سره له دې چې غزه تړانګه کې د اسراییلي رژیم د جنایتونو په اړه د بشري حقونو ګڼو نړۍوالو بنسټونو او محاکمو وخت ناوخته اندېښنې څرګندې کړې، خو نړۍواله ټولنه لا هم نه ده توانېدلې، چې د دغه رژیم د جنایتونو او سرغړونه مخه ونیسي او له چارواکو او ملاتړو سره یې حساب کتاب وکړي. تازه د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي، چې د اسراییلي رژیم د بمباریو له امله، لا هم شاوخوا ۸ زره جسدونه تر کنډوالو لاندې پاتې دي؛ هغه څه چې دغه تړانګه کې د ژور بشري ناورین ښکارندویي کوي او دا یوازې شمېره نه، بلکې د زرګونه هغو کورنیو بوږنوونکې کیسه ده، چې لا هم د خپلو عزیزانو د موندلو په تمه او لټه کې دي.
د غزې د ملکي دفاع ادارې همداراز زیاته کړې، چې تر کنډوالو لاندې د دغو پاتې جسدونو ترڅنګ، څه باندې ۳ زره کسان لا هم لادرکه دي او د برخلیک په اړه یې هېڅراز معلومات نشته. د چارو شنونکي وایي، چې تر کنډوالو لاندې د جسدونو پاتې کېدل، دغه تړانګه کې د جنایتونو د ژوروالي ښکارندویي کوي او په خبره یې، دغه جنایتونه او ویجاړی د انساني ناورین اوج په ډاګه کوي، چې له امله یې ان د ژغورنې او لټون ډلې هم جدي ستونزو سره مخامخ وې.
د فلسطیني سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې، تر دې دمه څه باندې ۷۲ زره فلسطینیانو ژوند بایللی او څه باندې ۱۷۲ زره نور ټپیان شوي دي. په غزه کې چې جغرافیه یې محدوده ده، دا شمېرې د ټولنیز، اقتصادي او خدماتي جوړښت لپاره سخته ضربه بلل کېږي. روغتونونه، ښوونځي او حیاتي زیربناوې یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او یا سختې زیانمنې شوې دي؛ داسې وضعیت چې ان د اوربند له اعلان وروسته یې هم عادي ژوند ناشونی او ننګولی دی.
د اوربند هغه هوکړه، چې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې لاسلیک شوه، د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یې هیلې را وټوکولې؛ خو پر دې هوکړې سربېره، اسراییلي رژیم لا هم غزه تړانګه کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او دې چارې ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې او ښکېل لوري یې په خپلو ژمنو کې پاتې بللي دي. د نړۍوالو چارو شنونکي وایي، چې که څو اړخیزې هوکړې د ملکي وګړو د خوندیتوب تضمین ونه شي کړای، نو د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو اعتبار به نور هم زیانمن شي.
په سیاسي کچه، د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل لا هم د دې اوږدمهاله شخړې د حل یوه اساسي حللاره ګڼل کېږي. د نړۍ ګڼ هېوادونه د دوو دولتونو د حللارې ملاتړ کوي او د راپورونو پر بنسټ، د سولې هوکړې دویم پړاو هم د عملي کېدو په حال کې دی؛ خو تاریخي، امنیتي او سیاسي پیچلتیاوې لا هم د دې هدف پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د دې ترڅنګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې شورا» اعلان کړه او په دې شورا کې د غړیتوب شرط د یو میلیارد ډالرو ورکړه ده، چې زیات شمېر هېوادونو یې غړیتوب اخیستی او تمه ده د دې شورا غړي، د روانې زېږدیزې میاشتې په وروستیو کې په سپینه ماڼۍ کې سره را ټول او د غزې تړانګې د بیارغونې، بودجې او مالي لګښتونو په اړه سلا مشورې وکړي. د غزې بیا رغونه یوازې د ودانیو له سره جوړول نه دي؛ بلکې د روغتیايي، تعلیمي او بنسټیزو خدماتو بیا فعالول او خلکو ته د راتلونکي په اړه د هیلو ورکړه هم پکې شامل دي. تېرو تجربو ښودلې چې که سیاسي حل دوامداره نه وي، نو هره بیا رغونه ښايي په راتلونکو کړکېچونو کې بېرته له منځه ولاړه شي.
په ټوله کې د نړۍوالو بشري حقونو له اړخه، د ملکي وګړو خوندیتوب یو بنسټیز اصل دی. د قربانیانو لوړ شمېر او تر کنډوالو لاندې د زرګونو جسدونو پاتې کېدل د خپلواکو څېړنو او حساب ورکولو اړتیا نوره هم روښانه کوي. نړۍواله ټولنه دا مهال له یوې جدي ازمویېن سره مخ ده؛ هغه دا چې یا به د خپلو حقوقي او ډیپلوماټیکو وسیلو له لارې د تاوتریخوالي د دوام مخه نیسي، او یا به د داسې یوه بحران شاهده وي، چې بشري زیانونه به یې خورا بوږنوونکي وي.
په پای کې، تر کنډوالو لاندې د ۸ زره جسدونو پاتې کېدل، په حقیقت کې د غزې د سیاسي او بشري بنبست یو تریخ انځور وړاندې کوي. تر هغه چې د سولې بهیر عادلانه، متوازن او عملي نه شي، شوې هوکړې او اوربندونه به وخت ناوخته ماتېږي او ټاکلو موخو ته رسېدنه به خورا ستونزمنه وي. د دې سیمې راتلونکی تر بل هر وخت ډېر د سیمهییزو او نړۍوالو لوبغاړو پر سیاسي ارادې او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو پر رښتینې ژمنتیا پورې تړلی دی.
