو او اغېزمنو پرېکړو» پر وړاندې خنډ بلل کېږي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا، له ټولو حقوقي ملاحظاتو او د پرېکړو د وېټو حق په لرلو سره، په دې لیدلوري کې یو ناکام بنسټ ګڼل کېږي چې باید څنډې ته شي، څو د «عملي» اقدام لار پرانیستل شي.
خو دا عملي ګام، په حقیقت کې د جبري معاملې بل نوی دی. د ټرمپ له لوري وړاندیز شوې طرحه کې، سوله د ټول‌ګ‌ډونه سیاسي خبرو اترو پایله نه، بلکې د څو ځواکمنو لوبغاړو ترمنځ د یوې معاملې محصول ده؛ هغه لوبغاړي چې د خپلو پرېکړو د تپلو لپاره مالي او پوځي وړتیاوې لري. د فکري چوکاټ دا بدلون، په بنسټیزه توګه د مشروعیت مفهوم له منځه وړي او په دې توګه، مشروعیت نور د ملتونو له رضایت یا د نړۍوالو حقوقو له اصولو سرچینه نه اخلي، بلکې د لګښت ورکړې له وړتیا او د واکمن ځواک له همغږۍ سرچینه اخلي.
د «سولې پلاوي» جوړښت او د ملتونو له حاکمیت ښکاره سرغړونه
د ټرمپ له لوري د «سولې پلاوي» د جوړښت په اړه خپاره شوي معلومات ښيي، چې دا میکانېزم په قصدي ډول داسې طرحه شوی، چې له هر ډول ټولیز نظارت او نړۍوالو ډموکراټیکو بهیرونو لرې وي. په رأس کې پر پرېکړو تمرکز، د پراخې اجماع نشتون او نورو لوبغاړو ته د دې بهیر په څنډو کې د رول ورکړه، د دې ښکارندویي کوي، چې دا پلاوی د سولې مدیریت یوې ادارې په نسبت، د یوه شرکت مدیره پلاوي ته ورته‌والی لري.
د دې طرحې تر ټولو جنجالي برخه، له مالي وړتیا سره د غړیتوب او نفوذ تړل دي. په دې پلاوي کې د اغېزناک حضور لپاره په لویه کچه د پیسو ورکړې شرط، دا مانا لري، چې نړۍواله سوله او امنیت د پېر او پلور په وسیله بدل شوي دي. په داسې طرحو کې به، د هغو هېوادونو غږ واورېدل شي، چې پراخې مالي سرچینې او د واشنګټن سیاسي ملاتړ له ځانه سره لري او نور به څنډې ته شي. دا تګلاره د دولتونو د حاکمیت د برابرۍ له اصل سره ښکاره ټکر لري؛ هغه اصل چې حتا د اوسني نیمګړي نظم په چوکاټ کې هم د یوې منل شوې قاعدې په توګه پېژندل شوی و.
بل‌خوا، په دې طرحه کې د فلسطیني کړکېچ د اصلي لوبغاړو حذف او یا له پامه غورځول، په ځانګړي ډول هغه استازي، چې په واقعي مانا د فلسطیني ولس ملاتړ له ځانه سره لري، د دې ښکارندویي کوي چې اصلي موخه د کړکېچ بنسټیز حل نه، بلکې داسې مدیریت دی چې د اسراییلو له امنیتي ګټو او د امریکا له سټراټیژیکو محاسبو سره سمون ولري.
غزه د نوي نظم لابراتوار
د دې طرحې د عملي کېدو لپاره د لومړي ځل لپاره د غزې انتخاب تصادفي نه دی. غزه له کلونو راهیسې تر ملابندۍ، پوځي فشار او انساني بحران لاندې ده او د دې پروژې د طراحانو له نظره، غزه د تحمیلي حکومتولۍ د نویو طرحو د ازمایښت لپاره «د کنټرول وړ» چاپېریال بلل کېږي. د امریکا په قومانده «نړۍوال تثبیت» په نوم د یوه ځواک ځای پر ځای کول، یو روښانه پیغام لري: هغه دا چې په پای کې د دې ادعا شوې سولې تضمینوونکې وسیله، پوځي ځواک دی، نه د خلکو رضایت او نه هم دوامداره سیاسي هوکړه.
له دې سره هم‌مهاله، غزه کې د فلسطینیانو له انتخاب او ملي اجماع پرته، د یوې تکنوکرات ادارې رامنځته کېدو هڅه، د هغې بېلګې ښکاندویي کوي، چې پخوا د نړۍ په نورو سیمو کې هم تجربه شوې ده. دا ډول طرحې، حکومتونه یوې تخنیکي او مدیریتي کچې ته را ټیټوي او سیاست، هویت او مقاومت ته د اختلال په سترګه ګوري. د دې تګلارې پایله تر ډېره نازک ثبات وي، چې د بهرنیو ځواکونو پر دوامداره حضور متکي وي.
غبرګونونه؛ په لوېدیځ کې درز او په نړۍواله کچه اندېښنې
د ټرمپ دې نوښت ته غبرګونونه، خپله د دې تګلارې د پایلو ژوروالی په ډاګه کوي. ځینې دولتونه د ایډیولوژیکو لاملونو یا د ګټو پر بنسټ محاسباتو له مخې، د ملګرتیا لپاره چمتووالی ښيي. په مقابل کې، د اروپا ځینې برخې، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې د خپلواکې ډیپلوماسۍ اوږد دود لري، د دې بهیر پر وړاندې خبرداری ورکوي. د هغوی اصلي اندېښنه یوازې غزه نه ده، بلکې هغه الګو ده چې کېدای شي په راتلونکي کې نورو کړکېچونو ته هم لاره هواره کړي او په عملي ډول نړیوال بنسټونه څنډې ته کړي.
حتی د صهیونیستي رژیم په دننه کې هم د دې طرحې په اړه بشپړه اجماع نشته. د بېلابېلو ډلو ترمنځ اختلاف ښيي چې «سولې پلاوی» تر دې چې یوه هر اړخیزه حل‌لاره وي، د سیاسي او ایډیولوژیکو شخړو نوې ډګر دی؛ هغه شخړې چې اصلي بیه یې د فلسطین خلک پرې کوي.
اوږدمهاله پایلې؛ له تحمیلي سولې تر دوامدارې بې‌ثباتۍ
که دا ډول طرحې د بریالیو بېلګو په توګه معرفي شي، پایلې به یې له یوه کړکېچ هم پراخې وي. د دې منطق بنسټیز کېدل د دې مانا لري چې نړۍوال نظم به د ځواک او شتمنۍ پر بنسټ بیاځلي تعریف شي. په داسې نظم کې، هېوادونه د یو شان حقوقو پر اساس نه، بلکې د زور سلسله‌مراتب له مخې به ارزول کېږي. سوله، د دې پر ځای چې یوه سیاسي او ټولنیزه پروسه وي، په یوه اداري پروژه بدلېږي چې د قواوو د توازن په بدلېدو سره ژر له منځه ځي.
د خپلواکو هېوادونو لپاره، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې د فشار، بنډیزونو یا مداخلې تجربه لري، دا بهیر ورته د خطر جدي زنګ دی. په داسې شرایطو کې د رښتیني څو اړخیزتوب دفاع، له ټولو کمزوريو سره سره، یو ایډیولوژیک انتخاب نه، بلکې سټراټیژیکه اړتیا ده. که د نړۍ راتلونکی د بندو دروازو تر شا او د ناانتخاب شویو پلاوو له لوري وټاکل شي، نو پایله به یې دوامداره بې‌ثباتي او نه ختمېدونکې شخړې وي؛ هغه وضعیت چې تر ډېره به پکې کمزوري ملتونه قرباني کېږي.

مطالب بیشتر:  د ستانبول مذاکرات؛ د واشنګټن ماتې که د مسکو بریا؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *